
د ناروې پولیسو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) وویل، چې په برګېن ښار کې په یوې تاوتریخجنه پېښه کې یو افغان وژل شوی او مېرمن یې ټپي شوې ده. د وژل شوي افغان کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغې جوړې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ناروې ته پناه وړې وه.
د ناروې د پولیسو په وینا، یو ځوان د یکشنبې په ماښام د سلواغې ۱۹مه په ارنا سیمه کې د خپل کور مخکې له فزیکي او تاوتریخجن برید سره مخ شو او د ژورو ټپونو له امله یې د روغتون پر لاره ساه ورکړه.
د راپورونو لهمخې، سیمې ته د پولیسو له رسېدو مخکې بریدګر د پېښې له ځایه تېښتېدلی، خو ځايي پولیسو د بریدګر د پېژندنې او نیونې لپاره د سپي پولیسو او ډرون الوتکو په وسیله پراخ عملیات پیل کړي او همداراز یې د برګېن ښار په بېلابېلو سیمو کې ګڼ چک پاینټونه هم جوړ کړي دي.
تر اوسه د دغې پېښې په تړاو هېڅوک نهدي نیول شوي. پولیسو دغه پېښه عمدي وژنه بللې او د وژل شوي کس جسد به سبا (سېشنبه د سلواغې ۲۱مه) د لا زیاتو څېړنو په موخه عدلي طب ته ولېږدول شي.
د یاد وژل شوي کس د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې وژل شوی کس افغان دی او په وینا یې لا تر اوسه پولیسو ورته د بریدګر د هویت او همداراز د برید د انګېزې په تړاو څه نهدي ویلي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په ننګرهار کې پر راستانه کړل شویو افغانانو د مرستو د وېش په مراسمو کې وویل، د دوی له بیاځلي حاکمیت راهیسې له بېلابېلو هېوادونو ۴نیم میلیونه افغان کډوال په زوره افغانستان ته لېږل شوي دي.
له یوه کال راهیسې ځینو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څه باندې ۱ میلیون افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونه اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) په ننګرهار کې پر ۱۲۰۰ راستانه کړای شویو کورنیو د غنمو او نغدي مرستو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغان کډوالو پر کوربه هېوادونو په نیوکو سره وویل، د دوی د حاکمیت له پیل راهیسې ۴نیم میلیونه افغان کډوال په زور او جبر سره بېرته هېواد ته اړول شوي دي.
نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي: «په خواشینۍ سره کوربه هېوادونو لهخوا ښه چلند ونشو، ډېر کمزوری چلند وشو. دا مهاجرین خوارکي هلته له خپل مهاجرتي کورونو څخه په زور واېستل شول. دومره وخت ورنکړل شو چې دوی خپل حساب و کتاب وکړي او د خپلو کورونو وسایل راټول کړي».
د طالب مسوولینو په وینا، په روان کال کې به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۰۰ راستانه شویو بېوزلو کورنیو ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شي.
د طالبانو په دې شمېر سره که په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۰۰ کورنیو ته مرستې ورکړل شي، نو ټولټال ۴۰ زره او ۸۰۰ کورنۍ به له دغو مرستو برخمن شي او د راستانه شویو ۴نیم میلیونه کډوالو پر تله دغه شمېر خورا کم دی چې له مرستو برخمن کېږي.
د افغانستان د تېر نظام د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب تر مدیریت لاندې "اوربېټورکس" شرکت د ابوظبي له حکومت سره د پراختیايي پروژو د دقیقې څارنې په موخه د سپوږمکۍ له معلوماتو (ډېټا) څخه د ګټنې یو تړون لاسلیک کړ.
د "اوربېټورکس" اجراییه رییس حمدالله محب ویلي، چې د دغه تړون پر بنسټ به د ابوظبي پراختیایي صندوق وکولی شي، چې د ځمکې د مشاهدې او سپوږمکۍ انځورونو په مرسته د پروژو پرمختګ، احتمالي ګواښونه او اغېزې په ژوندۍ بڼه وڅاري.
حمدالله محب په ۱۴۰۳ کال کې په متحده عربي امارات کې د یوه فضايي شرکت په جوړولو سره د کوچنیو او منځنیو سټلایټونو د تولید بازار ته ننوت. هغه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) ویلي، د ده د شرکت د محصولاتو په وسیله د ابوظبي پراختیايي صندوق د دې جوګه کېږي چې له لرې څخه د نړۍ په هر ګوډ کې پر خپلو پروژو دقیق څار ولري.
دا پروژه د نړۍ په کچه د پراختیایي چارو په مدیریت کې یو بدلون ګڼل کېږي او تر دې وروسته به پر کاغذونو او راپورونو د تکیې پر ځای دا ټېکنالوژي پرېکړه کوونکو ته دا واک ورکوي، چې د خپلو پروژو پرمختګ په خپلو سترګو وګوري، روڼتیا رامنځته کړي او حساب ورکونه نوره هم پیاوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه تړون تېره اوونۍ د "دولتونو په نړۍواله سرمشریزه" کې لاسلیک شو، خو د ابوظبي پراختیایي صندوق او اوربېټورکس شرکت په خپلو رسمي ادرسونو کې د دغې پروژې د لګښتونو په اړه څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې یو زیات شمېر افغانان په خېبرپښتونخوا، پنجاب او بلوچستان کې پر کرنیزو چارو بوخت وو، خو اوس چې سلګونه زره افغانان له دغه هېواده په جبري ډول اېستل کېږي، نو په کرنیزه برخه کې یوه نسبي تشه رامنځته شوې ده.
