• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هلمند کې د ناقانونه توکو د قاچاق په تور ۳۵ کسان نیولي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

په هلمند ولایت کې د طالبانو د فرعي ګمرکونو ریاست ویلي، چې د بهرامچې ولسوالۍ په رباط او د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په سیمو کې یې په ۱۸ موټرو کې بار ۳۳ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو د واردولو مخه یې نیولې ده او په دې تړاو یې ۳۵ کسان هم نیولي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د فرعي ګمرکونو ګرځنده ډلو د تېري یوې اوونۍ په لړ کې په ۱۸ موټرو کې بار ۳۳ ټنه ناقانونه واردېدونکي توکي نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې یو شمېر کسانو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته له ګاونډي هېواد څخه هلمند ته وارد کړي. طالبانو د ناقانونه توکو د واردولو په تور ۳۵ کسان هم نیولي دي.

طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې، چې یاد ناقانونه توکې له کوم هېواد څخه هلمند ته انتقال کېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا په ګمرکونو کې د لوړې مالیې اخېستلو له امله اوس ګڼ کسان له پاکستان او ایران څخه د درملو، تېلو، خوراکي او غیر خوراکي توکو په ګډون یو شمېر توکي له محصول پرته پر ناقانونه لارو هلمند ته واردوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

حکمتیار امریکا ته؛ که جرات لرئ د افغانستان او غزې پر ځای له چین او روسیې سره سیالي وکړئ

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې پر غزې د واشنګټن د مستقیمې پرېکړې نښه ده. نوموړي ویلي، که امریکا جرات لري د افغانستان او «مظلومې» غزې پر ځای دې د نړۍ له لویو قدرتونو سره زور وازمایي.

حکمتیار پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د غزې اوسني “جنایتونه” د سپینې ماڼۍ له پالیسیو سرچینه اخلي.
حکمتیار زیاته کړې: «د اسراییل د لومړي وزیر نتنېاهو هغه خبره چې د غزې خلکو ته یې ګواښ وکړ د جهنم دروازې به پرانېستل شي په حقیقت کې د ټرمپ د دریځ ژباړه ده.»
نوموړي دغه راز ویلي، چې د چین د بریا په جشن کې د دغه هېواد د پوځي ځواک نندارې په سپینه ماڼۍ کې وېره خپره کړې او یاده پوځي ننداره د امریکا تر اټکل ډېره پیاوړې وه.
حکمتیار په ټینګار سره ویلي، که امریکا جرات لري د افغانستان او «مظلومې» غزې پر ځای دې د روسیې او چین په څېر د نړی له لویو قدرتونو سره زور ازمايي وکړي.

حکمتیار دا څرکندونې داسې مهال کړي، چې د اسراییل پوځ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د غزې ۴۰ سلنه برخه یې نیولي او د هغې سیمې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اسراییل لومړي وزیر موده وړاندې ویلي و، غواړې پر غزه بشپړ حاکمیت ولري.

حنفي: هغو هېوادونو چې په جګړه کې پانګونې کولې اوس دې د کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په کابل کې د پانګونې جذب او برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس پرمهال وویل، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او اوس یې وخت دې چې هېوادونه د کانکونو په استخراج، برېښنا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

عبدالسلام حنفي وویل چې طالبان د سیمي او نړۍ د ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو غوښتنه کوي او د سیمي د هېوادونو په جګړو کې د ښکیلتیا اراده نه لري.

نوموړي د سیمي له هېوادونه وغوښتل، چې د افغانستان په کانونو او برېښنا برخه کې دې پانګونه وکړي.

عبدالسلام حنفي وايي:«هغوی چې له موږ سره جګړه کوله، موږ پسې نه وو تللي، موږ مجبوره وو، چې دفاع وکړو.»

نوموړي وویل، هغو هېوادونو چې مخکې د افغانستان په جګړه کې پانګونه کوله اوس دې د کانونو په اېستلو، برېښنا، ترانسپورټ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

حنفي زیاته کړه:«ګاونډیو هېوادونو ته دا پیغام لرم، هېڅکله د افغانستان له لوري اندېښنه مه کوئ. تاسو موږ ته احترام ولری، موږ به تاسو ته احترام ولرو. موږ هېچاته اجازه نه ورکو، چې د افغانستان له خاوري زموږ د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استفاده کړي.»

نوموړي وویل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او له افغان او بهرنیو سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د کانونو او انرژۍ برخو کې دې پانګونه وکړي.

د طالبانو نوی قانون؛ چارواکي د حکومتي قراردادونو د اخیستلو اجازه نه لري

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله "د وزارتونو او دولتي ادارو د عقدونو قانون" تصویب او له دې وروسته د پلي کېدو وړ دی. د دې قانون له مخې، د طالبانو چارواکو پورې تړلي شرکتونه د هر ډول قرارداد د ترلاسه کولو اجازه نه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت نن شنبه (د وږي ۱۵مه) اعلان وکړ، چې د وزارتونو او دولتي ادارو د عقدونو قانون ددې ډلې د مشر له لاسلیک وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی او په دې قانون کې یوه مقدمه، دوه فصلونه، څلور برخې او ۴۰ مادې شاملې دي.

د قانون متن د قراردادونو ډولونه، له شرکتونو سره د طالبانو وزارتونو او څانګو له لوري د توکو او خدماتو د اخیستلو لپاره د قرارداد کولو پروسه او شرایط، د کرایې پورې اړوند اصول او نور مهم مسایل مشخص کوي.

