د واشنګټن د نوي سیاسي فشار اعلان؛ د امریکايي د بندي کولو په بدل کې سخت بندیزونه لګول کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورخ یو داسې اجراییوي فرمان لاسلیک کړ چې لهمخې یې واشنګټن ته لاره پرانېستل کېږي څو پر هغو هېوادونو چې امریکایان په کې بندیان دي تر سختو فشارونو، بندیزونو او محدودیتونو لاندې راشي. دې هېوادونو کې افغانستان، چین او ایران هم شامل دي.
