• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له بندخونو روایتونه: د طالبانو نارینه او ښځينه کارکوونکي دواړه یې بې رحمه دي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

یوه ښځه او یو نارینه چې شاوخوا دوه کاله مخکې د طالبانو له لوري د بېلابېلو تورونو له امله له کابل او پروان ولایتونو نیول شوي و، د طالبانو په ځانګړې توګه د دغې ډلې د استخباراتو په زندانونو کې د ډول ډول شکنجو په تړاو بوږنونکې کیسې لري.

یوه له دغو، د بشري او د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي ده. هغې د شنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) د مقاومت جبهې له لوري په اېکس پاڼه کې په یوه جوړ شوي سپېس کې وویل، چې د ښځو د حقونو او عدالت غوښتنې په تړاو له څه باندې دوو کلونو مبارزې وروسته، بالاخره د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۵مه په کابل کې د خپل کور مخې ته یې په شخصي موټرو کې د سپرو طالبانو له لوري ونیول شوه، په داسې حال کې چې هېڅ ښځه ورسره نه وه.

ژولیا پارسي د اعتراض پر مهال
100%
ژولیا پارسي د اعتراض پر مهال

ژولیا پارسي وايي، «زه د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۵مه افغان ښځو ته د عدالت غوښتنې په جرم ونیول شوم، متاسفانه دا د طالب له نظره ډېر لوی جرم دی او بیا یې بندي کړم.»

د نوموړې په وینا، د لارې په اوږدو کې په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې وې، یو ځای موټر ودرول شو او یو طالب یې تر څنګ کېناست او له وهلو ډبولو سره یې غوښتل، چې د موبایل پسورډ ترې واخلي.

ژولیا پارسي وايي: «د لارې په اوږدو کې د وزیراکبرخان په سیمه کې موټر ودرول شو او یو طالب زما څنګ ته کېناست او راته یې ویل، د موبایل پسورډ راکړه، ما پسورډ نه ورکاوه، ما ورته وویل، تاسو د مسلمانۍ په اړه خبرې کوئ او ښځې له محرم پرته بهر نه پرېږدۍ نو ته یو نامحرم ولې زما په لاسونو او ځان لاس وهې او بیا مې همداسې چیغه کړه او طالب بیا رانه ښکته شو او یو بل ته یې سره ویل چې ۴۰م ریاست ته یوسئ.»

د نوموړې په وینا، کله چې ۴۰م ریاست ته ولېږدول شوه، نو ۷ ښځینه کارکوونکې راغلې او له سپکو سپورو ویلو او وهلو ډبولو وروسته یې ترې د موبایل پسورډ واخیست او شاوخوا ۲۲ ورځې یې بیا ټولې ټولنیزې پاڼې په ۲۴ ساعته ډول انلاین وې.

ژولیا زیاتوي: «۴۰م ریاست ته په رسېدو سره ۷ ښځې راغلې چې د ښځينه برخې کارکوونکې وې، تاسو باور وکړئ چې دوی له طالبانو ډېرې ظالمانې وې او زه یې بیا یوه تشناب ته بوتلم او هلته یې له وهلو او ډبولو وروسته پر دې وګواښلم چې که د موبایل پسورډ ورنکړم، نو لوڼې به مې هم دلته راولي. بیا له دې وېرې اړه شوم چې پسورډ ورکړم.»

ژولیا پارسي وايي، ۴۱ ورځې په انفرادي بندخونه کې ساتل کېده او ورسره جوخت له دې خبره شوه چې تنکی ځوان زوی یې هم په دې جرم چې په یادو اعتراضونو کې له خپلې مور سره و، نیولی وو.

دا زیاتوي، «ما خو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی و، خو زوی مې هېڅ ګناه نه درلوده او هغه یې په دې جرم نیولی و چې مور دې معترضه ده.»

د نوموړې په وینا، طالبانو د دې له موبایله کورني عکسونه کاپي کړي وو او پر دې یې ګواښله که چېرې د دوی په خوښه جرمونو اعتراف ونه کړي، نو هره ورځ به یې یو کورنی عکس په ټولنیزو شبکو کې خپور کړي.