دا قانون د عامه شتمنیو ساتنه، په مناسب قیمت د کیفیت لرونکي توکو اخیستل، په مناسب قیمت د معیاري ترمیم ترسره کول، او باوري، صادق او مخلص شرکتونو او سوداګرو ته لومړیتوب ورکولو باندې ټینګار کوي.

د دې قانون له مخې د طالبانو ادارې د هغو شرکتونو سره د قرارداد کولو څخه منع دي چې د طالبانو د چارواکو ملکیت دي یا هغه شرکتونه چې د طالبانو مشران پکې ونډه لري.

مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د د کانونو په سکتور کې د طالبانو ځینې چارواکي د خصوصي شرکتونو په جوړولو او د بهرنیو شرکتونو سره د همکارۍ له لارې دولتي قراردادونه ترلاسه کوي.

له دې وړاندې فارن پالیسي راپور ورکړی و، چې د مخدره توکو یو لوی قاچاقبر بشر نورزی د ګوانتانامو زندان څخه له خوشې کیدو وروسته د ملاهبت‌الله اخوندزاده په ملاتړ له چین سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.

مجلې ویلي چې نورزي د چینایي شرکتونو سره «مبهم» قراردادونه لاسلیک کړي او د کانونو دوه قراردادونه یې ترلاسه کړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دفتر کې د فساد راپورونه خپاره شول. ددې راپورونو له مخې د ملابرادر د دفتر مشر عبدالله عزام د قراردادونو په لاسلیک کولو کې پراخه رول لري او د پیسو په بدل کې د خپلې خوښې شرکتونو ته قراردادونه ورکوي.

په ګرمسیر ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونې د زده‌کړو پر بندیز خواشینې دي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د هېواد په ګرمسیرو ولایتونو کې د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) نوی ښوونیز کال پیل شو، خو هغه زرګونه نجونې چې درې میاشتې مخکې له شپږم ټولګي څخه اووم ټولګي ته په بریالیتوب تللي نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

په ګرمسیرو ولایتونو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو، چې په زرګونه هغه نجونې چې تېر کال شپږم ټولګی یې په بریالیتوب سره پای ته رسولی نور د زده کړو د دوام حق نه لري او په کور کېنول شوې.

نن (شنبه) په کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، لغمان، ننګرهار او ګڼو نورو ګرمسیرو ولایتونو کې د ۱۴۰۴هجري شمسي نوی ښوونیز کال پیل شو، خو د زرګونو نجونې د زده کړو د مزل ور بند شو.

نن زرګونه هلکانو له درې میاشتنیو رخصتیو وروسته په نویو ټولګیو کې زده کړې پیل کړې، خو زرګونه هغه نجونې چې تر درې میاشتو وړاندې یې ښوونځي ته د تګ اجازه لرله نور یې نه لري.

د احمدشاه په نوم د کندهار یو اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د زده کړو په اړه د طالبانو دوه ګوني چلند د زرګونو نجونو راتلونکی په تیاره بدل کړی.

نوموړی وایي:«درې اولادونه مې په ښوونځي کې دي، دوه زامن چې په لسم او یولسم ټولګي کې دي نن ښوونځي ته لاړل، خو لور مې چې شپږم ټولګي کې وه او سږکال یې باید په اووم ټولګي کې زده کړو ته دوام ورکړی وای هغه نوره په کور کې زندانې شوه. ماته نن ځان ډېر بې وسه ښکاري ځکه د لور د زده کړو لپاره مې هېڅ نه شم کولای.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه چې له دې سره په افغانستان کې نږدې درې میلیونه نجونې او ښځې له لوړو زده کړو بې برخې کړي دي.

د کندهار اوسېدونکې اسما چې تازه یې شپږم ټولګی بشپړ کړی او نن یې باید د زده کړو د دوام په موخه په اووم ټولګي کې زده‌کړې پیل کړې وای وايي:«درې میاشتې وړاندې چې مو کله کلنۍ ازمینې ورکولي ډېره خفه وم، ځکه زه پوهېدم چې نور نو ښوونځي ته نه شم تللی. زه اوس یوازې د کلي مدرسې ته ځم، ما چې کومې هیلې لرلې نور باید د هغه هیلو په اړه فکر ونه کړم.»

د کندهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال د پیل لپاره مراسم نه دي نیول شوي او نه هم طالبانو په ښوونځیو کې د نویو شاملیدونکو زده کوونکو د شمېر په اړه څه ويلي دي.

د بشري حقونو سازمانونه د تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه نیوکې کوي، خو طالبانو په ځلونو ویلي، چې د نجونو د زده کړو لپاره د طرحې پر جوړولو بوخت دي.

ملابرادر: نړیواله ټولنه دې پر افغانستان مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر نړیوالې ټولنې او هېوادونو غږ کړی، چې پر افغانستان لګیدلي مالي او بانګي محدودیتونه دې پای ته ورسوي. هغه وویل:« دا محدودیتونه نه یوازې دا چې زمونږ په ګټه نه دي بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم نه دي.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه (د وږي ۱۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر په کابل کې د پانګونې د جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د خپلې وینا پرمهال وویل چې مالي او بانګي محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جذب پر بهیر ناوړه اغېز کړی.

ملا برادر همدراز زیاته کړه افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو درلودلو له امله غني هېواد بلل کېږي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، د کنفرانس موخه د افغانستان د برېښنا په سکټور کې د پانګونې وړتیا او موجودو فرصتونو معرفي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو دوامدار جذب، د ستونزو پېژندنه او د مناسب حللارو وړاندې کول و.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پخواني جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، نړۍ پر افغانستان مالي او بانکي بندیزونه ولګول او د هېواد شتمنۍ یې کنګل کړې.