• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

ذبیح‌الله مجاهد: په کونړ کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو ۲۵۰۰ ته ورسېد

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې له کونړ څخه د وروستيو معلوماتو پربنسټ د زلزلې له کبله ۸۰۰ کسان مړه او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي؛ خو دغه شمېر لا وروستی نه‌دی.

هغه وایي، له دې ډلې په ننګرهار کې ۱۲ کسان مړه او ۲۵۵ نور ټپیان شوي، په لغمان او نورستان کې ۶۴ کسان ټپیان شوي او په پنجشېر ولایت کې یوازې پنځه د استوګنې کورونه ویجاړ شوي چې مرګ ژوبله نه‌لري.

نوموړي ویلي، چې د پېښې ځای ته د دوی د کابینې څو وزیران او ټیمونه د بېړنیو مرستو لپاره رسېدلي دي. هغه زیاته کړې، چې له زیانمنو سره د مرستې لپاره زر لکه افغانۍ ځانګړې شوې دي؛ خو ټول باید مرستې ته راودانګي.

د نوموړي په خبره؛ د طالبانو مشرتابه ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې له ځنډ پرته سیمې ته ځانونه ورسوي او د مړو د تدفین او د ټپیانو د درملنې په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د طالبانو ویاند وايي، چې د پېښې شمېره هره شېبه بدلېدای شي؛ ځکه چې په ټکو یې لاهم ځینې ډلې د پېښې ځای ته لاسرسی نه‌لري.

مجاهد وايي، په کونړ کې ځینې کلي په بشپړ ډول له‌منځه تللي او وخت ناوخت له دغه ځایه دوی ته وروستۍ شمېرې رارسېږي چې له رسنیو سره به یې شریکې کړي.

هغه همدا راز پر نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ، چې په افغانستان کې اوس د دوی لپاره له امنیتي اړخه ستونزه نشته؛ نو په کاره ده چې د دغه لوی بشري ناروین په مهارولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د څو شېبو مخکې دوامداره زلزلو ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۱

د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ختیځ او په ځانګړې توګه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه دوامداره شدیدې زلزلې لړزولي او د هرې شېبې په تېرېدو سره له امله یې د مرګ ژوبلې شمېر لوړېږي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د یادې زلزلې له امله تر اوسه د ننګرهار ولایتي روغتون ته د دوو ماشومانو مړي او د ماشومانو په ګډون ۱۵ ټپیان وروړل شوي او دغه شمېرې د هرې شېبې په تېرېدو سره لوړېږي.

د نوموړي په وینا، دغه مرګ ژوبله هم په درهء نور ولسوالۍ کې د کورونو د چتونو د رالوېدو له امله رامنځته شوې ده.

له دې سره سم، په کونړ کې ځايي سرچینې بیا په دغه ولایت کې د یادې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې کچه تر ننګرهار هم لوړه ګڼي، خو لا تر اوسه په کره توګه یې شمېر نه دی مشخص شوی.

د سرچینو په وینا، په ټپيانو کې ځينې یې د کونړ د لیلیې محصلین دي چې د وېرې له امله یې ځانونه له لیلیې راغورځولي دي.

د سرچینو په وینا، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتي روغتونونو ته د یادې زلزلې له امله د ټپیانو د لېږدونې بهیر دوام لري، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی.

سرچینې: په تورخم کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشل ته وویل، د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوسته ډزې کړي، چې په پایله کې یې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، یاده نښته نن (جمعه) ناوخته هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو د لنډي کوتل سیمي د چهار باغ په سیمه کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوسته ډزې وکړې.

د ځايي سرچينو په وینا، په یاده سیمه کې لا هم د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

تر دې مهاله طالبانو او پاکستاني چارواکو د یادې نښتې په اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د امریکا په یوه کاتولیک ښوونځي کې ډزو درې تنه ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د مینیاپولیس ښار په سویلي برخه کې په یوه کاتولیک ښوونځي کې ډزې شوې، چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۰نور ټپیان دي. چارواکي ویلي چې بریدګر هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

د اننسیېشن کاتولیک ښوونځی یوازې دوه ورځې مخکې پرانېستل شوی و. دغه ښوونځی له کاتولیک کلیسا سره تړلی دی او شاوخوا ۳۹۵ زده‌کوونکي لري.

د رېچفیلډ ښار پولیسو ویلي، د تورو جامو څښتن یو وسله وال له کلاشنکوف ډوله وسلې سره په سیمه کې لیدل شوی و.

د ځایي رسنیو په وینا، ماشومان د سهار په عبادت بوخت وو، چې ډزې پیل شوې.

تلویزیوني انځورونه ښيي چې میندې او پلرونه د پولیسو تر ژېړو پټیو لاندې تېرېدل او ماشومان یې له ښوونځي ایستل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایف بي ای د پېښې په ځای کې حضور لري.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وزیرې کرسټي نوم ویلي، دوی له سیمه‌ییزو چارواکو سره په اړیکه کې دي او د پېښې څارنه کوي.

پولیس زیاتوي چې له سې شنبې تر اوسه په همدغه ښار کې درې نورې وسله‌والې پېښې هم شوې چې په نتیجه کې یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د اسلام اباد غونډه د سپټمبر اخرې هفتې ته وځنډېده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دوو سرچینو تایید کړه، چې په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو غونډه د سپټمبر د میاشتې اخرې اونۍ ته وځنډېده. ټاکل شوې وه، د اګسټ پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاسونو ناسته وشي.

سرچینو ویلي، چې یاده غونډه د ویزو د ځنډېدو له امله ځنډېدلې ده.

د طالب ضد افغان سیاستوالو دغې غونډې په کور دننه او بیرون ګڼ غبرګونونه راپارولي وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

شفقت علي خان ویلي:« دا د یوه څېړنیز بنسټ کار دی، دولتي ملاتړ نه لري. د پاکستان حکومت کوربه نه دی. یو څېړنیز بنسټ خلکو ته بلنه ورکړې، هغوی ویزه اخلي، اجازه ورته ورکول کېږي چې راشي او ګډون وکړي. تر ټولو مهمه داده چې دا ناسته پرانیستې ده.»

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه:« کله چې یو څېړنیز بنسټ داسې څه کوي، دا پرانیستی فعالیت وي، د تړلو دروازو تر شا څه نه ترسره کېږي. یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کسانو له خوا یو څه مبالغه وشوه.»

په اسلام کې د طلب ضد افغان سیاسونو له خوا جوړېدونکې ناستې ته د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر افغان سیاسونو هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په هرات کې د بس او مازدا موټرو د ټکر له امله لسګونه له ایرانه شړل شوي افغان کډوال وژل شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۱

په هرات کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د هرات ـ اسلام‌کلا پر لویه لار د مسافرو یو بس موټر له بار وړونکي مازدا سره تر ټکر وروسته اور اخیستی او په پایله کې یې لسګونه افغان کډوال چې تازه له ایران څخه شړل شوي وو، وژل شوي دي.

سرچینې وايي، دغه بس د اسلام‌کلا له پولې څخه کابل ته د کډوالو د لېږد پر مهال له دې پېښې سره مخ شوی دی.

تر اوسه د پېښې د کره مرګ‌ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د یادولو ده، چې تر اوسه د هرات سیمه ییزو طالب چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.