ژولیا پارسي همداراز زیاتوي: «زما له موبایله یې کورني عکسونه کاپي کړي و او ګواښلم یې چې که څه چې دوی وايي اقرار ونکړم، نو هره ورځ به یو عکس په ټولنیزو شبکو کې خپروي او ورسره به لیکي چې د بداخلاقۍ په تور بندي ده، نه ده اعتراضونو په تور.»

ژولیا د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي، دغې ډلې له وهلو ډبولو او سپکو سپورو سربېره د شپې له خوا یې پر سر اوبه وراچولې، له چته به یې راځوړندوله، پر سر به یې پلاستیکي خلطې وراچولې او بیا یې سر د اوبو په سلطل کې ښکته کاوه.

د نوموړې په وینا: «د طالبانو ډلې نارینه او ښځينه کارکونکې دواړه رحم نه لري» او دا بالاخره له ۳ میاشتو له بندخونې خوشې شوه او له څه مودې وروسته له افغانستانه پر وتلو بریالۍ او اوس په یوه بل هېواد کې ژوند کوي.

په دغه سپېس کې، په مستعار نوم سهراب شمال چې د مقاومت ډلې د غړیتوب په تور د طالبانو په استخباراتو او بګرام زندانونو کې شاوخوا یو کال بندي و، وویل چې له وهلو ډبولو او سپکو سپورو سره سره یې ان د پښو نوکان هم پرې اېستل شوي دي. هغه زیاتوي، چې د ۱۴۰۲ کال په روژې میاشت کې د پروان ولایت له یوې ولسوالۍ ونیول شو او په لاره کې د وهلو ډبولو په وسیله یې د کابل شش درک (د طالبانو استخباراتي ادارې) ته لېږدولی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو هېڅ داسې اسناد نه درلودل چې ثابته کړي د مقاومت غړی و، نو په وینا یې هر هغه چا چې د دوی په خوښه اعتراف نه کاوه، تر نورو به ډېر وهل کېده او له ډول ډول شکنجو سره به مخ و.

نوموړی د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي، دغې ډلې په پیپ او کېبلونو او همداراز سوکانو او لغتو سربېره پر سر پلاستیکي خلطې کش کولې، په ستوڼي کې یې د اوبو پیپونه نیول، برقي شوک یې ورکاوه او د پښو نوکان یې اېستل.

د نوموړي په وینا، په دغو زندانونو کې ځينې طالبان د لواطت او فلسطین ته د تللو د هوډ په جرمونو هم بندیان وو، خو هېڅکله هم نه دي شکنجه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د طالبانو په بندخونو کې د بندیانو د وضعیت په تړاو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې په ځینو حالاتو کې ځینې بندیان په ډېر بد حالت کې له بندخونو ازاد شوي دي.

له دې سره، د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.

د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.

د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.

له دې سره، څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

له اسراییل سره د لوېدیځې غاړې د یو ځای کېدو په صورت کې به امارات له ابراهیم تړون څخه ووځي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یوې سرچینې ویلي، چې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له ابراهیم تړونونو څخه د وتلو او له اسراییل سره د لوېدیځې غاړې د یوځای کېدو په صورت کې د عادي کولو بهیر دایمي لغوه کولو په اړه خبرې کړي دي.

سرچینې کان نیوز اسراییلۍ شبکې ته ویلي، چې د امارتو ولسمشر او د سعودي ولیعهد په خپله وروستۍ لیدنه کې هوکړه کړې، چې که اسراییل لوېدیځه غاړه د خپلې خاورې برخه وګرځوي، نو دوی به پرې سخت غبرګون وښيي.

سرچینې زياته کړې، که اسراییل پر لوېدیځې غاړې حاکمیت ولګوي، ابوظهبي به د ابراهیم تړون پر وتلو غور وکړي.

د سرچینې په خبره، سعودي‌ عربستان خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدام به له اسراییل سره د راتلونکو اړیکو د عادي کولو لپاره ټولې دروازې وتړي.

