• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ګرمسیر ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونې د زده‌کړو پر بندیز خواشینې دي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د هېواد په ګرمسیرو ولایتونو کې د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) نوی ښوونیز کال پیل شو، خو هغه زرګونه نجونې چې درې میاشتې مخکې له شپږم ټولګي څخه اووم ټولګي ته په بریالیتوب تللي نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

په ګرمسیرو ولایتونو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو، چې په زرګونه هغه نجونې چې تېر کال شپږم ټولګی یې په بریالیتوب سره پای ته رسولی نور د زده کړو د دوام حق نه لري او په کور کېنول شوې.

نن (شنبه) په کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، لغمان، ننګرهار او ګڼو نورو ګرمسیرو ولایتونو کې د ۱۴۰۴هجري شمسي نوی ښوونیز کال پیل شو، خو د زرګونو نجونې د زده کړو د مزل ور بند شو.

نن زرګونه هلکانو له درې میاشتنیو رخصتیو وروسته په نویو ټولګیو کې زده کړې پیل کړې، خو زرګونه هغه نجونې چې تر درې میاشتو وړاندې یې ښوونځي ته د تګ اجازه لرله نور یې نه لري.

د احمدشاه په نوم د کندهار یو اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د زده کړو په اړه د طالبانو دوه ګوني چلند د زرګونو نجونو راتلونکی په تیاره بدل کړی.

نوموړی وایي:«درې اولادونه مې په ښوونځي کې دي، دوه زامن چې په لسم او یولسم ټولګي کې دي نن ښوونځي ته لاړل، خو لور مې چې شپږم ټولګي کې وه او سږکال یې باید په اووم ټولګي کې زده کړو ته دوام ورکړی وای هغه نوره په کور کې زندانې شوه. ماته نن ځان ډېر بې وسه ښکاري ځکه د لور د زده کړو لپاره مې هېڅ نه شم کولای.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه چې له دې سره په افغانستان کې نږدې درې میلیونه نجونې او ښځې له لوړو زده کړو بې برخې کړي دي.

د کندهار اوسېدونکې اسما چې تازه یې شپږم ټولګی بشپړ کړی او نن یې باید د زده کړو د دوام په موخه په اووم ټولګي کې زده‌کړې پیل کړې وای وايي:«درې میاشتې وړاندې چې مو کله کلنۍ ازمینې ورکولي ډېره خفه وم، ځکه زه پوهېدم چې نور نو ښوونځي ته نه شم تللی. زه اوس یوازې د کلي مدرسې ته ځم، ما چې کومې هیلې لرلې نور باید د هغه هیلو په اړه فکر ونه کړم.»

د کندهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال د پیل لپاره مراسم نه دي نیول شوي او نه هم طالبانو په ښوونځیو کې د نویو شاملیدونکو زده کوونکو د شمېر په اړه څه ويلي دي.

د بشري حقونو سازمانونه د تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه نیوکې کوي، خو طالبانو په ځلونو ویلي، چې د نجونو د زده کړو لپاره د طرحې پر جوړولو بوخت دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ملابرادر: نړیواله ټولنه دې پر افغانستان مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر نړیوالې ټولنې او هېوادونو غږ کړی، چې پر افغانستان لګیدلي مالي او بانګي محدودیتونه دې پای ته ورسوي. هغه وویل:« دا محدودیتونه نه یوازې دا چې زمونږ په ګټه نه دي بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم نه دي.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه (د وږي ۱۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر په کابل کې د پانګونې د جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د خپلې وینا پرمهال وویل چې مالي او بانګي محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جذب پر بهیر ناوړه اغېز کړی.

ملا برادر همدراز زیاته کړه افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو درلودلو له امله غني هېواد بلل کېږي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، د کنفرانس موخه د افغانستان د برېښنا په سکټور کې د پانګونې وړتیا او موجودو فرصتونو معرفي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو دوامدار جذب، د ستونزو پېژندنه او د مناسب حللارو وړاندې کول و.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پخواني جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، نړۍ پر افغانستان مالي او بانکي بندیزونه ولګول او د هېواد شتمنۍ یې کنګل کړې.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو کچه بې‌سارې لوړه شوې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لیکلي چې له پاکستان نه د ثبت ثبوت‌لرونکو افغان کډوالو ایستلو بهیر چټک شوی دی. په جبري توګه ایستل ۱۹۱ سلنې او په خپله خوښه بیا ۲۵۴ سلنې ته لوړه شوې ده. ۵۵ زره افغانان یوازې د اګسټ په وروستیو څلورو ورځو کې افغانستان ستانه شوي دي.

ډان ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا UNHCR د راپور له‌مخې لیکي، د روان کال د په اګسټ میاشت کې له پاکستان نه د افغانانو ستنېدل د جولای پرتله ۲۵۴ سلنه ډېر شوي دي.

د ورځپاڼې په حواله، د افغان کډوالو په زور شړل (deportations) ۱۹۱ سلنه ډېر شوي چې دا له پاکستان نه د غیرقانوني وګړو د ایستلو پلان (IFPR) د درېیم پړاو برخه ده.

له اپرېل راهیسې شاوخوا ۵۷ زره او ۳۰۰ افغانان نیول شوي او زنداني شوي چې دPoR کارټ‌لرونکي افغانان هم په‌کې شامل دي.

