دغه ناسته یوازې د مرکزي اسیا د مشرانو د وروستۍ مشورتي سرمشریزې د ګډې اعلامیې دوام نه و، بلکې د نومبر په میاشت کې د تاشکند د راتلونکې لوړې کچې غونډې لپاره د چمتووالي په معنا هم وه. ترکمنستان په رسمي ډول په ناسته کې حاضر نه و، خو د تخنیکي دلیلونو له امله د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د پایلو ملاتړ څرګند کړی دی.
د غونډې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا وه، چې د مرکزي اسیا هېوادونو لومړی ځل په یوه غږ خبرې وکړې، په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د بهرنیو لوبغاړو سیالې اجنډاوې تل د وضعیت بڼه ټاکله.
په تېرو کلونو کې دغو هېوادونو په عملي ډول له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ ته دوام ورکړی، برېښنا او خوراکي توکي یې برابر کړي او له طالبانو سره یې کاري اړیکې ساتلې وې، خو د افراطیت له لارو یې ډډه کړې وه. اوس دغه غېر رسمي یووالی په یو رسمي چوکاټ بدل شو.
د مرکزي اسیا چلند د بهرنیو لوبغاړو په څېر په مبالغو او شعارونو نه دی تړلی، بلکې پر عمل او واقعیتونو ولاړ دی. د بېلګې په توګه، افغانستان ته د برېښنا دوام یوازې د مرستې لپاره نه دی، بلکې د سیمهییز امنیت د پانګونې یوه بڼه ده؛ ځکه یو ناڅاپي پرېکون کولی شي د کډوالو څپې او امنیتي ګواښونه شمال ته ولېږدوي.
که څه هم دا نوې ډله د طالبانو پر وړاندې د ګډ فشار لپاره نه ده رامنځته شوې، خو د هر هېواد لپاره د لا جدي دوه اړخیزو خبرو زمینه برابروي. تر دې وړاندې خبرې یوازې په سوداګرۍ، ټرانزیټ او پروژو متمرکزې وې، خو اوس کولای شي د افراطیت، پولهييزې نښتې او د اوبو مسایلو په څېر موضوعات هم شامل کړي. سره له دې، د طالبانو پر وړاندې کومې «سرې کرښې» نه دي ټاکل شوي، ځکه هغوی تر اوسه دغه حدود نه دي مات کړي.
کارپوهان باور لري، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو ډله کولی شي په راتلونکي کې د (C5+A) یوه باثباته بڼه غوره کړي، چې افغانستان پکې یوازې د ستونزې په توګه نه، بلکې د اوبو، امنیت، ټرانزیټ او چاپېریال د همکار په توګه مطرح شي.
د تاشکند ناسته ښيي، چې سیمه غواړي خپله اجنډا خپله تعریف کړي، نه دا چې د بهرنیانو پرېکړو ته منتظره پاتې شي. دا ګام ښيي، چې هر څه چې د افغانستان لپاره کېږي، په اصل کې د مرکزي اسیا د ثبات لپاره دي. د دغه چوکاټ په اغېزمنتیا لا ډېر وختي دی چې پرې قضاوت شي، خو د یوه ګډ دریځ او همغږۍ پیل د سیمې لپاره یوه مهمه پانګونه ده.