د وږي په ۱۲مه د اسراییل د مالیې وزیر او د دغه هېواد د یوه افراطي ښي اړخي ګوند غړي بزالل اسموتریچ اعلان وکړ، چې د لوېدیځې غاړې د ځينو برخو د یو ځای کېدو لپاره پلانونه چمتو کېږي.

لوېدیځه غاړه هغه سیمه ده، چې فلسطینیان غواړي د خپل راتلونکي خپلواک دولت لپاره یې پلازمېنه ونوموي.

د ګیلاني کورنۍ د ابراهیم ګیلاني د نیولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

د پارلمان پخواني غړي سید اسحاق ګیلاني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د ابراهیم ګیلاني د نیولو ادعا رد کړه. د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند د ابراهیم ګیلاني په لاسلیک په یوه تعهد لیک کې د هغه د نیولو خبر ورکړی وو.

د ابراهیم ګیلاني ورور سید اسحاق ګیلاني افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل د پغمان ولسوالۍ په یوه غونډه کې د پيغمبر د میلاد د لمانځنې مراسم ترسره شوي و.

ګیلاني وویل، چې د امربالمعروف وزارت مامورینو د مراسمو وروسته له ابراهیم ګیلاني غوښتي، چې د دې ډول مراسمو د تر سره کولو لپاره باید له وزارت څخه اجازه واخیستل شي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي وو، چې د جمعې په ورځ یې د قادریه فرقه د کورنۍ مشر ابراهیم ګیلاني او د هغه یو شمېر ملاتړي نیولي دي.

د دې وزارت ویاند سېف خېبر پر ابراهیم ګیلاني په صوفیت کې د ناوړه استفادې تور پورې کړی او ویلي یې دي، چې دا کسان د دین تر پوښښ لاندې داسې کړنې کولې چې د شرعیت خلاف وې.

سید اسحاق ګیلاني د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف رییس په پغمان کې د پیغمبر د میلاد په مراسمو کې حاضر و.

هغه ټینګار وکړ، چې د هغه د ورور نیول ریښتیا نه دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وویل، چې د دوی دنده د ټولنې فکري او عقیدتي اصلاح ده ترڅو د ناسمو فکرونو او غلطو عقایدو خپرېدو مخه ونیسي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي: «هر مؤمن مسلمان مکلف دی چې ټولنه له هغو کړنو څخه وساتي چې د شریعت او د حنفي فقهې له اصولو سره په ټکر کې وي.»

همداراز دوی دا ادعا کړې: «افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ټول اوسېدونکي یې مسلمانان او د حنفي مذهب پیروان دي.»

خو دا ادعا د افغانستان د ټولنې له واقعي وضعیت سره سمون نه لري.

په دې هېواد کې د حنفي مذهب تر څنګ، د نورو اسلامي مذاهبو پیروان لکه شیعه، اسماعیلي او همداراز د نورو دینونو پیروان لکه هندو او سیکان هم ژوند کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ډلې ټول نور مذاهب له رسميت څخه غورځولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف ویاند سېف خېبر په اېکس پاڼه کې یو لیک خپور کړی، چې پکې ښودل شوي ابراهیم ګیلاني یو تعهد لیک لاسلیک کړی دی.

په دې لیک کې لیکل شوي: «زه ژمنه کوم چې هېڅ ډول منکرات او بدعتونه به نه کوم او خپل اعمال به د مقدس شریعت سره سم برابر کړم.»

ابراهیم ګیلاني همداراز ژمنه کړې: «که له دې ژمنې سرغړونه وکړم، د شکایت حق نه لرم.»

خو دا لا روښانه نه ده، چې طالبان د څه ډول شرایطو لاندې له دې دیني عالم څخه دغه تعهد اخیستی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت خبرداری ورکړی دی: «هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د مذهب یا تصوف تر نامه لاندې داسې کړنې ترسره کړي، چې له شریعت او قانون سره مخالفت ولري.»

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو ځینې کسان د سلفي‌ یا نورو داسې عقایدو د درلودو په تور ځورولي دي، چې له طالبانو سره توپیر لري. په ځینو سیمو کې خلک حتی مجبور شوي دي چې خپل مذهب بدل کړي.

