پېښور ته د جعفر اېکسپرېس رېلګاډي هر ډول تګراتګ بند شو

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ پېښور ته د جعفر اېکسپرېس اورګاډي پر هر ډول تګراتګ بندیز لګېدلی دی. دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه رېل ګاډی له کوم ډول ګواښونو سره مخ دی، خو تر دې وړاندې بلوڅ بېلتونپالو په بلوچستان کې پر دغه رېل ګاډي وسلهوال برید کړی و.