د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه زره افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول. د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ د انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د افغان کډوالو شمېر په ۲۰۱۰ کال کې له شاوخوا ۵۴ زرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۵ زرو ته لوړ شوی دی.
د «متحدینو د هرکلي عملیاتو» له لارې هم شاوخوا ۷۶ زره افغانان د بشري دلایلو پر بنسټ امریکا ته انتقال شوي دي. راپور وايي، د دغو کسانو ډېری د کډوالۍ د رسمي موقف پر ځای د بشري موقتي پاتې کېدو له اجازې سره امریکا ته داخل شوي، چې د دایمي استوګنې لپاره یې اتوماتیکه لاره نه ده برابره کړې.
د بېځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، د جګړې، ناڅاپي تېښتې او له خپلو عزیزانو د بېلتون تر څنګ قانوني نامعلوم وضعیت هم د افغان ښځو لپاره پر یوه اضافي فشار بدل شوی دی.
راپور وايي، د افغان ښځو د ستونزې اصلي لامل د کار کولو د لېوالتیا یا وړتیا نشتوالی نه دی، بلکې په یوه نوي هېواد کې د ژوند د بیا پیلولو ټولیز لګښت دی.
د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ د انسټیټیوټ د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو له مخې، یوازې ۳۷ سلنه افغان کډوالو ښځو په ملکي کاري ځواک کې ونډه لرله، په داسې حال کې چې د ټولو کډوالو ښځو دغه کچه ۵۷ سلنه وه. د همدې معلوماتو له مخې، ۳۹ سلنه افغان کډوال د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.
په کالیفورنیا کې د ۳۴ افغان ښځو او ۱۸ هغو کسانو په ګډون چې د کډوالو له خدمتونو سره کار کوي، یوې څېړنې موندلې چې یوازې ۲۳،۵ سلنه ګډون کوونکې ښځې په دندو بوختې وې. د راپور له مخې، د انګلیسي ژبې محدود مهارت، د ماشومانو پالنه، د ترانسپورټ نشتوالی، د استخدام له پروسو سره نابلدتیا او د مسلکي وړتیاوو نه پېژندل د کار موندنې له مهمو خنډونو څخه وو.
د امریکا د ټکساس ایالت په هوسټن ښار کې د مېشتو ۷۳ افغانانو د اړتیاوو په یوه ارزونه کې، چې ۷۴ سلنه ګډونوالې یې ښځې وې، هم ډېری کسانو ویلي چې بېکاره دي او کلنی عاید یې له ۲۰ زرو ډالرو کم دی. په دغه ارزونه کې کار، خوراکي توکي او ترانسپورټ د تر ټولو عاجلو اړتیاوو په توګه یاد شوي دي.
راپور وايي، د یوې افغانې ښځې لپاره د کار موندل ښايي د انګلیسي ژبې زدهکړې، د ماشومانو لپاره د ساتنې زمینه برابرولو، د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو، مسلکي اړیکو جوړولو او د امریکا د کاري چاپېریال له اصولو سره د بلدتیا اړتیا ولري.
د راپور په وینا، ان یوه پخوانۍ افغانه ښوونکې، خبریاله، دولتي کارکوونکې یا روغتیايي کارکوونکې ښايي یوازې له دې امله ټیټ معاش لرونکې دنده ترسره کړي چې په افغانستان کې ترلاسه شوې مسلکي وړتیاوې یې په امریکا کې نه پېژندل کېږي.
راپور ټینګار کوي چې دا وضعیت د ادغام پر ځای د بشري وړتیاوو ضایع کېدل دي.
د بېځایه شویو نړیوالې ادارې په راپور کې د انګلیسي ژبې زدهکړه هم د افغان ښځو د ادغام له مهمو خنډونو څخه بلل شوې ده. د امریکا د سرشمېرنې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۰ سلنه افغان ښځو او نجونو ویلي چې انګلیسي ژبه «ډېره ښه» نه شي ویلی. د هغو کسانو ترمنځ چې له ۲۰۱۲ کال وروسته امریکا ته تللي، دغه کچه ۶۸ سلنې ته رسېږي.
راپور وايي، د انګلیسي ژبې کمزوری مهارت باید د یوې ښځې د پوهې، وړتیا یا هوډ د کمښت په معنا ونه ګڼل شي. د کالیفورنیا په څېړنه کې نږدې درېیمه برخه ښځو د دویمې درجې یا تر هغې لوړې زدهکړې لرلې، خو ۵۸.۸ سلنه یې ویلي چې په انګلیسي ژبه هېڅ مهارت نه لري.
د راپور له مخې، د انګلیسي ژبې پروګرامونه باید د ماشومانو له پالنې، ترانسپورټ، انعطافمنو مهالوېشونو او ډیجیټلي زدهکړو سره یوځای وړاندې شي، ځکه هغه پروګرام چې ښځې ورته د رسېدو توان نه لري، په عملي ډول ورته فرصت نه بلل کېږي.
راپور د ویرجینیا ایالت د یوې ځوانې افغانې نجلۍ کیسه هم د زدهکړو د پرې کېدو او اداري ستونزو د بېلګې په توګه رااخلي. نوموړې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د دولسم ټولګي د بشپړولو په درشل کې وه، خو د طالبانو له خوا د نجونو د منځنیو زدهکړو له بندېدو وروسته یې زدهکړې نیمګړې پاتې شوې او د فراغت سند یې ترلاسه نه کړ.
د راپور له مخې، د هغې تجربه د افغانستان د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه بېلګه ده. د یونسکو د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زدهکړو څخه په رسمي ډول منع دي او تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا ۲،۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې ویرجینیا ته له کډه کېدو وروسته له یوې بلې ستونزې سره هم مخ شوه. د هغې په افغان تذکره کې عمر تر واقعي عمر لوړ ثبت شوی و، چې د ښوونځي د مناسب ټولګي په ټاکلو کې یې ستونزه پیدا کړه. د دولسم ټولګي د بشپړولو د رسمي سند د نشتوالي له امله یې لوړو زدهکړو ته د تګ روښانه لاره هم ونه موندله.
راپور وايي، نوموړې اوس د ورځې کار کوي او د شپې د لویانو لپاره د انګلیسي ژبې په ټولګیو کې زدهکړه کوي او هڅه کوي هغه زدهکړې بېرته ترلاسه کړي چې په افغانستان کې نیمګړې پاتې شوې دي.
د بېځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، ښوونځي او پوهنتونونه باید د هغو زدهکوونکو لپاره انعطافمنې لارې رامنځته کړي چې زدهکړې یې د جګړې، کډوالۍ یا نورو شرایطو له امله پرې شوې دي. د راپور له مخې، د اسنادو د توپیرونو د حل، د پخوانیو زدهکړو د بدیلو شواهدو د منلو او لوړو زدهکړو یا مسلکي روزنې ته د لارښوونې لپاره ځانګړي میکانیزمونه اړین دي.
راپور ثابت کور د افغان ښځو د ادغام لپاره هم بنسټیز شرط بولي او وايي، یوه ښځه هغه مهال کولای شي انګلیسي زده کړي، کار پیدا کړي، خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي چې د اوسېدو لپاره باثباته کور ولري.
د امریکا د ښاري انسټیټیوټ څېړنې په شیکاګو، سان انتونیو او شمالي ویرجینیا کې د افغان کډوالو ترمنځ پرلهپسې کډه کول، د کورونو نامناسب شرایط، د کار خنډونه، له کورنیو بېلتون او د کډوالۍ اړوند فشارونه ثبت کړي دي.
راپور وايي، د افغان کورنیو لپاره د بیا مېشتېدو لومړني خدمتونه تر ډېره د لومړیو ۳۰ تر ۹۰ ورځو پورې متمرکز وو، خو د ټولنې له نوي چاپېریال سره ادغام کلونه وخت نیسي، نه یوازې څو اوونۍ. له همدې امله د اوږدمهاله کور موندنې، د کورونو له مالکانو سره د همکارۍ، د مالي پوهاوي او د کرایې له هدفمند ملاتړ سره دوامداره مرستې ته اړتیا ده.
د راپور په وینا، د ماشومانو د پالنې او ترانسپورټ نشتوالی هم د افغان ښځو د ټولنیز انزوا لامل کېږي. یوه ښځه ښايي د ماشوم د ساتنې د ځای د نشتوالي له امله د انګلیسي ټولګي ته لاړه نه شي؛ له ژبې پرته د کار موندل ورته ستونزمنېږي، له کار پرته د ترانسپورټ لګښت نه شي ورکولای او په دې توګه له زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو څخه لا لرې پاتې کېږي.
