• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په افغانستان کې هرکال تر ۲ زره مټریک ټنه ډېر شات تولیدېږي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، اوس مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي. نوموړي وزارت ویلي چې د دغه سکټور لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان باور لري چې د کېفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.

په افغانستان کې د شین شوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیله‌من دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.

د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. همدا راز یادو ولایتونو کې د شاتو د پروسېس کارخونې هم شته چې څو څو ځله یې له نړۍوالو بازارونو سره د نښلېدو غوښتنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې ترسره کړي. دغه سازمان هیله‌مندي ښودلې چې راتلونکو کلونو کې به دا صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

په ویانا کې د فارسي ژبې څلورم ګډ کلتوري جشن ونمانځل شو

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د اتريش په وېنا ښار کې د فارسي ژبې او کلتور د درناوي څلورم ګډ جشن د ګڼ شمېر ډېپلوماټانو، فرهنګي څېرو او د نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ونماځل شو. دغه پروګرام د افغانستان، ايران او تاجکستان د سفارتونو او سياسي استازولیو په کوربه‌توب او د «سوسايټي مګزين» په همکارۍ جوړ شو.

دا کلتوري جشن د درېیو فارسي ژبو هېوادونو د تاريخي، ادبي او هنري ميراث د درناوي لپاره یو مهم او ښه فرصت بلل شوی دی. په دې مراسمو کې د نورو افغانانو ترڅنګ د افغانستان جمهوري نظام سفیرې او دایمې استازې منیژې باختري هم ګډون کړی و. هغې د خپلې وینا پر مهال وویل: «نن شپه يوازې د يوې ژبې جشن نه دی، بلکې د يو تمدن درناوی دی. فارسي ژبه يوازې د خبرو وسيله نه ده، بلکې د فلسفې، معنويت او هنر يو ستره خزانه هم ده».

منیژې باختري زیاته کړې: «دا ژبه داسې پُل دی چې د سرحدونو او نسلونو هاخوا یې ځان رسولی او بېلابېل ولسونه يې په ګډې فرهنګي نړۍ کې سره تړلي دي. له فردوسي د شاهنامې نه چې زموږ تاريخي حافظه يې ژوندي ساتلې، تر د مولانا جلال‌الدين بلخي د عرفاني شعرونو پورې چې له زمان او مکان هاخوا ارزښت لري». نوموړې، د فارسي ادب د بشريت له تر ټولو غني فکري او هنري ميراثونو څخه یاد کړی دی.

په دغه پروګرام کې د افغانستان، تاجکستان او ايران هنري ډلو د اصيلو او دوديزو موسيقيو غږونه هم د خلکو تر غوږونو ورسول او کلتوري‌ نندارتون یې هم یوه برخه وه. په دې دواړو پروګرامو کې د فارسي ژبې ویونکو هېوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري ارزښتونه وړاندې شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام یو شمېر بهرني ګډونوال هم د پاړسي ژبې ویونکو د ګډو کلتوري، هنري او تمدني ځانګړتیاوو څخه خبر شول. د جشن وروستۍ برخه د درې واړو هېوادونو د دوديزو خوړو په مېلمستيا پای ته رسېدلې ده. تر دې وړاندې هم دا ډول پروګرامونه شوي چې څه موده وړاندې کاناډا هم د ورته پروګرام کوربه و.

د فاریاب شیرین‌تګاب ولسوالۍ اوسېدونکو د اوبو له کموالي او ناسمو روغتیايي خدمتونو شکایت کړی

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۱

د طالبانو ریاست الوزرا رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د دغې ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته ځايي اوسېدونکو له نوموړي سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي.

ځايي اوسېدونکو ویلي، د روغتیايي خدمتونو، اوبو کموالي او د ښوونې او روزنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي چې سلام حنفي د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو ته د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی. هغه همدا راز په یو شمېر ټولنیزو او اقتصادي مسایلو هم د سیمې له اوسېدونکو سره خبرې اترې کړي دي.

هغه همداراز زیاته کړې چې اړونده ادارو ته به د شرین تګاب ولسوالۍ اړوند ټولې ستونزې وسپاري او د حل لپاره به یې جدي اقدامات وشي. طالبان شمالي ولایتونو ته ډېر کله خپل دغه لوړ پوړی چارواکی لېږي او د سیاسي مصلحتونو ترڅنګ ترې د قومي او سیمه‌ییزو جوړجاړیو لپاره هم کار اخلي.

د طالبانو د تېرې څلور کلنې واکمنۍ راهیسې افغانستان کې د مرستندویه او رغنیزو موسساتو شمېر د پام وړ کم شوی او له امله یې اوس خلک له ګڼو ننګوونو سره مخامخ دي. په کلیوالي کچه د بیا رغونې، روغتیا، اقتصاد او نورو برخو کې کړاوونه تر پخوا لا ډېر شوي دي.

