په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي مصطفی وایي، د کابل له ارغندي نه یې ننګرهار ته د ۲۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځونې چارې رسماً پیل کړي او له دې سره به د ازبکستان له وارداتي برېښنا نه ۱۲۶ مېګاواټه برېښنا ورکړل شي.
نوموړی زیاتوي: «د ۱۸میاشتو په جریان کې به بشپړ شي، تقریباً ننګرهار او کونړ دواړه به د برېښنا له سهولته برخمن شي». په یاد ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس د دغه نوي سب سټېشن جوړېدو چارې د صنعت کارانو لپاره هم ګټور ګام بولي. د هغه په وینا، له دې سره به د صنعتکارانو د برېښنا ستونزه هم اواره شي.
دا پروژه داسې مهال پرانېستل کېږي چې طالبانو په وار-وار خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې پر وارداتي برېښنا یې خپله تکیه کمه کړې؛ خو بر عکس لیدل کېږي چې دغه ډله هره ورځ د ازبکستان او ترکمنستان د وارداتي برېښنا د لا ډېرې کارونې او واردولو اړوند پروژې پرانېزي.
د جاوید افغان د اوسپنې ویلي کېدو او ترېشلو د جوړېدو فابریکې مشر حاجي تور ملنګ د افغان صنعتکارانو لپاره د برېښنا اړتیا پوره کول مهمه ګڼي. د نوموړي په خبره: «که چېرته دا پروژه څومره یې کارونه ژر تر ژره وشي، نو دلته به په سلګونه فابریکې جوړې شي. مونږ دلته حصارشاهي صنعتي پارک لرو او د برېښنا د نشتوالي له کبله غیر فعال دی».
هغه زیاتوي چې په ننګرهار کې د صنعت پر وړاندې تر ټولو لویه ننګوونه د برېښنا نشتوالی دی او که دې برخه کې رېښتونې هڅې وشي، نو ورسره به د کارخونو شمېر ډېر شي او افغانستان به ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي.
هممهاله د میرویس عزیزي په نوم یو افغان پانګه څه موده مخکې له طالبانو سره د ۱۰مېلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ او تازه یې ژمنه کړې چې لومړی پړاو یې له هرات څخه پیلوي، خو لا هم د دغه پروژې د عملي چارو څرک نه دی لیدل شوی.
طالبانو همدا تېره ورځ په کابل کې له پانګهوالو سره یوه ګډه غونډه لرله او په کې یې په کور دننه د برېښنا د تولید په تړاو بحثونه او ژمنې کړې دي. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان یوازې ژمنې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم دا خبره کړې چې پر وارداتي برېښنا خپله تکیه را کموي.
ژولیا پارسي وايي، «زه د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۵مه افغان ښځو ته د عدالت غوښتنې په جرم ونیول شوم، متاسفانه دا د طالب له نظره ډېر لوی جرم دی او بیا یې بندي کړم.»
د نوموړې په وینا، د لارې په اوږدو کې په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې وې، یو ځای موټر ودرول شو او یو طالب یې تر څنګ کېناست او له وهلو ډبولو سره یې غوښتل، چې د موبایل پسورډ ترې واخلي.
ژولیا پارسي وايي: «د لارې په اوږدو کې د وزیراکبرخان په سیمه کې موټر ودرول شو او یو طالب زما څنګ ته کېناست او راته یې ویل، د موبایل پسورډ راکړه، ما پسورډ نه ورکاوه، ما ورته وویل، تاسو د مسلمانۍ په اړه خبرې کوئ او ښځې له محرم پرته بهر نه پرېږدۍ نو ته یو نامحرم ولې زما په لاسونو او ځان لاس وهې او بیا مې همداسې چیغه کړه او طالب بیا رانه ښکته شو او یو بل ته یې سره ویل چې ۴۰م ریاست ته یوسئ.»
د نوموړې په وینا، کله چې ۴۰م ریاست ته ولېږدول شوه، نو ۷ ښځینه کارکوونکې راغلې او له سپکو سپورو ویلو او وهلو ډبولو وروسته یې ترې د موبایل پسورډ واخیست او شاوخوا ۲۲ ورځې یې بیا ټولې ټولنیزې پاڼې په ۲۴ ساعته ډول انلاین وې.
ژولیا زیاتوي: «۴۰م ریاست ته په رسېدو سره ۷ ښځې راغلې چې د ښځينه برخې کارکوونکې وې، تاسو باور وکړئ چې دوی له طالبانو ډېرې ظالمانې وې او زه یې بیا یوه تشناب ته بوتلم او هلته یې له وهلو او ډبولو وروسته پر دې وګواښلم چې که د موبایل پسورډ ورنکړم، نو لوڼې به مې هم دلته راولي. بیا له دې وېرې اړه شوم چې پسورډ ورکړم.»
