• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې نننۍ زلزلې دوه کسان ټپیان کړي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې د ختیزو ولایتونو خلک لا د تېرې مرګونې زلزلې له زیانونو، نه دي راوتلي، د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په سوتن او جان شيګل کليو کې د نننۍ زلزلې له امله یو ځوان او یو ماشوم ټپیان شوي.

نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په سُتن او جان شيګل کليو کې زلزله شوې، چې له امله یې یو ځوان او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې زلزله نن سهار لس بجې شوې چې له امله یې، د مروت او سالو خان په نومونو دوه کسان سخت ټپیان شوي دي.

د ولسوالۍ د روغتیايي مسوول ډاکتر رفیع الله په وینا، ټپیانو ته لومړنۍ مرستې ورکړل شوې او د امبولانس له لارې د درملنې لپاره جلال‌اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د چارواکو په وینا، د پېښې ځای ته روغتیايي او امنیتي مسوولان پر وخت رسېدلي او د نورو تلفاتو یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې په ختیزو ولایتونو کې د زورورې زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شول او ۳۶۴۰ تنه نور ټپيان شول.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: په «دعوتي چارو» کې به د چا د موقف پروا ونه شي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد له رییسانو سره په تازه ناسته کې ویلي چې هغوی د ټولنې د اصلاح لپاره ټاکل شوي او باید خلک نېکیو ته وبولي او له بدیو یې منع کړي. هغه وايي، د چا د موقف پروا نه کوي.

حنفي ټینګار کړی چې د دعوت پر مهال باید د هیچا د موقف پروا ونه شي او هر مسوول خپلو نیمګړتیاوو ته متوجې شي.

د یاد وزارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ، نوموړي زیاته کړې: «علما د پیغمبرانو وارثان دي او باید یوازې د الله د رضا لپاره کار وکړي.»

د وزارت په وینا، دا اداره د ټولنې د "فکري او عقیدوي اصلاح" مسوولیت لري او په تېرو څلورو کلونو کې یې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.

خو د چارو کارپوهان وايي، د طالبانو امر بالمعروف وزارت یوازې پر عامو خلکو بندیزونه لګوي، په داسې حال کې، چې ددې ډلې وزیران له بهرنیو ښځو سره ناستې کوي، خو هیڅ اعتراض پرې نه لري.

طالبانو نارینه خیاطانو ته امر کړی چې نور د ښځو جامې ونه ګنډي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو تېره ورځ د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې یو شمېر هغه خیاطان نیولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې. طالبانو نارینه خیاطانو ته امر کړی، چې نور دې د ښځو جامې نه ګنډي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار د امر بالمعروف ریاست محتسبانو تېره ورځ د کندهار ښار د ۹ مې حوزې اړوند د لویې ویالې په سیمه کې له شل ډېر هغه خیاطان له ځان سره بیولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.

یاد خياطان د کندهار په امر بالمعروف ریاست کې تر یوې شپې زنداني کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

د ښځو د جامو یوه خیاط، چې د امر بالمعروف محتسبانو په ضمانت خوشې کړی، افغانستان انټرنشنل ته وویل:« په یارانه مارکیټ کې ټول دوکانونه د زنانه خیاطۍ، فېشن فروشي او د زنانه د کالیو دي. پرون پر څلور بجې امر بالمعروف والا راغلل، زه او ډېر نور خیاطان یې له ځان سره یووړو، ویل یې نور نو شیان ټول کړئ».

دغه کس چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي، له تېرو شاوخوا لس کلونو راهيسې د ښځینه جامو د ګنډلو کاروبار کوي او د دغه مسلک له لاري خپله شپږ کسیزه کورنۍ ساتي.

نوموړی زیاتوي:«زموږ همدا مسلک دی او خپله کورنۍ پرې ساتو، اوس نو چې طالبانو بندیز ولګاوه، زما په ګډون د لسګونو کسانو کاروبار به خراب شي. د ټولو ښځو خو خیاطي نه ده زده، چې هغوی خپلې جامې پخپله وګنډي».

