• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان نجونې زده‌کوونکې له ۱۶۰۴ ورځو راهیسې د زده‌کړو له دوامه محرومې دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۰

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. له همدې نېټې پوره ۱۶۰۴ ورځې تېرې شوې، خو لا هم د دغو نجونو زده‌کوونکو د برخلیک په تړاو د پام وړ کار نه‌دی شوی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیاځلي واک ته ورسېدل او له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د «امر ثاني» په نوم نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

طالبانو دوه کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې بیا د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو او همداراز هر ډول روزنیزو کورسونو کې پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه او په دې سره د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړل شوه.

په ۱۴۰۴ تعلیمي کال کې شاوخوا ۴۰۰ زره نجونې د شپږم ټولګي زده‌کړو له بشپړولو وروسته له زده‌کړو محرومو میلیونونه نجونو په کتار کې ودرېدې. یونېسف ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

د یونېسف رييسې کاټرین راسل تر دې مخکې ویلي، دغه وضعیت به د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي او په اوږد مهال کې به د زده کړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سېسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم له ستر ګواښ سره مخ شي.

یونېسف وېره لري، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.

د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د امېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو امېندواري کچه۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

له دې سره سم، د نجونو د زده‌کړو کمپاینران وايي، په افغانستان کې د زده‌کړې د پراختیا او پرمختيا پر ځای، د عصري علومو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې یوه «نا اعلان‌ شوې جګړه» پيل شوې او په وینا یې، نړۍواله ټولنه باید روان وضعیت عادي ونه‌ګڼي.

د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له دوامه محرومې دي.

د طالبانو پوهنې وزارت ویاند بیا ویلي: «د دیني او عمومي زده‌کړو په مرکزونو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زده‌کړو بوختې دي. په ټوله کې پر زده کړو د بوختو زده کوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړۍ شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې برخې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په مسکو کې د طالبانو سفیر او افغان سوداګرو په سوداګریزو ستونزو خبرې کړي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰

نن دوشنبه په مسکو کې د طالبانو سفیر گل حسن حسن او روسیه مېشتو افغان سوداگرو لیدلي دي. په دې کتنه کې د اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا بحث سربېره، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداگرۍ په برخه کې د شته ستونزو د هواري په اړه هم خبرې کړي دي.

د روسیې په پلازمینې مسکو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۰مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو سفیر افغان سوداگر په خپل هېواد کې پانگونې ته وهڅول. او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.

د طالبانو سفیر ډاډ ورکړی، چې سفارت به د دوه اړخیزو سوداگریزو اړوند چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.

په دې کتنه کې روسیې مېشتو افغان سوداگرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل او د طالبانو له اړوندو ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.

میرضیایف د ټرانس افغان رېل‌پټلۍ په پروژه کې د ازبکستان د ګډون فرمان لاسلیک کړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د ټرانس - افغان رېل‌پټلۍ په سیمه‌ییزه پروژه کې د ازبکستان د ګډون فرمان لاسلیک کړی او د امکان‌ ارزونې اړوند چوکاټي هوکړه‌لیک یې تایید کړی دی.

د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، دا هوکړه‌لیک یو درې‌اړخیز سند دی چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵کال د جولای په ۱۷مه لاسلیک شوی و او اوس د تاشکند له رسمي تصویب وروسته د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی دی.

یاد هوکړه‌لیک د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ټولګټو وزارت او د پاکستان د رېل‌پټلۍ وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی. د دې هوکړې موخه د یوې داسې رېل‌پټلۍ د جوړولو لپاره ګډه امکان ارزونه ده، چې نایب‌اباد له خارلاچي سره ونښلوي.

دا مسیر د افغانستان د ټرانس – افغان رېل‌پټلۍ د لویې پروژې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د صادر شوي فرمان له مخې، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د دې هوکړه‌لیک د پلي کولو مسوول بنسټ ټاکل شوی دی. همداراز، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د داخلي حقوقي پړاوونو له بشپړېدو وروسته طالبان او پاکستاني لوری خبر کړي، څو هوکړه‌لیک په رسمي ډول لازم‌الاجرا شي.

د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ، د رېل‌پټلۍ مسیر به د ازبکستان له ترمز ښاره پیلېږي، د نایب‌اباد، میدان‌ښار او لوګر ولایتونو له لارې تېرېږي او د پاکستان خارلاچي سیمې ته رسېږي.

د دې پروژې اساسي موخه د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي دهلېز رامنځته کول ښودل شوی دی.