ژولیا پارسي وايي، ۴۱ ورځې په انفرادي بندخونه کې ساتل کېده او ورسره جوخت له دې خبره شوه چې تنکی ځوان زوی یې هم په دې جرم چې په یادو اعتراضونو کې له خپلې مور سره و، نیولی وو.
دا زیاتوي، «ما خو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی و، خو زوی مې هېڅ ګناه نه درلوده او هغه یې په دې جرم نیولی و چې مور دې معترضه ده.»
د نوموړې په وینا، طالبانو د دې له موبایله کورني عکسونه کاپي کړي وو او پر دې یې ګواښله که چېرې د دوی په خوښه جرمونو اعتراف ونه کړي، نو هره ورځ به یې یو کورنی عکس په ټولنیزو شبکو کې خپور کړي.
ژولیا پارسي همداراز زیاتوي: «زما له موبایله یې کورني عکسونه کاپي کړي و او ګواښلم یې چې که څه چې دوی وايي اقرار ونکړم، نو هره ورځ به یو عکس په ټولنیزو شبکو کې خپروي او ورسره به لیکي چې د بداخلاقۍ په تور بندي ده، نه ده اعتراضونو په تور.»
ژولیا د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي، دغې ډلې له وهلو ډبولو او سپکو سپورو سربېره د شپې له خوا یې پر سر اوبه وراچولې، له چته به یې راځوړندوله، پر سر به یې پلاستیکي خلطې وراچولې او بیا یې سر د اوبو په سلطل کې ښکته کاوه.
د نوموړې په وینا: «د طالبانو ډلې نارینه او ښځينه کارکونکې دواړه رحم نه لري» او دا بالاخره له ۳ میاشتو له بندخونې خوشې شوه او له څه مودې وروسته له افغانستانه پر وتلو بریالۍ او اوس په یوه بل هېواد کې ژوند کوي.
په دې لیک کې لیکل شوي: «زه ژمنه کوم چې هېڅ ډول منکرات او بدعتونه به نه کوم او خپل اعمال به د مقدس شریعت سره سم برابر کړم.»
ابراهیم ګیلاني همداراز ژمنه کړې: «که له دې ژمنې سرغړونه وکړم، د شکایت حق نه لرم.»
خو دا لا روښانه نه ده، چې طالبان د څه ډول شرایطو لاندې له دې دیني عالم څخه دغه تعهد اخیستی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت خبرداری ورکړی دی: «هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د مذهب یا تصوف تر نامه لاندې داسې کړنې ترسره کړي، چې له شریعت او قانون سره مخالفت ولري.»
په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو ځینې کسان د سلفي یا نورو داسې عقایدو د درلودو په تور ځورولي دي، چې له طالبانو سره توپیر لري. په ځینو سیمو کې خلک حتی مجبور شوي دي چې خپل مذهب بدل کړي.
ابراهیم ګیلاني څوک دی؟
سید محمد ابراهیم ګیلاني چې په «پیر ابراهیم بابا» مشهور دی، د صوفیه قادریه طریقې د مشر پیر سید احمد ګیلاني وراره دی.
د هغه نسب د اسلامي نړۍ له مشهور صوفي عبدالقادر ګیلاني (چې د پنځم او شپږم هجري پېړۍ (۴۵۶-۵۴۴ هـ ش / ۱۰۷۷-۱۱۶۶ م) یو نومیالی شخصیت و رسېږي او همدی د قادریه صوفي طریقې بنسټایښودونکی و.
د ابراهیم ګیلاني تره سید احمد ګیلاني د پخوانیو جهادي مشرانو له ډلې شمېرل کېږي.
هغه د ملي وحدت حکومت پر مهال د عالي شورا د سولې رییس و او د ۱۳۹۵ کال د سلواغې میاشت کې وفات شو.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود نن (شنبه د وږي ۱۵مه) د دغې ډلې له لوري په اېکس پاڼه کې په یوه سپېس کې وویل، طالبان هېڅ اسلامي، ملي او نړۍوالو اصولو ته ژمن نه دي او په وینا یې دغه ډله باید په هېڅ ډول د افغانستان په راتلونکي کې ځای ونه لري.
احمد مسعود په دغه سپېس کې په خپلې شاوخوا ۴۰ دقیقه یي وینا کې په ډاګه وویل، طالبان هېڅ اسلامي، ملي او نړۍوالو اصولو ته ژمن نه دي او پر وړاندې یې باید په یووالي سره مبارزه وشي. هغه زیاته کړه، طالبان د دین، افغانستان او ټولو پرګنو استازولي نه کوي.
