• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ: د افغانستان د زلزلې ټپیان دې بې له ویزې پاکستان ته ولېږدول شي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړو د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه یوه ټولمنلې پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې به یې «سخت ټپیان» د درملنې لپاره بې له ویزې پاکستان ته ولېږدول شي.

په دې تصویب شوې پرېکړه کې ویل شوي، چې د افغانستان د خلکو هر ډول مرسته به د مسلمانۍ او اخلاقي مسوولیت له مخې اړینه ګڼل کېږي.

د خېبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ پرېکړه په ځانګړې توګه ټینګار کوي، هغه افغانان چې د زلزلې له امله «شدید ټپیان» شوي دي، باید بې له ویزې پاکستان ته ولېږدول شي، ترڅو د هغوی د درملنې لپاره مناسبې روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.

همدارنګه په دغه پرېکړه کې غوښتنه شوې، چې د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د فدرالي حکومت په همغږۍ سره د مرستو ډلې او طبي توکي افغانستان ته واستوي، څو د زلزلې له امله زیانمنو شویو خلکو سره بېړنۍ مرستې وشي.

د یادولو وړ ده، چې تېره شپه د افغانستان په ختیځ کې د رېښتر په کچه شپږ درجې زلزله وشوه، چې له امله یې ډیر مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي.

یوازې په کونړ ولایت کې لږ تر لږه ۸۰۰ تنه مړه شوي او نږدې درې زره کسان ټپیان دي. ګڼ شمېر خلک لا هم د ویجاړو شویو کورونو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو خلک په ګډو غمونو کې د یو بل تر څنګ ولاړ دي او په داسې پېښو کې مرستې ګډه انساني دنده بولي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه