• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسی څېړونکی د طالبانو له زندانه خوشې شو

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۱

روسی څېړونکی او ټبرپوه سویاتوسلاو کاورین په افغانستان کې تر شاوخوا یوې نیمې میاشتې زنداني کېدو وروسته ازاد شو. تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د روسیې سفارت په حواله لیکلي، چې کاورین تر خوشې کېدو وروسته مسکو ته ستون شوی.

طالبانو (د چنګاښ په ۲۸مه نېټه) ښاغلی کاروین په کندوز ښار کې د ګران بیه ډبرو د قاچاق په تور ونیوه او وروسته یې کابل ته واستاوه.

تېره میاشت چې تاتارستان د طالبانو په ګډون د یوې غونډې کوربه و، د کاروین مور د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف څخه وغوښتل، چې د هغې د زوی په خوشې کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

قطر: د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو خلاف دي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۷ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې په جنیوا کې ویلي، چې د افغان نجونو د زده‌کړې موضوع باید د نړۍ د هېوادونو په مرکزیت کې وي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو خلاف دي.

جوهره بنت عبدالعزیز السویدي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د ښځو د زده‌کړې او کار حقونه باید د افغانستان د راتلونکي د جوړولو اساسي برخه وي.

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی لکه اقتصادي ناورین، بېکاري، د انساني مرستو زیاتېدونکې اړتیاوې، بېوزلي، د خوراکي توکو ناامنۍ، د اقلیم بدلون، بندیزونه او د میلیونو کډوالو بېرته ستنېدل.

د السویدي په وینا، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د بنسټونو په بیارغونه، د بشري مرستو په رسولو او د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، څو دایمي سولې ته د رسېدو لپاره شرایط برابر شي.

هغې زیاته کړه، چې قطر په خپلو خبرو اترو کې تل د بشري حقونو، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب او د ښځو د زده‌کړې او کار د حقونو د تضمین مسله راپورته کړې ده.

یاده دې وي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د زده کړو ټولې دروازې بندې کړې دي. طالبانو دا پرېکړه د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره د تعلیمي نصاب د نه‌سازګارۍ له امله توجیه کړې ده.

پر دې سربېره، ښځې د ډېرو دولتي او نادولتي ادارو له دندو ګوښه شوې دي او پر دوی د کار او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي، چې له پراخو نړۍوالو نیوکو سره مخ شوي دي.

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ د ۷ غړو په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي او دمګړی تر درملنې لاندې دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبان د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه د دوشنبې په سهار (د وږي ۱۷مه) د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادو کسانو موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د درایم ولسوالۍ لپاره د طالبانو مسوولین بیا وايي، په مړه شویو کسانو کې ۷ کسان یې د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

طالبان: په کونړ کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو ۸۷۳ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۱ GMT+۱

په کونړ کې د طالبان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د دوشنبې په ورځ د DRC موسسې، د ترکیې IFAM موسسې او د افغان سوداګرو په ملاتړ د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په بېلابېلو کلیو کې د زلزلې له امله د ۸۷۳مړه او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

د دغې ادارې په وینا، په دې بهیر کې د ترکیې IFAM موسسې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ډالره، د DRC موسسې له لوري ۴۴۵ کورنیو هرې یوې ته ۹۵۰۰ افغانۍ، د ننګرهار د تېلو ټانکونو ټولنې له لوري ۱۰۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ، د کابل د سوداګرو ټولنې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، د یوه سوداګر له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، د یو بل سوداګر له لوري ۲۲کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰ افغانۍ، په کونړ کې د یوې صرافۍ له لوري د ۱۳مړه شویو هر یوه ورثه ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د ۹ نورو مړه شویو کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ او د یوه بل سوداګر له لوري ۴۶ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

د یوه بل خبر له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اړوند مچګنډول، ستن او بمبه کوټ کلیو کې د وروستیو زلزلو له امله پر۲۰۰ زیانمنو کورنیو د یوې میاشتې لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.

د ننګرهار پر زلزله ځپلو د مرستو وېش
100%
د ننګرهار پر زلزله ځپلو د مرستو وېش

په دغو مرستو کې هرې زلزله ځپلې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ورکړل شوي دي.

پاکستانی استازی: طالب چارواکي دې د ټولو وګړو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه خوندي کړي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ دویم سکرټر دانیال حسنین وایي، چې د افغانستان بشري، انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

هغه د اسلامي همکاریو سازمان په استازولۍ د «او ای سي» ډلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د وروستي راپور هرکلی وکړ او د ځانګړي راپور ورکوونکي له معلوماتو یې مننه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان بشري، انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

دغه ډله ټینګار کوي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې روان محدودیتونه له اسلامي ښوونو سره په ټکر کې دي او هېڅ ډول توجیه نه لري.

د اسلامي همکاریو سازمان په وینا، د افغانستان «ډي فیکټو» چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه په ځانګړي ډول د ښځو د زده‌کړې او د کار ځواک ته د هغوی د ګډون حقونه تضمین کړي.

دانیال حسنین زیاته کړه، په افغانستان شته حاکمان مسوول دي څو د قومي، مذهبي او کلتوري لږکیو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي، لکه څنګه چې د اسلامي شریعت او نړۍوالو بشري حقونو قوانینو کې ټینګار شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د نړۍوالو مرستو پر کمېدو او د نړۍوالې ټولنې د ژمنتیا پر کمښت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې دا وضعیت د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د دغې ډلې په باور، د بېړنیو بشري مرستو زیاتول په ځانګړي ډول د زیانمنونکو قشرونو د ملاتړ لپاره د ټولو اړخونو ګډ مسوولیت دی.

په پای کې، د اسلامي همکاریو سازمان له افغان ولس سره خپل یوالی بیا څرګند کړ او حسنین ټینګار وکړ، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ کارول نه یوازې د افغانانو بشري حقونه زیانمنوي، بلکې د سیمې او له هغې هاخوا د نورو خلکو پر ژوند هم منفي اغېز کوي.

محمد قاسم خالد: هېوادوال دې د ناقانونه کډوالۍ لپاره د نیمروز له لارو استفاده نه کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۱

د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د انساني قاچاق د مخنیوي په تړاو یوې غونډه کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د ناقانونه کډوالۍ لپاره له نیمروز څخه د ګاونډیو هېوادونو پر لور سفر ونه کړي، ځکه چې په وینا یې «دا کار د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

نیمروز یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې ډېری افغانان د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله د همدې ولایت له لارې ایران ته او ځینې بیا په سختو او مرګونو لارو ترکیې او ورپسې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

محمد قاسم خالد همداراز په ډاګه کړه، چې تر دې وروسته په انساني قاچاق کې کارېدونکي موټر به بېرته ورنکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر ځوانان په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ او همداراز د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګولو له امله ګاونډیو هېوادونو ته ځي او ایران ته د تللو یوه لاره پر نیمروز ولایت ده.