• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: په جبري ډول د افغان کډوالو اېستل او پښتونخوا کې پوځي عملیات دې سمدستي ودرول شي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو او په خېبرپښتونخوا کې د پوځي عملیاتو پر ضد توند دریځ غوره کړی او د دغو کړنو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.

عمران خان په اډیاله زندان کې له خپلو خویندو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان زموږ د وروڼو مسلمانانو هېواد دی او افغان کډوال له درېیو نسلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دي.

نوموړي د اسلامي تاریخ د پېښو مثال ورکړ او زیاته یې کړه: «کله چې نبي کریم مدینې ته هجرت وکړ، د مدینې خلکو ورته خپلې دروازې پرانېستې او له همدې امله انصار د درناوي وړ پاتې شوي دي. خو موږ د خپلو افغان وروڼو لپاره پر خپله خاوره ژوند تنګ کړی او په زور یې اېستلو ته اړ کوو، چې دا ډېر د افسوس وړ کار دی.»

عمران خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د «طالبانو ضد لابیګرانو» د خوشحالولو لپاره دغه اقدامات پرمخ وړي او په هغو سیمو کې د جګړې فضا قصدا رامنځته کوي چې جګړه په کې نشته.

هغه خبرداری ورکړی، چې که دغه کړنې ونه درول شي، نو حالات به نور هم د خرابېدو پر لور ولاړ شي.

د خېبرپښتونخوا د عملیاتو په اړه عمران خان ویلي، دا ډول اقدامات باید سمدستي ودرول شي، ځکه چې پخوا هم د همدې لامل له کبله د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) محبوبیت له منځه تللی و.

د هغه په وینا، د بهرنیو قوتونو د خوښۍ لپاره د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات نه یوازې ناکامه دي، بلکې د حالاتو د ښه کېدو پر ځای د لا خرابېدو لامل ګرځي.

عمران خان ټینګار کړی، چې په دغو عملیاتو کې یوه خوا د پاکستان امنیتي ځواکونو سرتېري وژل کېږي او بله خوا د هېواد خپل ولس. «خپلو ته زیان رسول تل د ترهګرۍ په پراختیا تمامېږي.»

هغه په پای کې پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د افغانستان او پاکستان په خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم په بېړني توګه ودروي، ځکه دا کار د دواړو هېوادونو د خلکو د کرکې او د ناامنۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور ويلي دي، د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه د مرکزي حکومت پرېکړه ده او په دې کې صوبایي حکومت هېڅ ډول نه لري.

نوموړي د پاکستان له حکومته غوښتي، چې افغان کډوالو په ځانګړې توګه زده‌کوونکو ته د ویزو د ورکړې او نورو ستونزو د هوارولو لپاره نور وخت هم ورکړل شي.

خان او ګنډاپور دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او په دې هېواد کې مېشت افغان کډوالو له سختو ستونزو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

پخوانی امنیتي چارواکی: القاعده طالبان رهبري کوي او سیمه ییزې امنیتي ننګونې یې رامنځته کړي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مرستیال اجمل عبید عابدي په یوې تازه مرکه کې ویلي دي، چې طالبان یوازې د یوې کورنۍ ډلې په توګه نه شي کتل کېدای، بلکې د القاعده تر مستقیمې اغېزې لاندې فعالیت کوي.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې زیاته کړه، چې د طالبانو ټولې ستراتیژۍ او پرېکړې د القاعده له خوا لارښوونه کېږي، چې دا وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي اندېښنې زېږوي.

عابدي ویلي دي، چې طالبان نړۍوالو ته داسې انځور وړاندې کوي چې ګوندې القاعده نور د لوېدیځ یا امریکا پر وړاندې ګواښ نه دی او یوازې د دوی د مېلمستون مېلمانه دي، خو حقیقت بل ډول دی.

د ده په وینا: «القاعده یوازې د طالبانو ملاتړې نه ده، بلکې د دوی د کړنو تر شا اصلي رهبره ده. دغه ډله د نړۍوال امنیت لپاره هم بالفعل او هم بالقوه خطر بلل کېږي.»

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو او القاعده ګډ فعالیتونه د سیمې د ثبات لپاره اوږدمهاله ګواښونه رامنځته کوي.

دغه پخواني امنیتي چارواکي ټینګار کړی، چې اوسمهال د نړۍ هېڅ هېواد له طالبانو سره د مشروع حکومت په توګه اړیکې نه لري.

د هغه په خبره، دا اړیکې یوازې د استخباراتي اړتیاوو پر بنسټ ولاړې دي، نه د دایمي ډیپلوماټیکو همکاریو پر بنسټ.

عابدي د داعش په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې د داعش خراسان څانګې فعالیتونه یوازې په محدودو سیمو پورې تړلي وو، خو اوس یې ځواک او وړتیا پراخه شوې ده.

هغه د داعش وروستي بریدونه په ایران او روسیه کې د دې ډلې د نوې وړتیا بېلګې وبللې او ویې ویل، چې د افغانستان له خاورې د پولو هاخوا ترهګریز ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

پخواني امنیتي چارواکي په خپله مرکه کې یوې جنجالي موضوع ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو ځینې داخلي کړۍ د خلیل حقاني په وژنه کې له داعش سره په مستقیمه همکارۍ کې ښکېلې وې.

هغه وویل، چې دا ډول پېښې د طالبانو دننه پر ژورو اختلافاتو او دوه‌مخې اړیکو دلالت کوي.

عابدي په ټینګار سره وویل، چې طالبان، القاعده او داعش د سیمې د امنیت لپاره درې‌ګونی ګواښ جوړوي او که نړۍواله ټولنه پر وخت اقدام ونه کړي، د دې ګډوډۍ بیه به د سیمې هېوادونه او نړۍوال امنیت دواړه پرې کړي.

هغه زیاته کړه: «طالبان یوازې د افغانستان مسله نه ده؛ د دوی اړیکې له القاعده سره د سیمې او نړۍ راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي. نړۍواله ټولنه باید جدي، ګډ او حساب ورکوونکي ګامونه پورته کړي.»

سیمه ‌ییزه نوې ډله؛ افغانستان به د ستونزې پر ځای د همکار په توګه مطرح کېږي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۱ GMT+۱

د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو لومړنۍ ناسته څه موده وړاندې په تاشکند کې ترسره شوه، چې پایله یې د یوې دایمي سیمه‌ییزې بڼې په توګه د «افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو ډلې» رامنځته کول وو، ترڅو افغانستان د ستونزې پر ځای د همکار په توګه مطرح شي.

دغه ناسته یوازې د مرکزي اسیا د مشرانو د وروستۍ مشورتي سرمشریزې د ګډې اعلامیې دوام نه و، بلکې د نومبر په میاشت کې د تاشکند د راتلونکې لوړې کچې غونډې لپاره د چمتووالي په معنا هم وه. ترکمنستان په رسمي ډول په ناسته کې حاضر نه و، خو د تخنیکي دلیلونو له امله د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د پایلو ملاتړ څرګند کړی دی.

د غونډې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا وه، چې د مرکزي اسیا هېوادونو لومړی ځل په یوه غږ خبرې وکړې، په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د بهرنیو لوبغاړو سیالې اجنډاوې تل د وضعیت بڼه ټاکله.

په تېرو کلونو کې دغو هېوادونو په عملي ډول له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ ته دوام ورکړی، برېښنا او خوراکي توکي یې برابر کړي او له طالبانو سره یې کاري اړیکې ساتلې وې، خو د افراطیت له لارو یې ډډه کړې وه. اوس دغه غېر رسمي یووالی په یو رسمي چوکاټ بدل شو.

د مرکزي اسیا چلند د بهرنیو لوبغاړو په څېر په مبالغو او شعارونو نه دی تړلی، بلکې پر عمل او واقعیتونو ولاړ دی. د بېلګې په توګه، افغانستان ته د برېښنا دوام یوازې د مرستې لپاره نه دی، بلکې د سیمه‌ییز امنیت د پانګونې یوه بڼه ده؛ ځکه یو ناڅاپي پرېکون کولی شي د کډوالو څپې او امنیتي ګواښونه شمال ته ولېږدوي.

که څه هم دا نوې ډله د طالبانو پر وړاندې د ګډ فشار لپاره نه ده رامنځته شوې، خو د هر هېواد لپاره د لا جدي دوه اړخیزو خبرو زمینه برابروي. تر دې وړاندې خبرې یوازې په سوداګرۍ، ټرانزیټ او پروژو متمرکزې وې، خو اوس کولای شي د افراطیت، پوله‌ييزې نښتې او د اوبو مسایلو په څېر موضوعات هم شامل کړي. سره له دې، د طالبانو پر وړاندې کومې «سرې کرښې» نه دي ټاکل شوي، ځکه هغوی تر اوسه دغه حدود نه دي مات کړي.

کارپوهان باور لري، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو ډله کولی شي په راتلونکي کې د (C5+A) یوه باثباته بڼه غوره کړي، چې افغانستان پکې یوازې د ستونزې په توګه نه، بلکې د اوبو، امنیت، ټرانزیټ او چاپېریال د همکار په توګه مطرح شي.

د تاشکند ناسته ښيي، چې سیمه غواړي خپله اجنډا خپله تعریف کړي، نه دا چې د بهرنیانو پرېکړو ته منتظره پاتې شي. دا ګام ښيي، چې هر څه چې د افغانستان لپاره کېږي، په اصل کې د مرکزي اسیا د ثبات لپاره دي. د دغه چوکاټ په اغېزمنتیا لا ډېر وختي دی چې پرې قضاوت شي، خو د یوه ګډ دریځ او همغږۍ پیل د سیمې لپاره یوه مهمه پانګونه ده.

په غور کې د طالبانو د دفاع وزارت یوه چورلکه راپرېوتې ده

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې غرمه مهال د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې یوه چورلکه راپرېوتې ده. سرچینې وايي، چې په دې چورلکه کې د طالبانو د کانونو وزیر، د غور والي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سفر کاوه. پېښه یوازې برسېرن ټپیان لري.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري او یو شمېر نورو طالب چارواکو په یاه چورلکه کې د تولک ولسوالۍ د نعلبندان په سیمه کې د یو کان لېدلو لپاره سفر کړی و.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې چورلکه د الوتلو پر مهال له غره سره د ټکر له امله بېرته پر ځمکه رالوېږي.

په یاده پېښه کې د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو کره شمېره یې نه دی څرګند. د طالبانو دفاع وزارت پېښه تایید کړې او لامل یې «تخنیکي ستونزې» بللې دي.

له دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې هم په غور کې یوه الوتکه را پرېوتې وه.

مولانا فضل ‌الرحمن د طالبانو له سفیر سره د زلزلې د قربانیانو په تړاو خواخوږي ښودلې

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د پاکستان جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل‌الرحمان په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ته ورغلی او د دې ډلې له سفیر سردار احمد شکیب سره يې په ختیزو ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو په تړاو خواخوږي څرګنده کړې.

ددغه ګوند په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې مولانا فضل‌الرحمان د وروستیو زلزلو له امله چې په افغانستان کې یې د خلکو ژوند او مال ته سخت زیان اړولی، د خواخوږۍ او همدردۍ څرګندونه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، نوموړي د قربانیانو لپاره د مغفرت او د ټپیانو لپاره د ژر روغتیا دعا وکړه او ټینګار یې وکړ چې په دې سختو شېبو کې به د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

نوموړي ویلي: «افغانستان زموږ د ورور هېواد په توګه د هر ډول ملاتړ مستحق دی او موږ به یې په هره ستونزه کې یوازې نه پرېږدو.»

خبرپاڼه زیاتوي، طالب سفیر سردار احمد شکیب د مولانا فضل‌الرحمان د ورتګ او د ملاتړ د څرګندونو مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نږدې کېدو نښه وبلله.

د ترکیې سره میاشت وايي له افغان زلزله ځپلو سره مرستې ډېروي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د افغاني سرې میاشتې ادارې ویلي چې ددغې ادارې رییس د ترکیې د سرې میاشتې له رییس نعیم‌الله کریمي سره د وروستۍ زلزلې د زیانمنو شویو لپاره د غوره خدمتونو ، همکاریو د پیاوړتیا او د مرستو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي. ترکیې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه کړې ده.

افغاني سرې میاشتې د چارشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) وویل، چې په ناسته کې شهاب‌الدین دلاور د ترکیې د سرې میاشتې د بیړنیو مرستو او همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغان سرې میاشتې لومړیتوب د زلزله‌ځپلو لاسنیوی او د هغوی د ورځني ژوند ښه کول دي.

هغه زیاته کړه چې د زلزله‌ځپلو د عادي ژوند د بیاپیل لپاره پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا ده.

بل خوا نعیم‌الله کریمي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ترکیه له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او د افغان ولس په هر غم او درد کې ځان شریک ګڼي.

هغه زیاته کړې: «زموږ موخه دا ده چې د هر ډول شرایطو په ترڅ کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږو او هڅه وکړو چې خپلې مرستې د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره نورې هم زیاتې کړو.»