د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ستانه شویو افغان کډوالو سره یې نغدي، روغتیايي، ټرانسپورټي، اوبو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.
نوموړي خپل حکومت ته «د ملا صاحبانو» خطاب کړی او د شفاف سیسټم ادعا یې کړې ده.
هغه لیکلي: «له اقتصادي بندیزونو سره-سره، د دومره سخاوتمندانه نغدي مرستو وېشل یوازې د ملا صاحبانو په حکومت کې امکان لري.»
د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سره هممهاله افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کډوالۍ له ژور او جدي ناورین سره مخ دی. که څه هم افغانان له پخوا راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کډوالېدو دغه کچه لا پراخه شوې ده.
د راپورونو پربنسټ؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانان بېځایه شوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې په لوی شمېر کې یې وګړو (شپږ نیم مېلیونه کسانو) د پناه غوښتنې کړې دي.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې په لاس کې نشته، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څومره کسان له افغانستانه وتلي؛ خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳کال تر وروستیو څه باندې اته مېلیونه افغانانو د بېلابېلو لاملونو له کبله افغانستان پرېښی دی.
یاد سازمان ویلي، چې ډېری کسان د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې دوه مېلیونه افغان کډوال افغانستان ستانه شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د طالبانو حکومت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له افغانستانه د افغانانو له وتلو سره هممهاله ډېری افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي هم دي، چې شمېر یې څه باندې اته مېلیونو ته رسېږي.
ملګري ملتونه وايي، ډېری ستنېدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنېږي چې هغوی د بېکارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.
په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو لهخوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی توهین او تحقیروي. په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او بېځایه یې لالهانده کوي او له دوی بډې اخلي.
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د زدهکړو، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نهشته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي. تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي کولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږې لاسباړې په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یو وخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو لهخوا ځورول کېږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته اېستل کېږي. هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمېږي؛ نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نهدی پوره.
له بل پلوه له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې بیا د پاکستان حکومت د ویزو د تمدیدېدو لړۍ هم درولې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ویزې نهلري او هره ورځ ځینې یې د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، چې افغانستان ته د دوی بېرته ستنېدل به د دوی «د مرګ په معنا» وي.