• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جي‌ډي‌ونس: له کابل څخه د تخلیې پر مهال د اذربایجان ځواکونه تر نورو وروسته ووتل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي‌ونس ویلي، چې د اذربایجان د جمهوریت ځواکونه د هغو وروستیو بهرنیو ځواکونو له ډلې وو، چې د افغانستان د تخلیې پر مهال ووتل او د ترهګرۍ پر ضد په نړۍواله جګړه کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

د ټرېنډ خبري اژانس د راپور له‌مخې، جي‌ډي‌ونس دا څرګندونې د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌اوف سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې. نوموړي په افغانستان کې د باکو او واشنګټن ترمنځ پوځي همکاریو ته په اشارې وویل، چې دا ملګرتیا له کلونو راهیسې تر هغه کچې کمه یاده شوې ده، چې ارزښت یې لري، حال دا چې د امریکا متحده ایالتونو ته یې خورا ستر اهمیت درلود.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه: «کېدای شي ډېر امریکایي وګړي په دې نه وي خبر چې اذربایجاني ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د سمندري پوځیانو (مېرینز) تر څنګ جنګېدل او د دې هېواد له تر ټولو زړورو، کلکو او سرسختو پوځي ځواکونو څخه ګڼل کېدل».

ونس ټینګار وکړ، چې اذربایجان د نړۍوالو ځواکونو د حضور پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته پراخ ملاتړ ورکړی و او د دې هېواد د ځواکونو دوامداره حضور تر وروستیو وتلو پړاوونو پورې د دې ماموریت پر وړاندې د باکو جدي ژمنتیا ښيي.

هغه په پای کې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو، څو د دې دوستۍ او همکارۍ مننه وکړو او په عین حال کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزو او د ګډو همکاریو یو نوی پړاو پیل کړو».

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي ډېر ژر به د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي ویلي، د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ خنډ نشته. هغه زیاته کړې، چې په دې تړاو خبرې روانې دي او تهران به ډېر ژر د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

بېکدلي همداراز څرګنده کړې، چې د اړیکو کچه په کابل او تهران کې د سفیرانو حضور، سوداګریزې راکړې ورکړې او د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا د رسمیت پېژندنې د یوه ډول ښکارندويي کوي.

علي‌رضا بېکدلي له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) خپره شوه ویلي: «د رسمیت پېژندنې په اړه هرو مرو به خپل ابتکار ولرو او تاسو ټول به یې وستایئ. اسلامي جمهوري د رسمیت پېژندنې له مسلې د اړیکو د لا تقویې په توګه استفاده وکړي».

بېکدلي د طالبانو له ادارې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل: «پر ښو شریکانو بدل شوي یوو».

هغه د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو کچې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تهران د افغانستان پر تله له بل هېڅ هېواد سره دومره نږدې نه‌دی».

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست د دغې مرکې په یوې برخه کې په افغانستان کې د بهرنیانو پر لاسوهنې اندېښنه څرګنده کړه، خو په دې تړاو یې نور توضېحات ورنه‌کړل.

تر دې مخکې ایراني چارواکو د افغانستان بګرام هوايي اډې ته د امریکايي ځواکونو د احتمالي بیا راتګ او په دغه هېواد کې د نظامي اډې د جوړولو په تړاو هم اندېښنه ښودلې وه.

د شنونکو په باور، که چېرې تهران د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني، نو ایران به له روسیې وروسته دویم هېواد شي چې د طالبانو اداره په رسمیت پېژني.

اندونیزیا د غزې سوله ساتي ځواک ته د ۸ زره سرتېرو ورکولو لپاره تیاری ښودلی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۰

اندونیزیا وایي چې د غزې لپاره د وړاندیز شوي ګډ پوځي ځواک د سرتېرو شمېر ۲۰ زره سرتېري کېدای شي او د دغه هېواد حکومت اټکل کوي چې تر ۸ زره پورې سرتېري ورته چمتو کړي، خو لا د پوځي ماموریت دقیق شرایط نه دي ټاکل شوي.

د اندونیزیا د ولسمشر پرابوو سبیانټو ویاند پراېسټیو هادي ویلي چې دا شمېره د بېلابېلو هېوادونو د ګډې ژمنې برخه ده او اندونیزیا تر اوسه پورې یوازې خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

هغه وویل: «ټول شمېر شاوخوا ۲۰ زره دی او دا یواځې د اندونیزیا ځواک نه دی».

پراېسټیو همدارنګه څرګنده کړه چې اندونیزیا د دې ځواک د ماموریت جزییاتو ته په تمه ده، او تر هغه چې د ماموریت جواز، دنده او ساحه په رسمي ډول نه وي ټاکل شوې، د عسکرو دقیق شمېر نه نهايي کیږي.

اندونیزیا تېر کال ژمنه کړې وه چې د غزې د سولې ساتنې په ماموریت کې به تر ۲۰ رزه پورې سرتېري چمتو کړي، خو دوی نړیوالې اجازې تر لاسه کولو ته اړتیا لري.

د اندونیزیا دفاع وزارت هم د اسراییلي رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغه هېواد عسکر به په ځانګړو سیمو لکه رفح او خان یونس کې ځای پر ځای شي.

د قرغیزستان ولسمشر د ملي امنیت دولتي کمېټې مشر له دندې ګوښه کړی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۰

د قرغیزستان ولسمشر د سې شنبې په ورځ خپل اوږدمهالی متحد او د قرغیزستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې مشر له دندې ګوښه کړی دی. کامچي بیک تاشییف له ۲۰۲۰ کال راهیسې لوړې امنیتي او حکومتي دندې درلودې او د ولسمشر جباروف اوږدمهالی متحد او دویم ځواکمن کس ګڼل کېده.

محلي رسنیو د جپاروف د مطبوعاتي سکرتر له قوله ویلي چې ولسمشر دا پرېکړه «د ټولنې د وېش مخنیوي او د حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره» کړې ده.

قرغیزستان چې شاوخوا ۷ میلیونه نفوس او له روسیې سره نږدې اړیکې لري، د لویدیزو هېوادونو تر څارنې لاندې دی.

جپاروف او تاشییف د خپلو پلویانو له نظره د مرکزي اسیا په دې جمهوریت کې د کلونو سیاسي ګډوډۍ پای ته رسولو او د سیاسي مشرانو ترمنځ د ایتلافونو جوړولو له لارې واک ټینګ کړی و.

خو منتقدین وايي چې دوی پر مخالفو غږونو او ازادو رسنیوفشار راوړی دی.

د روسیې سفیر: پاکستان د روسیې د تیلو د اکتشاف او تولید په برخو کې همکارۍ ته لېواله دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خوروف وايي، پاکستان د روسیې د تیلو د اکتشاف او تولید په برخه کې د همکارۍ لیوالتیا لري. نوموړی ویلي، چې روسیه چمتو ده له پاکستان سره د انرژۍ برخې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفارت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه په اېکس کې له ټاس سره په دغه هیواد کې د روسیې سفیر البرت خوروف مرکه خپره کړې ده.

د روسیې سفیر البرت خوروف ویلي چې دوی د شوروي اتحاد پرمهال له پاکستان سره د تیلو او ګازو د دولتي شرکت او د تیلو او ګازو د پراختیا شرکت د جوړولو ترڅنګ په مختلفو برخو کې مرسته کړې ده.

نوموړي ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د روسیې او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخو کې د پاکستان د وسپنې فابریکو بیا رغونه، د روسیې او پاکستان ترمنځ د ریل پټلۍ اړیکې رامینځته کول، د اوبو په بریښنا کې همکاري، او د انسولین په ګډون د درملو تولید لپاره ګډې پانګونې رامینځته کول شامل دي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر د بریکس سره د یوځای کېدو لپاره د پاکستان د لیوالتیا هرکلی کړی دی.

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۰

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د دولت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی. منډیګک بنسټ، چې د تاریخي سیمو څیړنه کوي، دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل بللي. په ورته وخت کې د اطلاعاتواو فرهنګ پخواني وزیر کریم خرم ویلي، چې د دومره قدامت لرونکې ودانۍ اهمیت تر سرو زرو زیات دی.

منډیګک تاریخي بنسټ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه د کندهار پخوانيو فرهنګي مشرانو له قوله ویلي، چي په نړول شوي مرکز کې به د احمدشاهي دولت د مال، د ولس امانت او د امپراتورۍ اقتصادي چاري تنظیمېدلې.

د یاد بنسټ په وینا، دا وداني د کندهار ښار په زړه کي د ولايت مقام څنګ ته موقعيت لري.

د منډیګک بنسټ دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل ګڼي، او د کندهار له علمي، فرهنګي او مسوولو ادارو یې غوښتنه کړې، چي داسې ځایونه وڅېړل شي، ثبت او وساتل شي،نه دا چي د نقشو تر پلمې لاندې ورک شي.

د منډیګک بنسټ یو مسوول سردار ولي په اېکس لیکلي:« بې له تاریخي څېړنې، بې له اسنادو او بې له دې چي د افغانستان فرهنګي میراث ته درناوی وشي، ددغسي ودانیو ورانول د انکشاف په شکل تاریخ قربانول دي.»

ددې ودانۍ د ړنګولو په غبرګون کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم په خپل اېکس کې لیکلي:« څو ورځې مخکې مې د احمدشاه بابا د رغول شوي کور تصویرونه ولیدل او ډیر پرې خوښ شوم، نن مې متاسفانه د همغه دوران د یوې مهمې ودانۍ د تخریب دا بد خبر تر سترگو شو.»

نوموړي نیوکه کړې، چې «دداسې ودانیو تخریب د تاریخ تخریب دی او ډیر افسوس دی چې دا کار شوی، هیڅ ژوندی او هوښیار ملت خپلې ریښې پخپله نه پرې کوي».

خرم غوښتنه کړې، چې په ټولو ولایتونو کې د ورته ودانیو، چې تاریخي ابدات گڼل کیږي، پوره ساتنه وشي.

تر اوسه ددې خبر په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي پر ۱۶مه اعلان وکړ، چې د احمدشاه بابا تاریخي کور یې تر بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پرمخ پرانېستی دی.