له پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو کچه بېسارې لوړه شوې

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لیکلي چې له پاکستان نه د ثبت ثبوتلرونکو افغان کډوالو ایستلو بهیر چټک شوی دی. په جبري توګه ایستل ۱۹۱ سلنې او په خپله خوښه بیا ۲۵۴ سلنې ته لوړه شوې ده. ۵۵ زره افغانان یوازې د اګسټ په وروستیو څلورو ورځو کې افغانستان ستانه شوي دي.