په خېبرپښتونخوا، پنجاب او بلوچستان کې له لسګونو کلونو راهیسې یو زیات شمېر افغانان له نورو چارو سربېره پر کرنیزو چارو هم بوخت وو. د کرنیزې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دغه وضعیت دوام به کرنیزه برخه له ننګونو سره مخ کړي او همداراز به د کرنیزو محصولاتو او سبزیجاتو د بیو له لوړېدو سربېره د پاکستان اقتصاد هم اغېزمن کړي.
د یادو صوبو اوسېدونکي وايي، ډېری افغانان له کرنیزو چارو سربېره د څارویو پر روزنې او همداراز د شات پر تولید هم بوخت وو. د دوی په وینا، دمګړی کرنیزې ځمکې شته، خو تجربه لرونکي کسان او بشري ځواک کم شوی او په دې سره به کرنیزه برخه له جدي ستونزو سره مخ شي.
پر دغو ځمکو بوخت یو افغان بزګر محمد ګل چې په شپږ کلنۍ کې دغه هېواد ته تللی، وايي چې له کلونو زیار وروسته یې ګڼې شاړې ځمکې ابادې کړي او ډېری محصولات یې اوس هم له خېبرپښتونخوا سربېره د پنجاب بازارونو ته هم رسېږي.
د محمد ګل په وینا: «همدا څو کاله مخکې د یوې اندازې ځمکې کلنۍ اجاره ۳۷ زره روپۍ وه، خو اوس دغه بیه له لسو تر ۱۴ زره روپیو راټيټه شوې ده».
هغه د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د کډوالو د ستنولو بهیر په څو پړاوونو کې ترسره کړي، ځکه یخني ده او د شرایطو په برابرېدو سره به خلک په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د کرنې برخې کارپوهان وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو له ستنېدو سره یوه برخه کروندې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او په وینا یې دغه چاره به د ځايي اوسېدونکو پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.
له دې سربېره د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارو له بندېدو سره ډېری پاکستاني کروندګر هم سخت زیانمن شوي دي. د پنجاب یو کروندګر عطاالله وایي، د لارو د خلاصون پر مهال به د کچالو کروندو ډېره ګټه کوله او هغه هم سږکال په دې برخه کې ډېره پانګونه کړې، خو له شاوخوا ۴ میاشتو راهیسې د لارو د بندېدو له امله ډېره برخه حاصلات یې خراب شوي او ورسره سخت تاواني شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر ځمکوال هم له روان وضعیت څخه شکایت لري او وايي، په دې برخه کې یوازې کارګر او اجاره کوونکي تاواني شوي نهدي، بلکې د ځمکو مالکان هم اغېزمن شوي دي.
رازق خان چې پخوا یې ډېره ځمکه په اجاره ورکړې وه، وايي: «پخوا به مو ځمکې د کرکېلې لپاره د یوه یا دوو کلونو لپاره په اجاره ورکولې، خو اوس داسې کسان ډېر کم پیدا کېږي چې ځمکې په اجاره ونیسي».
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابېدو سره سم، له شاوخوا ۴ میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ هر ډول ځمکنۍ لاره او سوداګري بنده شوې ده. اوس په پاکستان کې د کینو او نورو مېوو فصل دی، خو د لارو د بندوالي له امله ډېری کروندګر، سوداګر او ورسره ټرانسپورټ تاواني شوي او میوې یې هم خرابې شوې دي.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې په کابل کې د یوې کورنۍ د خوراکي توکو د کڅوړې بیه شاوخوا ۲۲۵۰ افغانۍ لوړه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل د کابل په بازارونو کې له هۍوالو سره تر خبرو او د بیو تر ارزونې وروسته موندلې ده، چې د یوې کورنۍ د اساسي خوراکي توکو د برابرولو لګښت نږدې ۳۵ سلنه زیات شوی دی.
له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر بندېدو مخکې په کابل کې یوې کورنۍ کولای شول د اوړو، غوړیو، وريجو، لوبیا او بورې په ګډون د خوراکي توکو یوه اساسي کڅوړه په ۶۴۷۰ افغانیو واخلي، خو اوس د همدې بیه ۸۷۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
په دې منځ کې د ځینو توکو لکه وريجو، غوښې او غوړیو بیې ډېرې لوړې شوې دي.
دا د بیو لوړوالی وروسته له هغه رامنځته شوی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د څلورو میاشتو لپاره پرې شوې او پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې وتړل شوې.

د طالبانو د ښاروالۍ نرخپاڼه نه عملي کېږي
د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د پېر او پلور بیې د طالبانو د ښاروالۍ له ټاکل شوې نرخپاڼې سره توپیر لري.