مسعود همداراز زیاته کړه: «طالب باید په هېڅ ډول سره د افغانستان په راتلونکي کې ځای ونه لري، طالب زموږ د راتلونکي استازولي نه شي کولی او موږ باید خپل راتلونکی په خپله وټاکو. که چېرې په همدې موخه مو دغه کار وکړ، نو حالات بدلېږي.»
احمد مسعود وايي، د دغه بدلون لپاره ختیځ او لوېدیځ ته هېڅ اړتیا نشته، بلکې په خپله افغانان د طالبانو رېښې باسي او په وینا یې طالبان په یو ډول سره پر ټول افغان ولس ظلم کوي او دا چې مقاومت ډله ولې تر اوسه خپلو موخو ته نه دي رسېدلي وايي: «ځکه په خواشینۍ سره چې موږ د طالبانو په باطل دور کې لوېدلي یو، اختلاف رامنځته کړه او حکومت وکړه، موږ باید له دغه وضعیته ووځو، باید د هېواد د ازادۍ او د شرایطو د بدلولو لپاره سره په ګډه کار وکړو.»
د نوموړي په وینا، طالبان خپل مخالفین په بېلابېلو قومي رنګونو رنګوي او ورسره حساسیتونه راپاوري او زیاتوي: «طالبان په لومړي سر کې د برهان الدین رباني دولت ته «شرو فساد» ویل، بیا یې د لومړي مقاومت پر مهال د پاکستان په مرسته د «شمال اتحاد» نوم ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوريت ته یې د «کابل اداره» ویله او اوس بیا د مقاومت جبهو ته د «باغيانو» نوم ورکوي، په داسې حال کې چې په خپله دوی باغیان دي، ځکه د استاد رباني پر وړاندې ودرېدل.»
احمد مسعود په دغه سپېس کې څرګنده کړه، چې طالبان د افغان ولس پر وړاندې هر ډول جنایت کمزوری او یا د یوه فرد عمل ګڼي، خو ده زیاته کړه: «په افغانستان کې د ټولو ترسره شویو جنایتونو مسوولیت له هبتالله څخه تر عادي طالبه پر ټولو دی.»
احمد مسعود طالبان له بهرنیو اجنډاوو برخمن او مزودر ګڼي، خو د خپلې مبارزې د کرښو په تړاو وايي: «د طالبانو له ټولو جنایتونو او فجایعو سره زموږ مبارزه له طالب او له طالبه د نفرت لپاره نه ده، بلکې له ازادۍ سره د مینې، د دین په ګډون د یو لړ اصولو لپاره ده او خپلو اصولو ته ژمن یو، موږ د طالب په څېر نه یو.»
د نوموړي په وینا، اوس د ظلم او ازادۍ تر منځ غوراوی دی او له افغانانو پرته هېڅوک نشي کولی هېوا ازاد کړي او دا یوازې د جبهاتو مسوولیت نه دی، بلکې باید په دې کې ټول افغانان ونډه ولري.
احمد مسعود په دغه سپېس کې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې په ایران کې د تهران په منځګړیتوب د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د خپلې لیدنې د جزییاتو په وړاندې کولو سره وویل، په یاده لیدنه کې امیرخان متقي کابل ته د ورتګ بلنه ورکړه او ورته یې ویلي وو، چې د اشرف غني د حکومت پر مهال هم مخالف وې، اوس هم د مخالف په صفت کابل ته ورشي.
نوموړی وايي، چې متقي ته یې په هغه وخت کې ویلي: «ما او غني له تفاوتونو سره سره په یوې مسالې توافق درلود، هغه دا چې واک ته د رسېدو څرنګوالی و، چې هغه حاکم وي او زه اپوزسیون له داسې مجرا باید وشي چې ټولو خواوو ته د منلو وي. هغه ته ټاکنې وايي او هغه د خلکو له لوري ترسره کېږي، که چېرې دا منې نو راځه چې د خلکو رایو ته مخه کړو، هغه راته وویل، په اسلام کې ټاکنې ځای نه لري.»
د نوموړي په وینا، د طالبانو له لوري د مقاومت ډلې نیول شوي کسان تري تم کېږي او زیاتوي، چې طالبان په دې برخه کې هېڅ ډول اصولو ته ژمن نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې تر دې وړاندې ویلي و، چې د طالبانو د حاکمیت دوام به د ګاونډیانو په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ وي. دغې جبهې همداراز زیاته کړې وه، چې طالبانو د تکفیري مدرسو په جوړولو او په افغانستان کې ترهګرو ته په ځای ورکولو سره د هېواد راتلونکی او له ګاونډیو سره اړیکې له ستونزو سره مخ کړي دي.