سرچیني وايي، طالبانو له یادو خياطانو څخه په راتلونکي کې د ښځو د جامو نه ګنډلو لیکلی تعهد اخیستی دی.

په کندهار ښار کې د یارانه مارکیټ یو بل هیټوال وايي، له تېرو څو ورځو راهېسې د امر بالمعروف یوه ډله محتسبان په هټیو ګرځي او هغو ښځو ته، چې د سودا اخېستلو لپاره یوازې له کوره راوتلې وي، هټيو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو د سینګار توکو هټیوالو ته هم امر کړی دی، چې له شنو چادریو پرته به پر ښځو عربي حجابونه هم نه پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم د کندهار ښار د امر بالمعروف محتسبانو هټیوالو او په ځانګړې توګه د سینګار توکو پلورونکو ته امر کړی و، چې «له چادري پرته د تور حجاب استفاده کوونکې ښځې به هټیو ته نه پرېږدئ او سودا مه ورکوئ».

هټیوالو ته طالبانو امر کړی و، چې یوازې به د شنو چادریو والا ښځو ته سودا ورکوي.

خواجه اصف: له افغان خاورې راغلي ترهګر زموږ د ماشومانو وینې تویوي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر تور پورې کړی چې له افغان خاورې ترهګر او حتا افغان وګړي پاکستان ته ځي او د پاکستانيانو وینې بهوي. نوموړی وايي، «موږ د افغانانو لپاره دوه اوږدې جګړې وکړې، خپل امن او اقتصاد مو قربان کړ او نن هم شاوخوا شپږ تر اووه میلیونه افغانان زموږ په خاوره کې ژوند کوي».

نوموړي د یوه جګپوړي پوځي افسر عدنان اسلم د مړینې په مراسمو کې وویل چې په وروستي برید کې درې افغان جنکیالي او د تحریک طالبان پاکستان دوه غړي ښکېل وو.

دغه پوځي افسر د بنو په ورستي برید کې ټپي شوی و چې وروسته د سختو ټپونو له امله ومړ.

خواجه اصف په دغو مراسمو کې زیاته کړه: «پاکستاني پوځ یو ځل بیا خپل یو زوی د وطن لپاره قربان کړ، په دې برید کې پنځه ترهګر ښکېل وو، چې درې یې افغانان او دوه د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.»

نوموړي د افغان کډوالو پر حضور هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «موږ د افغانانو لپاره دوه اوږدې جګړې وکړې، خپل امن او اقتصاد مو قربان کړ، زموږ په سلګونو زره کسان ووژل شول، او نن هم شاوخوا شپږ تر اووه میلیونه افغانان زموږ په خاوره کې ژوند کوي، روزي ګټي، لوی ترانسپورټر او میلیاردران دي.»

د پاکستان دفاع وزیر تور پورې کړی چې، «له افغان خاورې ترهګر او حتا افغان وګړي زموږ پر خاوره راځي او زموږ د ماشومانو د وینو سیلاب بهوي. د نړۍ په تاریخ کې دومره ستره احسان وژنه بل ځای نه ده شوې.»

جنسیتي تبعیض په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د مېرمنو د لاسرسي مخه نیسي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان تازه راپور څرګندوي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سیمو ښځې د جنسیتي نابرابرۍ له امله له روغتیایي خدمتونو په ځانګړي ډول د درملنې او پاملرنې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ښځینه روغتیایي کادرونو کمښت او د درملنې مرکزونو ته د ښځو پر تګ محدودیتونو د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د راپور پر بنسټ، په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې چې تازه د سختې زلزلې له امله زیانمن شوي، وضعیت خورا بحراني دی. د ښځو تګ راتګ د محرم د نشتوالي له کبله محدود شوی او د ماشومانو په ځانګړي ډول له یتیمانو د ناوړه ګټې اخیستنې خطر ډېر شوی دی.

