• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د ملګرو ملتونو خبرداری: ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ختیځ افغانستان کې د وروستۍ زلزلې په تړاو په خپل لومړني راپور کې ویلي، چې لږ تر لږه ۸۰۰تنه مړه شوي او شاوخوا ۲زره تنه ټپیان دي. په راپور کې ټینګار شوی، چې د مرستندویو ډلو له رسېدو وروسته ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

اوچا ویلي، چې ډېری اغېزمن شوي خلک د غرنیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي دي. د لارې بندېدو له امله نه یوازې مرستندویه ټیمونه له ستونزو سره مخ دي، بلکې ځايي خلک هم نشي کولی په اسانۍ د خپلو ټپیانو درملنې ته لاسرسی ولري.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله تر اوسه شاوخوا ۱۲زره کسان اغېزمن شوي دي. د کونړ ولایت د څوکۍ او نورګل په ګډون درې نورې ولسوالۍ، د ننګرهار درهء نور او مرکز جلال اباد او همدارنګه په لغمان کې درې ولسوالۍ له سختو زیانونو سره مخ دي. ځینې کورونه په بشپړ ډول نړېدلي، ډېری نور نیمه ویجاړ شوي او د خلکو د استوګنې وړ نه دي پاتې.

په راپور کې ویل شوي، چې د زلزله‌ځپلو خلکو د بېړنیو اړتیاوو لپاره لومړنی نوملړ ترتیب شوی دی. په دې اړتیاوو کې بېړنۍ سرپناه لکه خیمې، غېرخوراکي توکي (کمپلې، د پخلنځي سامان)، د څښاک پاکې اوبه، بېړني خوراکي توکي او همدارنګه طبي وسایل شامل دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو تر دې دمه شاوخوا ۲۰ د بېړني ارزونې ټیمونه د کونړ او ننګرهار درهء نور ته رسېدلي دي، څو د زیانونو او اړتیاوو په اړه دقیقه څېړنه وکړي. تر څنګ یې پنځه نور ټیمونه د کونړ، لغمان او ننګرهار نورو سیمو ته د تګ لپاره چمتودي.

سره له دې هڅو، د مرستو رسونه د جغرافیایي محدودیتونو او د غرنیو لارو د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ ده.

100%

اوچا وایي، د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو غورځېدو له امله ډېری سیمو ته د ځمکني ټرانسپورټ لارې بندې او د تګ راتګ وړ نه دي پاتې، له همدې کبله د مرستندویو ډلو هڅې روانې دي څو په ځینو سیمو کې د هوا له لارې د خلکو مرستې او بېړنۍ درملنه ترسره شي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، چې د زلزله‌ځپلو سیمو اوسېدونکو لپاره نه یوازې فزیکي مرستې اړینې دي، بلکې د رواني ملاتړ اړتیا هم ډېره جدي ده، ځکه د ډېرو خلکو د کورنیو غړي له لاسه ورکړي او ماشومان د دې پېښې له امله له سختو رواني فشارونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، که څه هم د ځايي خلکو او ځینو خیریه ډلو هڅې روانې دي، خو د اړتیاوو کچه ډېره لوړه ده او له همدې امله نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو په مرسته کې چټک او همغږی ګام واخلي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی