• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان اسمان به د یکشنبې په ماښام د سپوږمۍ بشپړ نیونه«خسوف» ولري

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د افغانستان اسمان به د یکشنبې په ماښام د سپوږمۍ بشپړ نیونه «خسوف»لرونکی وي. د نسا ادارې د معلوماتو له مخې، دا نادره اسماني پېښه به نه یوازې په افغانستان، بلکې د اسیا، اروپا، افریقا او استرالیا په ډېرو برخو کې هم ولیدل شي، خو د امریکا په ډېری سیمو کې به د لیدو وړ نه وي.

د«ټایم اینډ ډیټ» ویبپاڼې د مهالویش له مخې، په افغانستان کې به دا سپوږمۍ‌ نیونه د ماښام په ۷:۵۸دقیقو پیل شي او تر شاوخوا ۱۰:۴۱بجو پورې به سپوږمۍ په بشپړ ډول د ځمکې په سیوري کې پټه وي.

دا حالت به څه باندې یو ساعت او ۲۲دقیقې دوام وکړي او سپوږمۍ به په دې موده کې سور رنګه ښکاري.

د نسا کارپوهان وايي، د سپوږمۍ دا سور رنګ د لمر د وړانګو د ځمکې د فضا له لارې د تېرېدو پایله ده.

په دې بهیر کې د لمر نیلي وړانګې خپرېږي او یواځې سرې وړانګې د سپوږمۍ سطحې ته رسېږي.

نسا ټینګار کړی، چې د دې پېښې ننداره د سترګو لپاره هېڅ زیان نه لري او د لمر نیونې په څېر د ځانګړو حفاظتي عینکو اړتیا نه شته. له همدې امله، د افغانستان خلک کولای شي د دې اسماني ښکلا ټول پړاوونه په خپلو سترګو خوندي ډول وګوري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

کابل به سبا پر «برېښنا انرژۍ» د پانګونې د دوه ورځني کنفرانس کوربه وي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۱

سبا به په کابل کې د برېښنا انرژۍ پر تولیدي چارو د پانګونو لپاره یو لوی دوه ورځنی کنفرانس پیل شي. د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په دغه کنفرانس کې به د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړۍوالو بنسټونو غړي، ملي او نړۍوال پانګوال ګډون ولري.

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په دغه کنفرانس کې چې د برېښنا شرکت په نوښت پیلېږي په برېښنا سکټور کې شته فرصتونه، ننګونې او حل لارې د کنفرانس له ګډونوالو سره شریکې او همداراز به د برېښنا ثبات په برخو کې کارنده ګامونه پورته شي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې به د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړۍوالو بنسټونو غړي، ملي او نړۍوال پانګوال، د طالبانو د دولتي ادارو استازي او خصوصي سکتور فعالان ګډون ولري.

د سرچینې په وینا، دغه کنفرانس، چې په پايله کې به یې د پانګونې فرصتونه، ننګونې او حل لارې په ګوته شي،

د برېښنا شرکت وايي، «د دغه کنفرانس له لارې به د ملي او نړۍوالو پانګوالو، ملي او تجارتي بانکونو او همداراز پانګوالو تر منځ همغږي رامنځته شي، څو په برېښنا سکتور کې شته ستونزې وپېژندل شي او د تولید، لېږد او وېش برخو ته د لویو پانګونو زمینه برابره شي.»

د پوهنتون ځینې استادان او د اقتصادي چارو شنونکي وايي، له برېښنا سکتوره ملاتړ او د پانګونو جلب کنفرانس به نه يوازې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره نوې لارې او فرصتونه پرانیزي، بلکې د سیمه‌ييزو هېوادونو ترمنځ به د همکارۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

دغه هڅې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ډېریو ولایتونو او په ځانګړي توګه د کابل په ګډون د لویو ښارونو اوسېدونکي د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت لري او وايي، سره له دې چې برېښنا نه لري، خو بیا یې هم بېلونه لوړ راځي.

د افغانستان برېښنا تر نیمايي ډېره یې وارداتي ده او له منځنۍ اسیا او ایرانه تمویلېږي.

یمن کې د ایران اړوند د کپتاګون د تولید فابریکه کشف او ضبط شوې ده

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۱

د یمن کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې د ایران اړوند یوه داسې فابریکه ضبط کړې، چې د نشه‌ يي تابلیتونو د تولید لپاره جوړېده.

د یمن د کورنیو چارو وزیر ابراهیم علي احمد حیدان د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴مه ) د «الحدث» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، د یمن امنیتي ځواکونو یو سوریایي او یو لبنانی وګړی نیولي، چې هڅه یې کوله په یمن کې د کپتاګون تولید یوه فابریکه فعاله کړې.