په کابل کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ځیني هټۍوال د طالبانو د ښاروالۍ د مامورینو د مخنیوي لپاره د ځینو توکو بیې په نرخپاڼو او ټولنیزو شبکو کې ټیټې ښيي، خو په عملي ډول یې په بازار کې په لوړو بیو پلوري.
د ۱۶ کیلوګرامه غوړیو د یوه پیپ بیه له ۱۴۵۰ افغانیو څخه ۱۹۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
همدارنګه، د پاکستاني وريجو د ۲۵ کیلوګرامه بوجۍ بیه له ۲۴۰۰ افغانیو څخه ۳۹۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د کابل یو هټۍوال وایي، چې د پاکستاني وريجو پیدا کول ډېر سخت شوي دي.
د اوړو د اووه منه (۴۹ کیلوګرامه) بوجۍ بیه له ۱۶۸۰ افغانیو څخه ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغه راز، د اووه کیلوګرامه لوبیا بیه له ۶۰۰ افغانیو څخه ۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې او د یوه من بورې بیه له ۳۴۰ افغانیو څخه ۳۶۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
خو برعکس، د اووه کیلوګرامه میو بیه چې له پاکستان څخه نه واردېږي، کمه شوې او له ۶۰۰ افغانیو څخه ۵۷۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
پر ډیورنډ کرښه دروازې د تلې په میاشت کې، وروسته له هغه وتړل شوې چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
تر دې وروسته، طالبانو له سوداګرو وغوښتل چې له پاکستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې ودروي.
د سوداګرو په وینا، د لارو بند پاتې کېدل هره ورځ بازار ته درانه مالي زیانونه اړوي او د خوراکي توکو د بیو پر لوړوالي یې مستقیم اغېز کړی دی.
طالبانو اعلان کړی، چې له پاکستان سره به سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت پرانېستل شي، چې اسلاماباد ډاډ ورکړي چې دغه لارې به د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه نه کاروي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې افغانستان خپلې خوراکي اړتیاوې له نورو هېوادونو پوره کوي. هغه ټینګار کړی، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل د دې هېواد د حکومت له لوري د «پیاوړو تضمینونو» تر ترلاسه کېدو پورې مشروط دي.
په همدې حال کې، طالبانو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او ازبکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې زیاتې کړې دي او ویلي یې دي، چې د افغانستان کرنیز محصولات به د ازبکستان د هوايي دهلېز له لارې د سیمې او اروپا بازارونو ته صادر شي.
خو په کابل کې د خوراکي توکو یو شمېر پلورونکي وایي، سره له دې چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې د راټیټېدو اعلان شوی، خو د خوراکي توکو بیې په بازارونو کې نه دي راکمې شوې. د افغانستان مرکزي بانک د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) د یوه امریکايي ډالر بیه ۶۳ افغانۍ اعلان کړه.
د چرګانو غوښه هم په تېرو څلورو میاشتو کې ۹۰ افغانۍ ګرانه شوې ده.
د بیو لوړوالی یوازې خوراکي توکو پورې محدود نه دی. د طالبانو لهخوا له پاکستان سره د درملو د سوداګرۍ د بندولو تر امر وروسته، په کابل کې د درملو بیې تر ۴۰ سلنه پورې لوړې شوې دي.
طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زدهکړو منع کړې. له همدې نېټې پوره ۱۶۰۴ ورځې تېرې شوې، خو لا هم د دغو نجونو زدهکوونکو د برخلیک په تړاو د پام وړ کار نهدی شوی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیاځلي واک ته ورسېدل او له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د «امر ثاني» په نوم نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
طالبانو دوه کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې بیا د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو او همداراز هر ډول روزنیزو کورسونو کې پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه او په دې سره د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړل شوه.
په ۱۴۰۴ تعلیمي کال کې شاوخوا ۴۰۰ زره نجونې د شپږم ټولګي زدهکړو له بشپړولو وروسته له زدهکړو محرومو میلیونونه نجونو په کتار کې ودرېدې. یونېسف ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
د یونېسف رييسې کاټرین راسل تر دې مخکې ویلي، دغه وضعیت به د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي او په اوږد مهال کې به د زده کړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سېسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم له ستر ګواښ سره مخ شي.
یونېسف وېره لري، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د امېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.
د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو امېندواري کچه۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زدهکړې به نهلري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.
له دې سره سم، د نجونو د زدهکړو کمپاینران وايي، په افغانستان کې د زدهکړې د پراختیا او پرمختيا پر ځای، د عصري علومو او په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو پر وړاندې یوه «نا اعلان شوې جګړه» پيل شوې او په وینا یې، نړۍواله ټولنه باید روان وضعیت عادي ونهګڼي.
د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو لهمخې، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له دوامه محرومې دي.
د طالبانو پوهنې وزارت ویاند بیا ویلي: «د دیني او عمومي زدهکړو په مرکزونو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زدهکړو بوختې دي. په ټوله کې پر زده کړو د بوختو زده کوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړۍ شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زدهکړو بې برخې دي.