درې اړخیزه لوبلړۍ؛ افغانستان د لوبې پچه وګټله او لومړی توپ وهنه کوي

د درې اړخیزې لوبلړۍ په شپږمه لوبې کې نن د افغانستان کرېکت ملي لوبډلې د لوبې پچه وګتله او د متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې توپوهنه کوي. افغانستان په یاده لوبلړۍ کې تردې مهاله درې لوبې کړې، چې دوه لوبې یې ګټلي او یوه لوبه یې پاکستان ته بایللي ده.