راپور وايي، د کالیفورنیا څېړنې ماشومانو پالنه، ترانسپورټ، د ژبې زدهکړه، ټولنیزې ناستې او د کار لپاره چمتووالی د افغان ښځو د ادغام مهم عناصر بللي دي. څېړنې دا هم موندلې چې هغه ښځې چې په افغانستان کې یې د درناوي وړ مسلکونه درلودل، په امریکا کې د خپلو وړتیاوو د نه منل کېدو له امله د هویت له دردناک بدلون سره مخ شوې دي.
د بېځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، ګڼې افغان ښځې د خپلو خپلوانو، مسلکونو، کورونو او هغو راتلونکو پلانونو د له لاسه ورکولو له امله هم له رواني فشار سره مخ دي چې تمه یې لرله. له همدې امله د کلتوري او ژبني شرایطو په پام کې نیولو سره د رواني روغتیا خدمتونه باید د ادغام یوه اساسي برخه وبلل شي.
راپور ټینګار کوي چې افغان ښځې یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې نه دي، بلکې زدهکوونکې، کارکوونکې، سوداګرې، میندې، ژباړونکې، ښوونکې او د ټولنې مشرانې دي او باید د هغو پروګرامونو په طرحه کې ونډه ولري چې د دوی د ملاتړ لپاره جوړېږي.
د راپور له مخې، د افغان ښځو د بریالي ادغام لپاره څو کلن او ښځینهمحور ملاتړ، د انګلیسي او ډیجیټلي زدهکړو اسانه پروګرامونه، د ماشومانو د پالنې خدمتونه، ترانسپورټ، د مسلکي اسنادو ارزونه، د مسلکي کار بازار ته د داخلېدو پروګرامونه، ثابت کور او د رواني روغتیا او قانوني مرستې خدمتونه اړین دي.
راپور د قانوني وضعیت ثبات هم مهم بولي او د امریکا د ښاري انسټیټیوټ یوې څېړنې ته په اشاره وايي، د افغان موقتي کډوالو په اسنادو کې تېروتنې، د ژباړې ستونزې، د کار اجازې ترلاسه کولو خنډونه او اوږدمهاله قانوني نامعلوم وضعیت ثبت شوی دی.
د بېځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، یوه ښځه هغه مهال نه شي کولای خپل تعلیم، مسلک او د کورنۍ راتلونکی په ډاډه زړه پلان کړي چې د هغې قانوني وضعیت لا هم نامعلوم وي.
راپور له حکومتي ادارو، ښوونځیو، کار ورکوونکو، مرستندویو بنسټونو، د کډوالو د بیا مېشتولو له ادارو او سیمهییزو ټولنو غواړي چې داسې اوږدمهاله ملاتړ ته پانګونه وکړي چې افغان ښځو ته له ساده راتګ څخه د ټولنې تر بشپړ غړیتوب او له ژوندي پاتې کېدو څخه تر ځانبسیاینې پورې د تګ زمینه برابره کړي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د بېځایه شویو کسانو په مشرۍ جوړ شوي بنسټونه ځانګړی اهمیت لري، ځکه دغه بنسټونه د بېځایه کېدو ستونزې د خپلو عملي تجربو له مخې درک کوي.
د بېځایه شویو نړیواله اداره چې په امریکا کې مېشته او د بېځایه شویو کسانو له خوا اداره کېږي، د خپلو اصلي پروګرامونو له ډلې د «ادغام او ځانبسیاینې» پروګرام لري چې د بیا مېشتو او انتقال شویو کسانو لپاره د زدهکړې، کار، حقوقي مرستې، رواني روغتیا او ټولنیزو اړیکو له لارې د خپلواک ژوند د جوړولو په برخه کې کار کوي.
د ادارې په وینا، ورته بېځایه شویو کسانو په مشرۍ پروګرامونه دوامدارې دولتي، خیریه او ټولنیزې مرستې ته اړتیا لري.
راپور ټینګار کوي چې د امریکا لپاره د افغان ښځو د هرکلي اصلي معیار یوازې دا نه دی چې څومره افغان ښځې دغه هېواد ته انتقال شوې دي، بلکې دا دی چې څومره یې د خپلواک ژوند د جوړولو، زدهکړې، کار او په ټولنه کې د بشپړې ونډې اخیستو فرصت ترلاسه کړی دی.
«موږ بېځایه شوې یو، خو ماتې خوړلې نه یو»؛ د راپور په وینا، د افغان ښځو د مقاومت او بیاځلي ژوند جوړونې تجربه باید د دې لامل شي چې د دوی پر وړاندې جوړښتي خنډونه له منځه یووړل شي، نه دا چې یوازې د هغوی پر زغم او مقاومت تکیه وشي.