د راپورونو له مخې، د سپټمبر تر ۴مې نېټې پورې ۵۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستان نه ستانه شوي دي. ۱۴۵ زره او ۲۰۰ یې یوازې د اګسټ په میاشت کې او نږدې ۵۵ زره یې د اګست په وروستیو څلورو ورځو کې ستانه شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا افغانان دبلوچستان په چاغي کمپ، پښین او اسلام‌اباد کې نیول شوي دي.

طالبان وايي د جرمني د سولې کلي مرستندویه بنسټ له سرې میاشتې سره ۲۰ زره یورو مرسته وکړه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د جرمني سولې کلي مرستندویه بنسټ په افغانستان کې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره ۲۰ زره یورو مرسته وکړه چې سخت سوځېدلي او یا د هډوکو ناروغي ولري.

د اعلامیې له‌مخې، د جرمني د سولې کلي مرستندویه بنسټ پلاوي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور ته ۲۰ زره نغدي یورو ورکړې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، دا مرستې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره دي چې سخت سوځېدلي او یا د هډوکو ناروغي ولري.

د دې بنسټ پلاوي همداراز ویلي چې دوی له افغانانو سره مرستې او لاسنیوي ته ژمن دي.

ایرانۍ رسنۍ وايي د تهران ښاروالي د ایراني صفاکارانو د جذب په برخه کې ناکامه شوې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

ګڼ شمېر افغان کارګران چې د تهران ښاروالۍ په خدماتي برخه کې یې کار کاوه او په وروستیو وختونو کې د ایران حکومت وشړل، د تهران ښاروالۍ هڅه وکړه، پر ځای یې د معاشونو لوړولو له لارې ایراني صفاکاران جذب کړي، خو د دغه هېواد رسنیو ویلي چې دا طرحه په عمل کې ناکامه شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دې خدماتي ځواک لویه برخه چې مخکې یې د ښاروالۍ د قراردادیانو په صفت کار کاوه هغه افغانان وو چې اوس له ایرانه وتلي او یا په ډله‌ییز ډول شړل شوي دي.

«آنا» خبري اژانس ویل چې د کارګرانو دا ناڅاپي ګوښه کول د تهران ښار خدماتي سیسټم له جدي ستونزو سره مخامحخ کړی دی.

یاد اژانس لیکلي، د وضعیت ښه کېدو لپاره د تهران ښاروالۍ اعلان وکړ چې تر لس زره ډېر ایراني کارګران تر ۲۰ میلیونو تومانو په لوړ معاش ګوماري، خو دې کار ته چا زړه ښه نه‌کړ او دا طرحه په عمل کې ناکامه شوه.

د تهران ښاروال علي رضا زاکاني ویلي چې د صفاکارانو کمښت د افغان کارګرانو د شړلو پایله ده.

په ورته وخت کې د تهران ښاروالۍ د شورا مرستیال پروېز سروري ویلي چې ښاروالي د ایراني کارګرانو د جذب لپاره د بودجې بیا کتنې ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې د افغان کارګرانو ناڅاپي ایستل د خدماتي سیسټم پر مالي او عملي برخو د پام اغېز کړی دی.

ایران په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره افغان کډوال له هېواده شړلي دي. د ایران د رسنیو د راپورونو له‌مخې، د تهران ښاروالۍ د صفاکارانو ډېره برخه هغه افغان کډوال وو چې په دغهښار کې اوسېدل.

امرالله صالح: د پاکستان د ترهګرۍ ضد ستراتیژي بې معنا ده

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستاني طالبانو د لمنځه وړلو په اړه د اسلام اباد د دریځ په تړاو له څرګندولو وروسته د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه بې معنا ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په ځانګړې مرکه کې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو سره د «ایډیالوژۍ» له اړخه د تره زامن بللي وو.

خو امرالله صالح یې په ځواب کې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، افغان طالبان د راولپېنډۍ محصول او له ۱۹۹۴ کال راهیسې د پاکستان متحدین دي خو د دغې ډلې فرعي محصول پاکستاني طالبان بیا د پاکستان دوښمن ګڼل کېږي.

هغه د پوښتنې په ډول لیکلي، «ایا زهر په هر ځای کې یو شان نه دي؟ څنګه کېدای شي چې یو ډول محصول د ډيورنډ په نوم کرښې په دواړو خواو کې بېل خوند ولري؟»

نوموړي د افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو د یوه عکس په خپرولو سره چې د عکس په سر کې افغان او پاکستاني طالبان په نښه شوي، او «ښايي مخاطب یې اصف درانی وي» د پوښتنې په توګه مطرح کړي، «له سرلیکونو پرته ایا کولای شۍ یو له بل څخه یې بېل وګڼۍ؟ هېڅکله هم نه. همدا لامل دی چې د پاکستان ډيپلوماټان نشي کولی خپلې خبرې ثابتې کړي.»

د امرالله صالح له لوري خپور شوی عکس
100%
د امرالله صالح له لوري خپور شوی عکس

اصف دراني له افغانستان انټرنشنل راډيو سره په ځانګړې مرکه کې همداراز ویلي، دمګړۍ د پاکستان د طالبانو شاخوا ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې دي او له کورنیو سره یې شمېر لسګونه زرو ته رسېږي.

اصف دراني: ټي ټي پي د افغان طالبانو ایډیالوژیکي تره زامن دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د پاکستان دولت به پاکستاني طالبان په نښه کړي او جنګیالي به یې چې «هر چېرې وي» تعقیبب او لمنځه یوسي.