طالبان وايي په تېره یوه میاشت کې یې نږدې ۱۴۵ مېلیونه ډالره صادرات درلودل

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د تېرې زمري میاشتې د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۹ مېلیونه او وارداتو ارزښت بیا یو مېلیارډ او ۱۹۵.۶ ډالرو ته رسېدلی دی.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د تېرې زمري میاشتې د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۹ مېلیونه او وارداتو ارزښت بیا یو مېلیارډ او ۱۹۵.۶ ډالرو ته رسېدلی دی.
په اعلامیه کې د دې نمونه يي سروې د میتودولوژۍ په اړه ويل شوي چې د روان کال د زمري د میاشتې د صادراتو او وارداتو شمېرې یې راغونډې کړې او تحلیل کړې دي.
حال دا چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان صادرات ۱۰۴ میلیونه ډالره وو. دا نوي شمېرې ښيي چې صادرات ۴۰.۹ میلیونه ډېر شوي دي. د اعلامیې له مخې واردات یو میلیارډ او ۱۹۱. ۱ ډالرو پورته شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د زمري په میاشت کې ترټولو ډېر سوداګریز توکي پاکستان، هند او عربو متحده اماراتو ته صادر شوي او ترټولو ډېر توکي له ایران، چین او پاکستان څخه راوارد شوي دي.


نړۍوالې رسنۍ وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روانې اوونۍ په پای کې د منځنيختیځ ملګرو ترمنځ د کړکیچ په لړ کې اسرايیل ته ځي. روبیو داسې مهال دا سفر کوي چې څو ورځې مخکې اسرايیل په قطر کې د حماس د مشرانو پر غونډې برید وکړ.
په دې سفر کې به مارکو روبیو د امریکا او اسراییل ګډ هدفونه روښانه کړي، لکه د حماس د بیا واکمنېدو مخنیوی او د دغې ډلې له زندانونو د اسراییلي بندیانو راخوشې کول.
مارکو دا سفر په دوحه کې د اسراييل لهخوا د حماس پر مشرانو تر برید وروسته کوي؛ هغه برید چې عربي هېوادونه ی غوصه کړل او د اوربند خبرې یې وځنډولې.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې فرانسه او برېټانیا د فلسطیني دولت رسمیت پېژندنې ته چمتووالی نیسي او بلخوا اسرايیل په غزه کې د ښارګوټو د پراختیا پلانونه عملي کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه یو زرو او ۱۰۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې ۷۳۷ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارې او ۳۶۵ بیا د اسلامکلا او ورېښمو پر پله افغانستان ته دننه شوې دي.
طالبانو همدا راز څه باندې یو زرو او ۵۰۰ کورنیو ته د ټرانسپورټي اسانتیاوو د برابرېدو خبره هم کړې. له پاکستان او ایران نه د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې د افغانانو د اېستلو پراخ بهیر روان دی. له پاکستان نه په تېرو ۹ میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر او له ایران نه بیا نږدې ۲ مېلیونه افغانان اېستل شوي دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې بشري ناورین، فقر، لوږه او ناسم اقتصادي وضعیت حاکم دی. د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې د دغه کډوالو په ستنیدو سره افغانستان کې دا بشري بحران لا پسې پراخ شوی او د بېروزکارۍ تر څنګ د لوږې کچه هم لوړه شوې ده. طالبان که څه هم دغو تازه ستانهشویو ته د خدمتونو او اسانتیاوو د برابرېدو خبره کو، خو ملګرو ملتونو په وار-وار ویلي چې دغه ستانه شوي افغانان ان له لومړنیو اړتیاوو څخه هم بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرس له مرستندویه سازمانونو او هېوادونو نه غوښتي چې له دغو تازه ستانهشویو سره پراخې بشري مرستې وکړي. یاد سازمان اندېښنه ښودلې که په بېړنۍ توګه دې ستنېدونکو ته مرستې ونه رسېږي، نو روان ناورین به لا ډېر شي.
افغانستان کې د یادې نړۍوالې ادارې استازي عرفات جمال تازه له پاکستانه نه غوښتنه کړې چې د افغانانو د اېستل کېدو لړۍ دې ودروي. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته په ستنیدو سره د ځینو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي.

