• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شېخ‌الحدیث عثمان طارق: د طالبانو پر ضد جګړه روا ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د حج او اوقافو وزارت مرستیال شېخ‌الحدیث محمد عثمان طارق وایي، چې د طالبانو جزایي اصول‌نامه له قران او نبوي سنت سره په بشپړ ټکر کې ده. هغه همداراز زیاتوي، چې د حنفي فقهې له نظره له طالبانو سره جګړه روا ده.

یاد دیني عالم د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې زیاته کړې، پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلام د بدنامۍ هڅې پیل کړې دي. هغه وایي: «علم چې فرض دی خو طالبانو پر نیمایي ټولنې بند کړی دی. دا یو اساسي دلیل دی چې دغه ډله د دین له بدنامولو پرته کومه بله لار نه لري او دغه ډله په دین نه پوهېږي.

د نوموړي په وینا، طالبان د «اسلامي امارت یا اسلامي حکومت» تر نوم لاندې د ملا هبت‌الله په مشرۍ یوازې د دین د بدنامولو هڅه کوي. شېخ‌الحدیث عثمان طارق وایي، طالبان د خپلې نوې جزایي اصول‌نامې له لارې غواړي، چې په افغانستان کې د علماوو خولې وتړي. د هغه په باور، د افغانستان د واکمنې ډلې په جزایي کړنلاره کې ګڼ موارد ناسم دي.

د جمهوري نظام دې پخواني چارواکي پر طالبانو غږ کړی، چې اصلاح دې شي او که داسې ونه‌کړي؛ نو د اسلامي فقهې له‌مخې یې پر وړاندې جګړه روا ده. یو شمېر نورو افغان دیني عالمانو هم د طالبانو د اوسني رژیم پر وړاندې جګړه روا بللې ده او هم‌مهاله د ازادۍ په نوم د یادې ډلې خلاف یو شمېر وسله‌والې جبهې هم فعالې شوې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

جي‌ډي‌ونس: له کابل څخه د تخلیې پر مهال د اذربایجان ځواکونه تر نورو وروسته ووتل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي‌ونس ویلي، چې د اذربایجان د جمهوریت ځواکونه د هغو وروستیو بهرنیو ځواکونو له ډلې وو، چې د افغانستان د تخلیې پر مهال ووتل او د ترهګرۍ پر ضد په نړۍواله جګړه کې یې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

د ټرېنډ خبري اژانس د راپور له‌مخې، جي‌ډي‌ونس دا څرګندونې د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌اوف سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې. نوموړي په افغانستان کې د باکو او واشنګټن ترمنځ پوځي همکاریو ته په اشارې وویل، چې دا ملګرتیا له کلونو راهیسې تر هغه کچې کمه یاده شوې ده، چې ارزښت یې لري، حال دا چې د امریکا متحده ایالتونو ته یې خورا ستر اهمیت درلود.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه: «کېدای شي ډېر امریکایي وګړي په دې نه وي خبر چې اذربایجاني ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د سمندري پوځیانو (مېرینز) تر څنګ جنګېدل او د دې هېواد له تر ټولو زړورو، کلکو او سرسختو پوځي ځواکونو څخه ګڼل کېدل».

ونس ټینګار وکړ، چې اذربایجان د نړۍوالو ځواکونو د حضور پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته پراخ ملاتړ ورکړی و او د دې هېواد د ځواکونو دوامداره حضور تر وروستیو وتلو پړاوونو پورې د دې ماموریت پر وړاندې د باکو جدي ژمنتیا ښيي.

هغه په پای کې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو، څو د دې دوستۍ او همکارۍ مننه وکړو او په عین حال کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزو او د ګډو همکاریو یو نوی پړاو پیل کړو».

ایران وايي ډېر ژر به د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي ویلي، د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ خنډ نشته. هغه زیاته کړې، چې په دې تړاو خبرې روانې دي او تهران به ډېر ژر د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

بېکدلي همداراز څرګنده کړې، چې د اړیکو کچه په کابل او تهران کې د سفیرانو حضور، سوداګریزې راکړې ورکړې او د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا د رسمیت پېژندنې د یوه ډول ښکارندويي کوي.

علي‌رضا بېکدلي له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) خپره شوه ویلي: «د رسمیت پېژندنې په اړه هرو مرو به خپل ابتکار ولرو او تاسو ټول به یې وستایئ. اسلامي جمهوري د رسمیت پېژندنې له مسلې د اړیکو د لا تقویې په توګه استفاده وکړي».

بېکدلي د طالبانو له ادارې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل: «پر ښو شریکانو بدل شوي یوو».

هغه د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو کچې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تهران د افغانستان پر تله له بل هېڅ هېواد سره دومره نږدې نه‌دی».

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست د دغې مرکې په یوې برخه کې په افغانستان کې د بهرنیانو پر لاسوهنې اندېښنه څرګنده کړه، خو په دې تړاو یې نور توضېحات ورنه‌کړل.

تر دې مخکې ایراني چارواکو د افغانستان بګرام هوايي اډې ته د امریکايي ځواکونو د احتمالي بیا راتګ او په دغه هېواد کې د نظامي اډې د جوړولو په تړاو هم اندېښنه ښودلې وه.

د شنونکو په باور، که چېرې تهران د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني، نو ایران به له روسیې وروسته دویم هېواد شي چې د طالبانو اداره په رسمیت پېژني.

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۰

کندهار کې طالبانو د احمد شاه بابا د وخت د دولت د خزانې او مالي نظام مرکز نړولی. منډیګک بنسټ، چې د تاریخي سیمو څیړنه کوي، دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل بللي. په ورته وخت کې د اطلاعاتواو فرهنګ پخواني وزیر کریم خرم ویلي، چې د دومره قدامت لرونکې ودانۍ اهمیت تر سرو زرو زیات دی.

منډیګک تاریخي بنسټ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۲۱مه د کندهار پخوانيو فرهنګي مشرانو له قوله ویلي، چي په نړول شوي مرکز کې به د احمدشاهي دولت د مال، د ولس امانت او د امپراتورۍ اقتصادي چاري تنظیمېدلې.

د یاد بنسټ په وینا، دا وداني د کندهار ښار په زړه کي د ولايت مقام څنګ ته موقعيت لري.

د منډیګک بنسټ دا عمل د تاریخي حافظې له منځه وړل ګڼي، او د کندهار له علمي، فرهنګي او مسوولو ادارو یې غوښتنه کړې، چي داسې ځایونه وڅېړل شي، ثبت او وساتل شي،نه دا چي د نقشو تر پلمې لاندې ورک شي.

د منډیګک بنسټ یو مسوول سردار ولي په اېکس لیکلي:« بې له تاریخي څېړنې، بې له اسنادو او بې له دې چي د افغانستان فرهنګي میراث ته درناوی وشي، ددغسي ودانیو ورانول د انکشاف په شکل تاریخ قربانول دي.»

ددې ودانۍ د ړنګولو په غبرګون کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم په خپل اېکس کې لیکلي:« څو ورځې مخکې مې د احمدشاه بابا د رغول شوي کور تصویرونه ولیدل او ډیر پرې خوښ شوم، نن مې متاسفانه د همغه دوران د یوې مهمې ودانۍ د تخریب دا بد خبر تر سترگو شو.»

نوموړي نیوکه کړې، چې «دداسې ودانیو تخریب د تاریخ تخریب دی او ډیر افسوس دی چې دا کار شوی، هیڅ ژوندی او هوښیار ملت خپلې ریښې پخپله نه پرې کوي».

خرم غوښتنه کړې، چې په ټولو ولایتونو کې د ورته ودانیو، چې تاریخي ابدات گڼل کیږي، پوره ساتنه وشي.

تر اوسه ددې خبر په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي پر ۱۶مه اعلان وکړ، چې د احمدشاه بابا تاریخي کور یې تر بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پرمخ پرانېستی دی.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي زرګونه یتیمان په دارالایتامونو کې تر روزنې لاندې دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني وايي، چې د یتیمانو د ملاتړ په موخه په ټولو ولایتونو کې دارالایتامونه جوړ شوي، چې زرګونه یتیم ماشومان تر روزنې لاندې دي. د نوموړي په وینا، دوی د پخوانیو وژل شویو افغان سرتېرو یتیمانو ته هم پاملرنه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې په کابل کې د علومو اکاډمۍ له لوري د ماشومانو د روزنې په تړاو سیمینار جوړ شوی و او ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم ګډون پکې کړی و.

شیر احمد حقاني ويلي، چې د اسلام مقدس دین د ماشومانو روزنې او تربیې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د ماشومانو په پالنه کې تر ټولو لوی مسوولیت د والدینو پر غاړه دی.

نوموړي همداراز وویل، چې په هېواد کې د بې‌سرپرسته ماشومانو شمېر زیات دی او حکومت او عام وګړي باید د دغو ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د روان کال مرغومي میاشت کې طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و، چې په دې وروستیو کې یې د یتیمپالنې خصوصي مرکزونه او روزنتونونه تړلي او ټول یتیم ماشومان او اړوند تجهیزات یې د طالبانو اړوند مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د یاد وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته، په ټولو ولایتونو کې د هلکانو او نجونو لپاره جلا جلا روزنتونونه پرانېستل شوي او دغه لړۍ یې پراخه کړې ده.

د طالبانو د کلتور وزارت: ټولې لوحې او تابلوګانې باید «د اسلامي شریعت له احکامو» سره سمې وي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې ټولې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت احکامو او د افغانستان د طالبانو د ادارې له اصولو سره سمې وي.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څارنه کړې ده.

په دې ترڅ کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس قاري ولي‌ګل جواد وویل چې ټولې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت د احکامو او د طالبانو د ادارې له اصولو سره سمې وي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې باید له هغو انځورونو او غیرشرعي مطالبو ډډه وشي، چې د خلکو ذهنونه مغشوشوي او ملي ژبو، فرهنګي ارزښتونو او د لوحو منظم والي ته جدي پاملرنه وشي.

هغه ټینګار کړی چې د هغو لوحو له نصب څخه باید مخنیوی وشي، چې د ترافیکي لید یا د فرهنګي او تاریخي اثارو لید ته خنډ جوړوي.

د تاریخي اثارو پر لید د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټینګار داسې مهال دی، چې تازه ددې ډلې د کندهار ښاروالۍ د احمدشاه بابا د پېر د خزانې مرکز نړولی دی.