د یادې پروژې د امکان‌ ارزونې مطالعه د درې‌اړخیز دفتر له‌خوا ترسره کېږي، چې د نړیوالو ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره جوړ شوی او د ازبکستان د رېل‌پټلۍ تر څار لاندې فعالیت کوي. دا دفتر په ۲۰۲۳کال کې په تاشکند کې جوړ شوی او د همغږۍ لپاره یې په کابل او اسلام‌اباد کې هم څانګې لري.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په سوداګریزو جوازونو کې لا هم د پخواني جمهوري دولت نوم کاروي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ په جوازونو کې لا هم د افغانستان د پخواني جمهوري دولت نوم کاروي. د دغه وزارت له خوا په ورکړل شویو جوازونو کې لیکل شوي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت".

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ په جوازونو کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت له نومه ځکه استفاده کوي، چې دوی که د خپلې ادارې په نوم جواز ورکړي، په نورو هېوادونو کې د چلښت وړ نه دي.

که څه هم طالبان په خپلو رسمي مکتوبونو او دولتي مراسلاتو کې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» پر ځای د «افغانستان اسلامي امارت» کاروي، خو د پاسپورټونو ترڅنګ د سوداګرۍ په جوازونو کې لا هم د پخواني جمهوري نظام نوم لیکل کېږي.

100%

تر اوسه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او ګڼې سوداګریزې او بانکي چارې له همدې امله له خنډونو سره مخ دي.

اقتصادي شنونکي وايي، د رسمي اسنادو نړۍوال اعتبار د هر حکومت لپاره مهم دی او د رسمیت نه‌پېژندنې وضعیت د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو بهیر په مستقیم او غیرمستقیم ډول اغېزمن کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د یوه پخواني افغان ډیپلومات د ورکې شوې میرمنې برخلیک لا ناڅرګند دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د کاناډا پولیسو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې دوی د مژګان عیني په نوم د یوې افغانې میرمنې د ورکېدو قضیه د "وژنې قضیې" په توګه څېړي. مژګان عیني د ۱۴۰۱ کال په نیمایي کې (د ۲۰۲۲ کال سپتمبر) کې ورکه شوه.

د مژګان عیني نوم د ۱۳۹۶ کال په زمري میاشت کې په امریکا او افغان رسنیو کې هغه وخت سرلیکونه جوړ کړل چې د خپل خاوند او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت سلاکار محمد یما عیني له خوا "کورني تاوتریخوالي" سره مخ شوه.

په ۱۳۹۶ کال کې نیویارک پوسټ راپور ورکړ، چې محمديما عیني خپله میرمن مژګان عیني دومره وهلې وه چې هغه ( ۱۴۹۶ کال د چنګاښ میاشت ۳۱مه) روغتون ته یوړل شوه.

نیویارک پوسټ د متحده ایالاتو د پولیسو له قوله ویلي وو چې ۴۶ کلن ډیپلومات خپله ۳۰ کلنه میرمن له ویښتو نیولې وه، په سر او مخ یې ووهله او تر هغه وخته یې وهله چې د هغې مخ او ښۍ سترګه ژوبل شول.

د رسنیو ددې راپور له خپرېدو وروسته هغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت عیني کابل ته وغوښت.

خو د مژګان خور بنفشه احمدي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې محمدیما عیني هغه وخت د کابل پر ځای له مژګان او خپلو دریو ماشومانو سره کاناډا ته لاړ.

میرمن عیني له هغه وخت راهیسې تر سپتمبر ۲۰۲۲ پورې په کابل کې له خپلې کورنۍ سره په تماس کې وه، خو له هغه وخت وروسته ورکه شوې ده.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې له محمدیما عیني سره د هغې د ګرځنده تلیفون شمیرې له لارې اړیکه ونیسي خو زنګونه بې ځوابه پاتې شول.

افغانستان انټرنشنل د کاناډا پولیسو ته یو لیک ولېږه، چې د مژګان عیني د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي. د کاناډا پولیسو په ځواب کې وویل چې دوی په رسمي ډول د میرمن عیني د ورکیدو قضیه د قتل د قضیې په توګه څېړي.

څرنګه چې قضیه تر څېړنې لاندې ده، پولیسو تر اوسه د مژګان عیني د احتمالي "وژنې" په تور څوک نه دي نیولي.

متقي د ازبکستان د ولسمشر له مرستیال سلاکار سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبکستان د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له مشر او د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي سره کتلي او د سیاسي اړیکو د لا ژورولو او د سیمه‌ییزو مسایلو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت یې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې متقي وویل، چې ازبکستان د افغانستان په اړه مثبته او پر ښه نیت ولاړه پالیسي لري، او د دغې پالیسۍ په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ به لا پراخې شي.

متقي د څېړنیزو مرکزونو پر رول هم ټینګار کړی، چې دده په وینا، د سیمې د واقعیتونو د ښه درک لپاره اړین دي.

بل خوا وهابوف ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا او مثبت لیدلوری د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختیا سبب شوی او دواړه لوري هیله من دي چې راتلونکې کې به د همکارۍ کچه نوره هم لوړه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ثبات او همغږۍ په ټینګولو کې به مرسته وکړي.