د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، اوس مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي. نوموړي وزارت ویلي چې د دغه سکټور لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان باور لري چې د کېفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.
په افغانستان کې د شین شوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیلهمن دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.
د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. همدا راز یادو ولایتونو کې د شاتو د پروسېس کارخونې هم شته چې څو څو ځله یې له نړۍوالو بازارونو سره د نښلېدو غوښتنې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې ترسره کړي. دغه سازمان هیلهمندي ښودلې چې راتلونکو کلونو کې به دا صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.

د اتريش په وېنا ښار کې د فارسي ژبې او کلتور د درناوي څلورم ګډ جشن د ګڼ شمېر ډېپلوماټانو، فرهنګي څېرو او د نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ونماځل شو. دغه پروګرام د افغانستان، ايران او تاجکستان د سفارتونو او سياسي استازولیو په کوربهتوب او د «سوسايټي مګزين» په همکارۍ جوړ شو.
دا کلتوري جشن د درېیو فارسي ژبو هېوادونو د تاريخي، ادبي او هنري ميراث د درناوي لپاره یو مهم او ښه فرصت بلل شوی دی. په دې مراسمو کې د نورو افغانانو ترڅنګ د افغانستان جمهوري نظام سفیرې او دایمې استازې منیژې باختري هم ګډون کړی و. هغې د خپلې وینا پر مهال وویل: «نن شپه يوازې د يوې ژبې جشن نه دی، بلکې د يو تمدن درناوی دی. فارسي ژبه يوازې د خبرو وسيله نه ده، بلکې د فلسفې، معنويت او هنر يو ستره خزانه هم ده».
منیژې باختري زیاته کړې: «دا ژبه داسې پُل دی چې د سرحدونو او نسلونو هاخوا یې ځان رسولی او بېلابېل ولسونه يې په ګډې فرهنګي نړۍ کې سره تړلي دي. له فردوسي د شاهنامې نه چې زموږ تاريخي حافظه يې ژوندي ساتلې، تر د مولانا جلالالدين بلخي د عرفاني شعرونو پورې چې له زمان او مکان هاخوا ارزښت لري». نوموړې، د فارسي ادب د بشريت له تر ټولو غني فکري او هنري ميراثونو څخه یاد کړی دی.
په دغه پروګرام کې د افغانستان، تاجکستان او ايران هنري ډلو د اصيلو او دوديزو موسيقيو غږونه هم د خلکو تر غوږونو ورسول او کلتوري نندارتون یې هم یوه برخه وه. په دې دواړو پروګرامو کې د فارسي ژبې ویونکو هېوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري ارزښتونه وړاندې شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام یو شمېر بهرني ګډونوال هم د پاړسي ژبې ویونکو د ګډو کلتوري، هنري او تمدني ځانګړتیاوو څخه خبر شول. د جشن وروستۍ برخه د درې واړو هېوادونو د دوديزو خوړو په مېلمستيا پای ته رسېدلې ده. تر دې وړاندې هم دا ډول پروګرامونه شوي چې څه موده وړاندې کاناډا هم د ورته پروګرام کوربه و.

د طالبانو ریاست الوزرا رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د دغې ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته ځايي اوسېدونکو له نوموړي سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، د روغتیايي خدمتونو، اوبو کموالي او د ښوونې او روزنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي چې سلام حنفي د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو ته د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی. هغه همدا راز په یو شمېر ټولنیزو او اقتصادي مسایلو هم د سیمې له اوسېدونکو سره خبرې اترې کړي دي.
هغه همداراز زیاته کړې چې اړونده ادارو ته به د شرین تګاب ولسوالۍ اړوند ټولې ستونزې وسپاري او د حل لپاره به یې جدي اقدامات وشي. طالبان شمالي ولایتونو ته ډېر کله خپل دغه لوړ پوړی چارواکی لېږي او د سیاسي مصلحتونو ترڅنګ ترې د قومي او سیمهییزو جوړجاړیو لپاره هم کار اخلي.
د طالبانو د تېرې څلور کلنې واکمنۍ راهیسې افغانستان کې د مرستندویه او رغنیزو موسساتو شمېر د پام وړ کم شوی او له امله یې اوس خلک له ګڼو ننګوونو سره مخامخ دي. په کلیوالي کچه د بیا رغونې، روغتیا، اقتصاد او نورو برخو کې کړاوونه تر پخوا لا ډېر شوي دي.