• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

یونېسف: نړۍواله ټولنه باید د زلزله‌ ځپلو د مرستو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د درنې مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازي ډاکټر تاج الدین اویوالي ویلي: « یونېسف د افغانستان په ختیځ کې د دردونکې مرګ ژوبلې او د دې ناورین له امله رامنځته شویو ویجاړیو له کبله ژور غمجن دی. زموږ فکرونه له هغو ماشومانو او کورنیو سره دي چې خپل و خپلوان او کورونه یې له لاسه ورکړي دي.»

یونېسف ټینګار کړی، چې د ماشومانو او کورنیو د ژوند ژغورنې لپاره یې بېړني اقدامات پیل کړي او همداراز د روغتیايي ټیمونو ترڅنګ د خیمو، کمپلو، پاکو اوبو، درملو او د حفظ‌الصحې اړینو توکو د لېږد چارې هم روانې دي.

د دې ادارې په خبره، د ماشومانو د خوندیتوب، رواني ملاتړ او د لنډمهاله سرپناه برابرول د دوی د غبرګون لومړنۍ موخې دي.

یونېسف زیاته کړې، چې د وضعیت د خرابېدو په صورت کې به د خپلو مرستو کچه نوره هم لوړه کړي، څو د اغېزمنو شویو کورنیو اړتیاوې په بېړه پوره شي.

د یونېسف په وینا، اوس مهال د ماشومانو ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی او نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره د مرستو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی