• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خواجه اصف وايي چې امریکا دوی د «تشناب کاغذ» په څېر پرېښودل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې لویدیز د افغانستان په مساله کې له پاکستان نه ګټه واخېسته، خو د تشناب کاغذ په څېر یې دوی پرېښودل. د اصف په وینا، د پاکستان دیکتاتورو جنرالانو له افغان جګړې نه د مشروعیت لپاره ګټه اخېسته.

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان پکې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړیوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.

هغه د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې وویل، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته راغلل، دا د کابل د حکومت په غوښتنه وو او هېڅ تجاوز نه و شوی. د هغه په وینا، دا نظریه چې دغه جګړه د جهاد په نوم وه، یوازې د امریکایانو روایت دی.

هغه ټینګار وکړ چې دواړې جګړې د اسلام یا دین د مینې له امله نه وې، بلکې د هغه وخت دیکتاتورانو جنرال ضیاء الحق او جنرال پرویز مشرف د یوه ستر ځواک تایید او مشروعیت ته اړتیا درلوده.

خواجه اصف زیاته کړه چې د دې جګړو په ترڅ کې د پاکستان ښوونیز نصاب، سیاسي او مذهبي کلتور تر ډېره بدل شو. هغه وویل چې د دې جګړې له امله د تعلیم دودیز نصاب بیا نه شو پلي کېدای او حتا په سیاسي او مذهبي اخلاقیاتو کې ډېر کوچني بدلونونه هم رامنځته شول.

هغه همدارنګه روښانه کړه چې د ۱۱ سپټمبر بریدونه له افغانستان څخه نه دي شوي او د هغو عاملین هم افغانان نه وو.

هغه ټینګار وکړ چې تر اوسه له دې تاریخ څخه عبرت نه دی اخیستل شوی او تروریزم او ناسم امنیتي وضعیت د همدې تېرو تېروتنو پایله ده.

نوموړي یادونه وکړه چې امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو دوی د تشناب کاغذ په څېر وکارول او پرې یې ښودل.

هغه ټینګار وکړ چې د تېرو تېروتنو منل د ملي درملنې برخه ده او دا باید د سیاست نه، بلکې د ملي لیدلوري برخه وي.

خواجه اصف په پای کې وویل، «تر څو چې موږ خپلې تېروتنې ونه منو او له تاریخ سره رښتینی مخامخ نه شو، د تروریزم او بې‌ثباتۍ ستونزې به دوام لري. موږ باید له تېروتنو زده کړه وکړو او له خپلې ځمکې، تاریخ او ملي ارزښتونو سره بیا تړاو پیدا کړو».

هغه دغه راز وویل چې افغانستان وروستی هېواد و، چې پاکستان یې په رسمیت و پېژنده او دوه ځله یې پر پاکستان بریدونه وکړل، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د کابل ښاریانو نیوکه: اته ساعته برېښنا نه لرو خو بېلونه څو چنده راځي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د کابل یو شمیر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په هرو ۲۴ ساعتونو کې اته ساعته برېښنا نه درلوده خو د طالبانو برېښنا شرکت د لګښت لوړ بېلونه ور استولي دي.

د کابل ښار ځینو اوسیدونکو نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه وویل، چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې برېښنا کمه شوې ده خو د برېښنا بېلونه دومره لوړ وي، چې دوی یې د پرې کولو توان نه لري.

د کابل اوسیدونکی سمیع الله نیوکه کوي، چې په کور کې څلور ګرپونه لري او یو ټلوېزیون سره په دې میاشت کې ۲ زره ۴۰۰ افغانۍ بېل پسې راغلی دی.

د کابل ځینې ښاریان وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د ورښتونو له امله وارداتي برېښنا څو ورځې پرله پسې پرې شوې وه او ډېر وخت برېښنا یوازې د شپې له خوا ور پرېښودل کیږي، چې کمه مصرفیږي، خو پر دې سربېره د طالبانو برېښنا شرکت د برښنا لوړلګښتي بېلونه ور لیږلي دي.

دوی زیاتوي، چې په هیواد کې بې کاري او خراب اقتصاد سره بیا هم د افغانستان برېښنا شرکت بېلونه زیات لیکلي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زیاتره وخت د افغانستان برېښنا شرکت د بودجې له کسر سره مخ وي او بیا په خپل سر بېلونه لیکي او که کوم کس یې چې تحویل نه کړي، په هغه پسې جریمه هم راځي او یا هم برېښنا پرې قطع کوي».

نه یوازې په کابل کې بلکې په ځینو نورو سترو ښارونو کې هم هېوادوال د برېښنا د زیاتو بېلونو له ور لېږدل کېدو شکایت لری.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د خلکو دې نیوکو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان د پرېمانه اوبو او اوبیزو سرچېنو په لرلو سره لا هم خپله اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو پېري، چې ډېر ځله د دغو هېوادونو له‌خوا د ژمي په سړو ورځو شپو او د اوړي په ګرمۍ کې قطع کیږي.

ملابرادر او میرویس عزیزي د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا په ګډون پنځه تړونونه لاسلیکوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ټاکل شوې سبا (چهار شنبه، د سلواغې ۲۲مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رییس میرویس عزیزي په حضور کې پنځه تړونونه لاسلیک شي.

د طالبانو د ترواک لاندې ملي ټلوېزیون ویلي، چې په دغو مراسمو کې به د عزیزي ګروپ او طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا او له ډبرو سکرو څخه د د برېښنا د تولید د پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړونونه لاسلیک شي.

د روان کال د زمري په میاشت کې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه.

نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي وو، چې یاده پروژه به په پنځو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي خو تر اوسه ددې پروژو د پیل په اړه جزییات نشته.

د انرژۍ او په ځانګړي توګه د برېښنا د تولید په برخه کې دغه هوکړه په داسې حال کې لاسلیکېږي چې دمګړۍ افغانان او په ځانګړي توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري.

د طالبانو اقتصادي کمیسیون د کبانو د ۷۷۰۰ فارمونو جوړولو طرحه تایید کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرااقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ددې ډلې اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په خپله نوبتي غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید کړې ده.

د یادې طرحې له مخې به د خصوصي سکټور په پانګونې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو ۷۷۰۰ کوچني، منځني او لوی فارمونه جوړ شي.

طالب چارواکي وایي، د دغو فارمونو په جوړېدو سره به د کبانو د غوښې تر ۹۰ سلنې پورې کورنۍ اړتیا پوره شي او شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

طالب چارواکو ویلي، یاده پرېکړه د وروستۍ منظورۍ لپاره د دې ډلې د مشر دفتر ته استول شوې ده.

پولنډ د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره نږدې نیم ملیون ډالر مرسته کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰

پولنډ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره څه باندې ۴۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي دي. په پولنډ کې د افغانستان سفارت ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره په همکارۍ، د زلزلې قربانیانو سره د مرستې لپاره ۲۷ قلمه بشري مرستې چمتو کړې دي.

په دې مرستو کې درمل، طبي تجهیزات، کمپلې او خواړه شامل دي او د زلزلې قربانیانو ته به په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې وویشل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د بشري مرستو دا بار د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۱۰مه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې کابل ته ولیږدول شي.

وروستۍ زلزلې چې د افغانستان ختیځې برخې په ځانګړې توګه کونړ یې ولړزاوه، سلګونه کسان مړه کړل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

له دې زلزلې وروسته، د افغانستان په ځینو ختیزو ولایتونو کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي او نړیوالې ټولنې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

طالبانو په هرات کې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله ۱۰ درملتونونه تړلي دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی، د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ د اسلام‌کلا بازار په سیمه کې یې د څارنې پرمهال هغه ۱۰ درملتونونه تړلي چې معتبر قانوني اسناد یې نه‌لرل او په ناقانونه ډول یې فعالیت کاوه.

د یاد ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د څارنې او ارزونې امریت یوې ډلې د کهسان ولسوالۍ د اسلام‌کلا بازار اړوند سیمو کې ۲۲ درملتونونه څارلي او ارزولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، د ترسره شویو څېړنو له مخې له یادو درملتونونو څخه ۱۰ هغه د قانوني اسنادو نه وړاندې کولو له امله مهر او لاک شول.

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې څارنې پرمهال دارنګه غیرمجاز، بې‌لېبله او تاریخ‌تېر درمل هم راټول او د نورو قانوني مراحلو لپاره په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ته لېږدول شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ټینګار کړی، چې د خلکو د روغتیایي خوندیتوب په موخه به د درملتونونو د فعالیتونو څارنه لا پسې جدي کړي او د درملو د ناقانونه پلور او نامعیاري خدمتونو پر وړاندې به قانوني چلند وشي.