د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مرستو او لېږد بهیر د کونړ، ننګرهار او کابل تر منځ ترسره شوي دي. په ټوله کې د درېیو ورځو په ترڅ کې ۱۸۵الوتنې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د لومړۍ ورځې په ترڅ کې ۸۳الوتنې شوې چې پکې ۱۰۰۰تنه زیانمن وګړي کابل ته لېږدول شوي دي.
همداراز د دویمې ورځې په ترڅ کې ټولټال۷۲الوتنې شوې او د راپور له مخې ۳۶۱تنه ټپیان، ۵۴۰تنه د ټپیانو خپلوان، د مرستندویه ځواکونو غړي او ورسره یوځای شاوخوا ۱۰زره کیلوګرامه تجهیزات انتقال شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د درېیمې ورځې په ترڅ کې ۳۰الوتنې شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۱تنه ټپیان، ۱۴۸تنه د ټپیانو خپلوان او د ژغورنې ډلې له ۱۳,۱۰۰کیلوګرامه درملو او خوراکي توکو سره یوځای کونړ ولایت ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت زیاتوي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۲۰۶۰تنه وګړي او له ۲۳زره کیلوګرامو ډېر توکي د هوایي ځواکونو په مرسته اړوندو روغتیایي مرکزونو ته رسېدلي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په داسې حال کې د چورلکو د الوتنو په اړه معلومات خپروي، چې تېره ورځ د کونړ یو شمېر اوسېدونکو په چورلکو کې د طالبانو د مشرانو پر سفرونو نیوکه کړې وه او ویل یې چې دغه چورلکې دې د ټپیانو د انتقال لپاره وکارېږي.
د ځایي سرچینو په وینا، د طالبانو هر چارواکی چې زلزلهځپلو سیمو ته ځي، چورلکې ورته په تمه وي او دا د ټپیانو د لېږد چاره ټکنۍ کوي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د ویډيوګانو له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر جلال جلالي، د کلیو بیارغونې وزیر ملا محمد یونس اخوند، د ښار جوړونې وزیر نجیب الله حیات ترڅنګ ددې ډلې د ننګرهار والي محمد نعیم اخوند په یوه نظامي چورلکه کې انتقال شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، دې چورلکې څلور ساعته په کونړ کې تېر کړي دي او د ویډیو پر اساس یوازې د طالبانو یاد چارواکي له چورلکو راښکته کېږي.