• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

په هرات کې د بس او مازدا موټرو د ټکر له امله لسګونه له ایرانه شړل شوي افغان کډوال وژل شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۱

په هرات کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د هرات ـ اسلام‌کلا پر لویه لار د مسافرو یو بس موټر له بار وړونکي مازدا سره تر ټکر وروسته اور اخیستی او په پایله کې یې لسګونه افغان کډوال چې تازه له ایران څخه شړل شوي وو، وژل شوي دي.

سرچینې وايي، دغه بس د اسلام‌کلا له پولې څخه کابل ته د کډوالو د لېږد پر مهال له دې پېښې سره مخ شوی دی.

تر اوسه د پېښې د کره مرګ‌ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د یادولو ده، چې تر اوسه د هرات سیمه ییزو طالب چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

اشرف غني: دا خپلواکي د افغانانو د نیکونو د بې سارې مبارزې او قربانۍ پایله ده

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۰۶ GMT+۱

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ټولو افغانانو ته د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې دا خپلواکي د افغانانو د نیکونو د بې سارې مبارزې او قربانۍ پایله ده، چې محکومو ملتونو ته یې د ازادۍ بېلګه وړاندې کړه.

ډاکټر غني په خپل پیغام کې ویلی: «نن د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده. دا خپلواکي په ۱۹۱۹کال کې د غازي امان الله خان په مشرۍ له انګرېزانو اعلان شوې وه.»

د پخواني ولسمشر پیغام په درېیو ژبو ـ پښتو، دري او ازبکي د هغه پر رسمي ټولنیزو پاڼو خپور شوی دی.

هغه څه موده وړاندې په یوه مرکه کې افغانانو ته ویلي وو: «زه هره شېبه له تاسو سره یم او هیله لرم چې هر ځل له تاسو سره خبرې وکړم، تاسو ته به څرګنده شوې وي، چې زه ستاسې له دردونو او ژورو هیلو خبر یم، زه د دې لپاره پیدا شوی یم چې د یووالي او ابادۍ وسیله شم».

ولسمشر غني د پوډکاسټ له لارې په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د خپلواکۍ نمانځل یوازې د مراسمو په معنا نه دي، بلکې د ملي یووالي او د ازادۍ له ارزښتونو سره د ژمنتیا تازه کول دي.

نوموړي زیاته کړې، هیله لري چې د افغانستان د ۳۰۰مې کلیزې لپاره یو متحد، ازاد او سوکاله هېواد راتلونکو نسلونو ته پرېښودل شي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ځان د غازي امان الله خان د «ناتمام فصل» بشپړوونکی بللی او ټینګار یې کړی، چې د همدې لارې له افغانانو سره د سوکاله راتلونکي د بنسټ ایښودو اراده لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) نېټه د افغانستان پاچا امان الله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت له‌خوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه) نېټه په پرتمین جشن نمانځل کېږي.

د یادولو ده، چې طالبانو هم نن د خپلواکۍ په مناسبت رخصتي اعلان کړې وه.

طالبانو تېرکال هم دغه ورځ د خپلواکۍ د جشن په نوم اعلان کړه او په دې مناسبت یې یو لړ غونډې جوړې کړې؛ خو د خپلواکۍ مرکزي کرکټر او ګټونکی پاچا غازي امان الله خان یې په بدو سياستونو تورن کړی و.

حکمتیار: ایا یو بېګانه متقاعد مامور حق لري چې د یوې ډلې په ملاتړ د مجاهدینو سپکاوی وکړي؟

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د چا له نوم یادونې پرته ویلي، چې ایا د یوه بېګانه هېواد متقاعد مامور دا حق لري چې مجاهدینو او د جهاد مشرانو ته سپکاوی وکړي، هغه هم د یوې ډلې په ملاتړ؟ نن خلیلزاد ویلي و، چې پخواني افغان مشران د خپلو تېروتنو د بیا تکرار هڅه کوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن سې شنبه د « زمري۲۸مه» په خپله اېکسپاڼه کې د پوښتنې په ډول ولیکل، «ایا د یوه بېګانه هېواد متقاعد مامور دا حق لري چې مجاهدینو او د جهاد مشرانو ته سپکاوی وکړي، هغه هم د یوې ډلې په ملاتړ؟».

حکمتیار وروسته زیاته کړه، «هغه هېواد چې د تیرو څو لسیزو جګړې او د هغې د خونړیو عواقبو اصلي لامل دی؟».

حکمتیار د خپلې پوښتنې په دوام کې ویلي، « باید د خپلو تېروتنو او هغو وینو لپاره چې په افغانستان کې یې تویې کړي، اوښکې تویې کړي او د هغې د جبران لارې ولټوي».

حکمتیار په مشخص ډول په خپل پوسټ کې د چا نوم نه دی یاد کړی، خو د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل اېکس لیکلي، چې له څو لسیزو جګړو وروسته، اوس زیات امنیت شته، او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی، خو لاهم د نجونو او ځوانو ښځو لپاره دولتي لیسې او پوهنتونونه تړل شوي، پخواني مشران او واکمنان، چې د تېرو شلو کلونو له سترو فرصتونو څخه یې ګټه وانخیسته، هڅه کوي خپلې تېروتنې بیا تکرار کړي.

ظاهر اغبر: د افغانستان خپلواکي د ټولو قومونو د ګډې سرښندنې پایله ده

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت له لوري د خپلواکۍ ورځې په مناسبت نمانځغونډه کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر وویل، چې د هېواد ازادي د ملت د یووالي، همبستګۍ او د ټولو قومونو د سرښندنو پایله ده.

په تاجکستان کې افغان سفیر محمد ظاهر اغبر د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو د ورځې په مناسب د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د افغانستان خپلواکي د ملت د یووالي، همبستګي او د بهرنیانو پر وړاندې د درېدلو پایله ده.

اغبر د امان‌الله خان شخصیت مترقي او ازادي‌پال وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان خپلواکي د یوې ځانګړې ډلې یا قوم نه، بلکې د ټولو افغانانو د ګډ غیرت او یووالي ثمره ده.»

افغان سفیر زیاته کړه چې د نن ورځې د افغانانو رسالت د علم تر لاسه کول، د ملي یووالي پیاوړتیا او د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور حرکت دی، څو هېواد له فقر، انزوا او له روان کړکېچه خلاص او د رښتینې ازادۍ او تلپاتې ملي عزت خاوند شي.

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال د زمري پر ۲۸ مه نمانځل کېږي.

د طالبانو یوه مخالفه ډله وايي په هرات کې یې یو طالب قوماندان وژلی

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د خلکو ازادي بښونکي اسلامی نهضت په نوم یوې ډلې ادعا کړې چې په هرات ښار کې یې په یوه وسله وال برید کې د طالبانو د لسمې امنیتي حوزې د سیمه‌ییز کنټرول قوماندان مولوي حسن وژلی دی.

دغې ډلې د سې شنبې په ورځ ( د زمري ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې کسانو یې غرمه مهال د هرات ښار په لسمه ناحیه کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د طالبانو یو سیمه‌ییز چارواکی ووژل شو او د هغه یو ساتونکی ټپي شو.

په ورته وخت کې، د هرات سیمه‌ییز روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د یوه نظامي طالب جسد کلینیک ته لیږدول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شنونکي: طالبان څلور کاله وروسته هم له نړیوالې انزوا سره مخ دي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د کوینسي انسټیټوټ مرستیال ادم وینسټاین په یوه ویبینار کې ویلي چې افغانستان د ټرمپ ادارې لپاره د ټیټې کچې لومړیتوب ګرځېدلی او ټینګار یې کړی چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په ځواب کې اصلاحات ومني، که نه د انزوا خطر به دوام ومومي.

یاد ویبینار د اسلام‌اباد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ (ISSI) له خوا د «د طالبانو د واک څلور کاله: کورني بهیرونه او نړیوالې اړیکې» تر نوم لاندې جوړ شوی و، چې د پاکستان، افغانستان، امریکا او اروپا کارپوهانو پکې ګډون درلود.

ادم وینسټاین په دغه ویبنار کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا له طالبانو سره له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې لس میلیارده ډالر مرسته کړې، خو اوس افغانستان د ټرمپ د ادارې لپاره د ټيټې کچې لومړیتوب ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په ځواب کې اصلاحات ومني، که نه د انزوا خطر به دوام ولري.

ویبنار ته په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور خان وویل: «که څه هم طالبانو د واک ټینګښت او ثبات رامنځته کړی، خو پر افغانستان لګېدلي بندیزونه، د نړیوالې رسمیت پېژندنې نشتوالی او د ښځو د حقونو نه تامین د اندېښنې ځایونه دي».

ده ټینګار وکړ چې افغانستان باید د خلکو د غوښتنو پر بنسټ اساسي اصلاحات ومني، که نه د انزوا پر لور به ولاړ شي.

د اسلام‌اباد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ یو تن مسوول خالد محمود په خپلو خبرو کې د روسیې له خوا طالبانو په رسمیت پېژندل سمبولیکه پېژندته وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې لا هم نړیواله پراخه رسمیت پېژندنه د بشري حقونو، ټول‌شموله‌توب او ترهګرۍ اندېښنو له امله ځنډېدلې ده.

خالد محمود ټینګار وکړ چې افغانستان د یوې مهمې مرحلې په درشل کې دی. ده وویل له ستونزو سره سره، د طالبانو سیمه‌ییز او نړیوال تعامل د همکارۍ اړتیا څرګندوي، خو د بشري حقونو او ټول‌شموله سیاستونو منل د افغانستان د ثبات، پرمختګ او نړیوال ادغام لپاره بنسټیز اهمیت لري.

دغه ویبنار ته په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وویل:«اسلامي امارت په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ کړی، د مخدره توکو کرکیله یې له منځه وړې، عدلي نظام یې پراخ کړی او هېواد یې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور روان کړی دی».

سردار احمد شکیب د روسیې له لوري رسمیت پېژندنه د افغانستان د نړیوالتوب یو مهم پړاو وباله.

په ویبنار کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا څېړنیز مرکز مشرې امنه خان او د رومانیا د MEPEI مشر فلیویس کابا ماریه هم خبرې وکړې او خپل نظرونه یې وړاندې کړل.

طالبان په۲۰۲۱کې د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل او په کابل کې یې خپل حکومت اعلان کړ. دغې ډلې د قدرت له ترلاسه کولو وروسته د ښځو پر زده‌کړې، کار او سیاسي ګډون سخت محدودیتونه ولګول.