هغه ټینګار کړی، چې دا هڅې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم د سقوط سره تړاو لري.

وزیر ویلي چې د دغو فعالیتونو موخه د نشه‌ يي موادو د قاچاقي شبکو پراخول او د سیمې بې‌ثباته کول دي.

د «یمن انلاین» ویب‌ پاڼې د زمري په ۱۳مه راپور ورکړی و، چې د نشه‌ يي موادو په وړاندې په عملیاتو کې له ۱.۵ میلیونه ډېر د کپتاګون تابلیتونه نیول شوي او دا ښيي چې د سوریې څخه یمن ته د نشه‌ يي موادو د قاچاق لارو کې ستراتیژیک بدلون راغلی.

په راپور کې ویل شوي، چې نیول شوي توکي په یوه یخچال لرونکي لارۍ کې ځای پر ځای شوي وه، چې د حوثیانو تر واک لاندې صنعا څخه سعودي عربستان ته روانه وه.»

اصف دراني: ټي ټي پي د افغان طالبانو ایډیالوژیکي تره زامن دي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په ځانګړې مرکه کې افغان طالبان د پاکستان له طالبانو سره د «ایډیالوژۍ» له اړخه د تره زامن بللي دي. اصف دراني زیات کړې، افغان طالبان د «پښتونولۍ» له امله د «ټي ټي پي» مشران اسلام اباد ته نه سپاري.

د دغه پاکستاني پخواني ډيپلوماټ په وینا، د ټي ټي پي جنګیالي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له افغان طالبانو سره اوږه په اوږه جنګېدل او همداراز د استراحت لپاره یې هغوی ته پناه ورکوله.

اصف دراني همداراز ویلي، دمګړۍ د پاکستاني طالبانو شاخوا ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې دي او له کورنیو سره یې شمېر لسګونه زرو ته رسېږي.

دراني خبرداری ورکړی، چې د پاکستان دولت به پاکستاني طالبان په نښه کړي او جنګیالي به یې چې «هر چېرې وي» تعقیبب او لمنځه یوسي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال د افغانستان پر ختیځو ولایتونو پاکستان ته د منسوبو هوايي بریدونو په تړاو له اصف دراني پوښتنه وکړه، خو دراني دغې پوښتنې ته له ځواب ورکړې ډډه وکړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۴ منډو په توپير ماتې ورکړه

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله څلورمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغانستان به د یکشنبه په ورځ د پاکستان لوبډلې سره د لوبلړۍ وروستی لوبه ترسره کړي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د څلورمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ملي لوبډلې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې توپوهونکي ابراهیم ځدران ۴۸ او رحمان الله ګربز ۴۰ منډې جوړې کړې.

متحده عربي اماراتو د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې او د ۴ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د همدې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د پاکستان لوبډلې سره تر سره کړي.

د ملک سلمان بنسټ په ننګرهار کې د سترګو پر ناروغیو د اخته زرګونه کسانو درملنه وکړه

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۱

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت وايي، چې د ملک سلمان بنسټ د ننګرهار په مرکز «جلال اباد» کې په وړیا توګه د سترګو پر ناروغیو اخته کسانو د درملنې دویم پړاو پای ته ورساوه. په دغو درملیزو خدماتو کې د سترګو معاینه، د درملو او عینکو ورکړه او د جراحۍ عملیات شامل وو.

په دغه پړاو کې ۵ زره او ۲۲ کسان معاینه او درمل ورکړل شوي او د ۴۰۵ ښځینه او نارینه ناروغانو د سترګو د جراحۍ عملیات ترسره شوي او همداراز د سترګو ۶۰۰ ناروغانو ته چې په لید کې یې ستونزې درلودې عینکې ورکړل شوي دي.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) پر اېکس خواله رسنۍ ویلي، دغه خدمات د «نور سعودي» پروګرام له لوري او د ملک سلمان او د البصر خیریه مرستندویه بنسټونو په همکارۍ وړاندې شوي دي.

طالبانو د روان کال په غبرګولي میاشت کې اعلان وکړ، چې د ملک سلمان بنسټ په دوو اونیو کې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د سترګو پر ناروغیو ۱۲ زره اخته کسانو ته خدمات وړاندې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د امریکا او نورو هېوادونو د بشري مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې په بېلابېلو څانګو کې روغتیايي مرکزونه وتړل شول او ملګرو ملتونو په وار وار د دغه وضعیت د راتلونکو ناوړه پایلو په تړاو خبر داری ورکړی دی.