پوتین وايي په اوکراین کې هر ډول بهرنی یا لوېدیځ پوځي ځواک به د روسیې مشروع هدف وي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ وویل، که هر لوېدیځ هېواد اوکراین ته پوځیان واستوي، نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د فرانسې په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو اوکراین ته د امنیتي تضمیونو د چمتو کېدو خبرداری ورکړی دی.