ګانا له امریکا څخه د لوېدیځې افریقا د ناقانونه کډوالو د منلو اعلان کړی

د ګانا ولسمشر جان محاما وايي چې هېواد یې د امریکا متحده‌ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سخت‌دریځه سیاست له‌مخې د شړل‌شوو لوېدیځو افریقایي هېوادونو وګړو منل پیل کړي دي. د دې تګلارې له‌مخې ناقانونه کډوال درېیمو هېوادونو ته استول کېږي.