ابراهیم ګیلاني څوک دی؟

سید محمد ابراهیم ګیلاني چې په «پیر ابراهیم بابا» مشهور دی، د صوفیه قادریه طریقې د مشر پیر سید احمد ګیلاني وراره دی.

د هغه نسب د اسلامي نړۍ له مشهور صوفي عبدالقادر ګیلاني (چې د پنځم او شپږم هجري پېړۍ (۴۵۶-۵۴۴ هـ ش / ۱۰۷۷-۱۱۶۶ م) یو نومیالی شخصیت و رسېږي او همدی د قادریه صوفي طریقې بنسټ‌ایښودونکی و.

د ابراهیم ګیلاني تره سید احمد ګیلاني د پخوانیو جهادي مشرانو له ډلې شمېرل کېږي.

هغه د ملي وحدت حکومت پر مهال د عالي شورا د سولې رییس و او د ۱۳۹۵ کال د سلواغې میاشت کې وفات شو.

له دې وړاندې هم په ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په میاشت کې طالبانو ابراهیم ګیلاني په پکتیا ولایت کې نیولی و.

احمد مسعود: طالب به د افغانستان په راتلونکي کې هېڅ ځای ونه لري

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۳ GMT+۱

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود نن (شنبه د وږي ۱۵مه) د دغې ډلې له لوري په اېکس پاڼه کې په یوه سپېس کې وویل، طالبان هېڅ اسلامي، ملي او نړۍوالو اصولو ته ژمن نه دي او په وینا یې دغه ډله باید په هېڅ ډول د افغانستان په راتلونکي کې ځای ونه لري.

احمد مسعود په دغه سپېس کې په خپلې شاوخوا ۴۰ دقیقه یي وینا کې په ډاګه وویل، طالبان هېڅ اسلامي، ملي او نړۍوالو اصولو ته ژمن نه دي او پر وړاندې یې باید په یووالي سره مبارزه وشي. هغه زیاته کړه، طالبان د دین، افغانستان او ټولو پرګنو استازولي نه کوي.

مسعود همداراز زیاته کړه: «طالب باید په هېڅ ډول سره د افغانستان په راتلونکي کې ځای ونه لري، طالب زموږ د راتلونکي استازولي نه شي کولی او موږ باید خپل راتلونکی په خپله وټاکو. که چېرې په همدې موخه مو دغه کار وکړ، نو حالات بدلېږي.»

احمد مسعود وايي، د دغه بدلون لپاره ختیځ او لوېدیځ ته هېڅ اړتیا نشته، بلکې په خپله افغانان د طالبانو رېښې باسي او په وینا یې طالبان په یو ډول سره پر ټول افغان ولس ظلم کوي او دا چې مقاومت ډله ولې تر اوسه خپلو موخو ته نه دي رسېدلي وايي: «ځکه په خواشینۍ سره چې موږ د طالبانو په باطل دور کې لوېدلي یو، اختلاف رامنځته کړه او حکومت وکړه، موږ باید له دغه وضعیته ووځو، باید د هېواد د ازادۍ او د شرایطو د بدلولو لپاره سره په ګډه کار وکړو.»

د نوموړي په وینا، طالبان خپل مخالفین په بېلابېلو قومي رنګونو رنګوي او ورسره حساسیتونه راپاوري او زیاتوي: «طالبان په لومړي سر کې د برهان الدین رباني دولت ته «شرو فساد» ویل، بیا یې د لومړي مقاومت پر مهال د پاکستان په مرسته د «شمال اتحاد» نوم ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوريت ته یې د «کابل اداره» ویله او اوس بیا د مقاومت جبهو ته د «باغيانو» نوم ورکوي، په داسې حال کې چې په خپله دوی باغیان دي، ځکه د استاد رباني پر وړاندې ودرېدل.»

احمد مسعود په دغه سپېس کې څرګنده کړه، چې طالبان د افغان ولس پر وړاندې هر ډول جنایت کمزوری او یا د یوه فرد عمل ګڼي، خو ده زیاته کړه: «په افغانستان کې د ټولو ترسره شویو جنایتونو مسوولیت له هبت‌الله څخه تر عادي طالبه پر ټولو دی.»