راپور زیاتوي چې ډېری ښځینه روغتیاپالې د خوندي استوګنځایونو د نشتوالي له امله نشي کولی په روغتونونو کې پاتې شي او اړې دي هره ورځ له ښارونو کلیو ته د محرم په ملتیا اوږده مزلونه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه محدودیتونه د دوامدارو روغتیایي خدمتونو مخه نیسي او ډېرې ښځې په بیړنیو حالاتو کې له اړینو درملنو بې برخې پاتې کېږي.

همدارنګه، د ښځینه ډاکترانو او نرسانو کمښت ددې لامل شوی چې ښځې په ډېرو سیمو کې عملاً له روغتیايي پاملرنې بې‌برخې شي.

راپور ټینګار کوي چې د افغانستان بشري بحران یوازې د طبي خدمتونو نشتوالی نه دی، بلکې نور عوامل لکه فقر، ناامنۍ او نابرابري د ستونزو په زیاتېدو کې اساسي رول لري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د ناروغیو خطر زیات شوی او کورنۍ په ګڼو او لنډمهالو پناه ځایونو کې د ساري ناروغیو لکه شري، تنفسي ناروغیو او نس‌ناستې، له ګواښ سره مخ دي.

د پنځو روغتونونو د معلوماتو پر بنسټ، تر ټولو ډېرې پېښې له زلزلې وروسته تروماوې دي، ورپسې د سر او ملا د تېر ټپونه ډېر لیدل کېږي. همدارنګه، لږ تر لږه ۲۰روغتیایي مرکزونه او روغتونونه د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوي دي.

د سپتمبر له دویمې تر ۹مې پورې یوازې په کونړ ولایت کې ۱۱۹۵ د ساري ناروغیو پېښې ثبت شوې، چې ۷۷۵یې د تنفسي ناروغۍ، ۶۰ د ملاریا شکمنې، ۴۳ د کرونا شکمنې او ۳۱۷د نس‌ناستې پېښې وې.

راپور زیاتوي چې د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه ۴۳ټنه بیړني طبي تجهیزات زلزله ځپلو سیمو ته لېږلي دي.

ماریا زاخارووا: د روسیې فدراسیون او طالبانو ترمنځ دوستانه اړیکې دي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د روسیې او طالبانو تر منځ د «دوستانه اړیکو» خبر ورکړی. ماریا زاخارووا د طالبانو له زندان نه د یوه روسي څیړونکي د خوشې کېدو په تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې وویل، چې «د روسیې فدراسیون او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ دوستانه اړیکې شته».

زاخارووا د سې شنبې په ورځ وویل، چې «روسی اتنوګراف سرګي کاویرین، چې له جولای میاشتې راهیسې په افغانستان کې د څو جرمونو په تور نیول شوی و، د سپتمبر پر ۸مه، له کابل څخه خپل هېواد ته را وستل شو».

زاخارووا وویل، « د افغان چارواکو له خوا د روسیې د لوري په غوښتنه کاویرین خوشې شو، په دې اساس چې د روسیې فدراسیون او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ دوستانه اړیکې شته».

سوتیاسلاو کاویرین د روسیې د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافیکو مطالعاتو مرکز او د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ څیړونکی دی، چې د هندوکش د خلکو د کلتور څیړونکی ګڼل کېږي.

د جولای پر۱۹مه، هغه وویل چې په کندز ښار کې د ګاڼو د قاچاق په تور نیول شوی او پرېکړه وشوه چې په کابل کې د استخباراتو ریاست ته انتقال شي.

کاویرین په زندان کې له بهر سره اړیکه نه لرله.

هغه له خوشي کېدو وروسته وویل، چې طالبانو د جاسوسۍ شک پرې درلود، خو د هغه په وینا، قضیه د شواهدو د نشتوالي له امله وتړل شوه.