احمد مسعود طالبان له بهرنیو اجنډاوو برخمن او مزودر ګڼي، خو د خپلې مبارزې د کرښو په تړاو وايي: «د طالبانو له ټولو جنایتونو او فجایعو سره زموږ مبارزه له طالب او له طالبه د نفرت لپاره نه ده، بلکې له ازادۍ سره د مینې، د دین په ګډون د یو لړ اصولو لپاره ده او خپلو اصولو ته ژمن یو، موږ د طالب په څېر نه یو.»

د نوموړي په وینا، اوس د ظلم او ازادۍ تر منځ غوراوی دی او له افغانانو پرته هېڅوک نشي کولی هېوا ازاد کړي او دا یوازې د جبهاتو مسوولیت نه دی، بلکې باید په دې کې ټول افغانان ونډه ولري.

احمد مسعود په دغه سپېس کې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې په ایران کې د تهران په منځګړیتوب د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د خپلې لیدنې د جزییاتو په وړاندې کولو سره وویل، په یاده لیدنه کې امیرخان متقي کابل ته د ورتګ بلنه ورکړه او ورته یې ویلي وو، چې د اشرف غني د حکومت پر مهال هم مخالف وې، اوس هم د مخالف په صفت کابل ته ورشي.

نوموړی وايي، چې متقي ته یې په هغه وخت کې ویلي: «ما او غني له تفاوتونو سره سره په یوې مسالې توافق درلود، هغه دا چې واک ته د رسېدو څرنګوالی و، چې هغه حاکم وي او زه اپوزسیون له داسې مجرا باید وشي چې ټولو خواوو ته د منلو وي. هغه ته ټاکنې وايي او هغه د خلکو له لوري ترسره کېږي، که چېرې دا منې نو راځه چې د خلکو رایو ته مخه کړو، هغه راته وویل، په اسلام کې ټاکنې ځای نه لري.»

د نوموړي په وینا، د طالبانو له لوري د مقاومت ډلې نیول شوي کسان تري تم کېږي او زیاتوي، چې طالبان په دې برخه کې هېڅ ډول اصولو ته ژمن نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې تر دې وړاندې ویلي و، چې د طالبانو د حاکمیت دوام به د ګاونډیانو په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ وي. دغې جبهې همداراز زیاته کړې وه، چې طالبانو د تکفیري مدرسو په جوړولو او په افغانستان کې ترهګرو ته په ځای ورکولو سره د هېواد راتلونکی او له ګاونډیو سره اړیکې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د مقاومت جبهې په ځلونو ټینګار کړی، چې د طالبانو ظلمونه او جنایتونه د دې لامل شوي، چې د ښځو د غورځنګونو په ګډون ډېر شمېر نظامي، سیاسي او مدني جریانونه په کور دننه او بهر کې د دې ډلې پر وړاندې رامنځته شي.

انورالحق احدي: په افغانستان کې اوسنی وضعیت د حکومت او ملت په ګټه نه دی

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱

د مالیې پخوانی وزیر او د افغانستان د اماني صندوق د بورډ غړی انوارالحق احدي وايي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د «حکومت، ملت او دولت» په ګټه نه دی او د افغانستان حالت تر پخوا ډېر کمزوری شوی. احدي وايي، نړۍوال له خپلو پرېکړو نه تېرېږي او طالبان اصلاحات نه راولي چې زیان یې ولس ويني.

د مالیې پخواني وزیر او د افغانستان د اماني صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي: «د نړۍوالو بندیزونو یو لامل دا دی، چې سیاسي بدلون یې په دې بڼه نه غوښت، بلکې د دوحې د موافقې پر بنسټ یې د بدلون هیله لرله.»

نوموړي ویلي، چې د افغانستان پر مرکزي بانک بندیزونو خصوصي بانکونه هم زيانمن کړي او نړۍوال بانکونه د زیان له وېرې له دوی سره معاملې نه ترسره کوي.

احدي زیاته کړې، چې په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه کمزوري شوي او کورنۍ پانګونه کمه شوې ده، چې له امله یې فقر اوج ته رسېدلی دی.

هغه ویلي: «که د افغانستان اقتصادي پالیسي بدله نه شي، له نړۍ سره زموږ اقتصادي او سیاسي اړیکې دواړه نه شي جوړېدلی.»

انوارالحق احدي وايي، طالبان باید نجونو ته د زده‌کړې او ښځو ته د کار اجازه ورکړي او ګډ حکومت جوړ کړي، تر څو د نړۍ په نظر کې بدلون راشي.

هغه ټينګار کړی، چې اوسنی حکومت باید خلکو ته ځواب ووايي.

د ښاغلي احدي په خبره، مخکې افغانستان په منځني ختيځ کې له پياوړو هېوادونو څخه وو؛ خو اوس مهال د کمزورو هېوادونو په نوملړ کې دی او ان له کمزورو هېوادونو هم د مرستې تمه لري.

نوموړی وایي، چې د اقتصادي ستونزو اصلي لامل د بانکدارۍ له لارې نه، بلکې په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو کموالی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي‌ مرستیال نن په یوه غونډه کې د نړۍوالې ټولنې له لورې پر افغانستان د مالي او بانکي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. برادر دا بندیزونه د سیمې او نړۍ په زیان ګڼلي.

طالبان په داسي حال کې د مالي او بانکي‌ بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي، چې افغانستان کې دا مهال میلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۹۷ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي، چې له امله یې ښځې او ماشومان اغېزمن کړي.

کارپوهان وايي، چې همدې پراخو بندیزونو ډېره کمه پایله ورکړې او ډېر مهال یې د واکمنانو پر ځای پر عامو خلکو اغېز کړی.

طالبان: په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې یو لک افغانان له ایران او پاکستانه ستانه شوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستانه ۱۰۷،۰۳۷ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې د دغو کورنیو شمېر ۱۷ زره او ۴۲۹ ته رسېږي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ستانه شویو افغان کډوالو سره یې نغدي، روغتیايي، ټرانسپورټي، اوبو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.

نوموړي خپل حکومت ته «د ملا صاحبانو» خطاب کړی او د شفاف سیسټم ادعا یې کړې ده.

هغه لیکلي: «له اقتصادي بندیزونو سره-سره، د دومره سخاوتمندانه نغدي مرستو وېشل یوازې د ملا صاحبانو په حکومت کې امکان لري.»

د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سره هم‌مهاله افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کډوالۍ له ژور او جدي ناورین سره مخ دی. که څه هم افغانان له پخوا راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کډوالېدو دغه کچه لا پراخه شوې ده.

د راپورونو پربنسټ؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانان بې‌ځایه شوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې په لوی شمېر کې یې وګړو (شپږ نیم مېلیونه کسانو) د پناه غوښتنې کړې دي.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې په لاس کې نشته، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څومره کسان له افغانستانه وتلي؛ خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳کال تر وروستیو څه باندې اته مېلیونه افغانانو د بېلابېلو لاملونو له کبله افغانستان پرېښی دی.
یاد سازمان ویلي، چې ډېری کسان د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې دوه مېلیونه افغان کډوال افغانستان ستانه شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د طالبانو حکومت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له افغانستانه د افغانانو له وتلو سره هم‌مهاله ډېری افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي هم دي، چې شمېر یې څه باندې اته مېلیونو ته رسېږي.
ملګري ملتونه وايي، ډېری ستنېدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنېږي چې هغوی د بې‌کارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی توهین او تحقیروي. په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او بې‌ځایه یې لالهانده کوي او له دوی بډې اخلي.

په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د زده‌کړو، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه‌شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي. تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي کولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږې لاسباړې په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یو وخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته اېستل کېږي. هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمېږي؛ نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نه‌دی پوره.
له بل پلوه له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې بیا د پاکستان حکومت د ویزو د تمدیدېدو لړۍ هم درولې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ویزې نه‌لري او هره ورځ ځینې یې د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، چې افغانستان ته د دوی بېرته ستنېدل به د دوی «د مرګ په معنا» وي.