د خېبرپښتونخوا سر وزیر په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ته د زلزله‌ځپلو فاتحه وکړه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د خپلې ایالتي کابینې د یو شمېر غړو په ملتیا د دغې ډلې سفارت ته ورغلی او هلته یې د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو په تړاو خپله غمرازي شریکه کړې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د طالبانو سفیر سرداراحمد شکیب او ګنډاپور ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې اترې شوي دي. سوداګري، د اقتصادي همکاریو پراختیا، د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې او د ستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو حل د دې ناستې د بحث نور موضوعات بلل شوي دي.

د طالبانو سفیر د ناستې پرمهال ټینګار کړی چې د «دواړو هېوادونو ګټې یوازې د متقابل درناوي، صادقانه تفاهم او عملي همکاریو له لارې خوندي کیدلای شي». هغه له علي امین ګنډاپور څخه غوښتي چې په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو، زده‌کړیالانو، ناروغانو او په بندرونو کې د افغانستان مساپرو لا لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې دغه لیدنې څرګندوي دوه‌اړخیزه سوداګري او د اقتصادي همکاریو پراختیا نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره د کار او عاید زمینه برابروي، بلکې د سیمې په سوکالۍ کې هم مهم رول لوبولی شي.

د خېبرپښتونخوا سر وزیر داسې مهال د طالبانو سفارت ته ورځي چې څو څو ځله یې له اسلام‌اباده غوښتي چې ده ته اجازې ورکړي چې افغانستان ته سفر وکړي او هلته له واکمني ډلې سره د خپل ایالت پر امنیتي ننګونو او اندېښنو بحث کړي. هغه لا دا هم ویلي چې په خپل سر کابل ته تللو، خو اوس د پاکستان حکومت پاسپورټ نه ورکوي او د پخواني هغه موده یې پای ته رسېدلې ده.

ملګرو ملتونو یو وار بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغانانو د استوګنې موده وغځوي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۱

له پاکستان نه د کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو پیل سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواد نه غوښتي چې د نړۍوال خوندیتوب له مخې دې د افغانانو د اېستل کېدو بهیر ودروي. دغه سازمان وایي چې د اېستل کېدونکو افغانانو له ډلې ځینې یې افغانستان کې له ګواښ سره مخ کېږي.

په افغانستان کې د یونسیار استازي عرفات جمال په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا اداره چمتو ده له پاکستان سره په ګډه د عملي میکانیزمونو د جوړېدو لپاره کار وکړي چې زیان‌منونکي کسان وپېژندل شي او د افغانانو د قانوني کډوالۍ لارې چارې پراخې شي.

هغه له سیمه‌ییزو هېوادونو هم غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي ټولې بېرته ستنېدنې باید په خپله خوښه، خوندي، په درناوي او تلپاتې وي. هغه ټینګار کړی چې هېڅوک باید داسې ځای ته اړ نه کړل شي چې هلته د نوي خطر له ګواښ سره مخ وي او یا داسې هېواد ته چې د کډوالو د نوې څپې د جذبولو توان ونه لري.

جمال زیاته کړه: «بې له اضافي مالي سرچینو نه موږ نه شو کولای د هغو افغان کورنیو لپاره چې په یو وخت له ګڼو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دي، خپلې حیاتي مرستې دوامدارې کړو. موږ خپل سیمه‌ییز غوښتنلیک د وروستیو پېښو په رڼا کې تازه کړی او ۲۵۸.۶ میلیونه ډالرو په اندازه مرستې مو غوښتې دي».

له پاکستان د افغانانو پراخ اېستل

د پاکستان له لوري د «غیرقانوني کډوالو د ستنولو پلان» له بیا عملي کېدو وروسته، له اپرېل میاشتې راپدېخوا تر اوسه څه باندې ۵۵۴ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي چې یوازې د اګست په میاشت کې یې شمېر ۱۴۳ زره کسانو ته رسېږي.

په وروستیو اونیو کې دا بهیر لا چټک شوی او یوازې د همدې روانې سپټمبر میاشت په لومړۍ اونۍ کې نږدې ۱۰۰ زره کسان له پاکستانه اېستل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې که څه هم دغو کډوالو ته ځنې نغدي، روغتیايي او نورې مرستې برابروي، خو کچه یې خورا کمه ده او د کډوالو په درد نه دوا کېږي.

د طالبانو د بندیزونو له امله د ملاتړ مرکزونو تړل کېدل

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې له دې کبله چې طالبانو یې ښځینه کارکوونکو باندې بندیز لګولی د خپلو نغدو مرستو او ملاتړ مرکزونه د لنډمهال لپاره په تېرو ورځو کې تړلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دا هغه ستونزه ده چې د یونسیار په ګډون د ملګرو ملتونو ټولې ادارې ورسره مخامخ دي. هېڅ اداره بې له ښځینه‌ کارکوونکو پرته نه شي کولای ښځو ته خدمتونه ورسوي. موږ یو ځل بیا د دغو محدودیتونو د ژر لغوه کېدو او د عاجلې حل لارې د موندلو غوښتنه کوو».

عرفات جمال زیاته کړې، دې ادارې د سپټمبر پر ۹مه اته مرکزونه د ښځو د کار د بندیز له امله تړلي دي. هغه په یوې انلاین غونډه کې خبریالانو ته وویل: «دا پرېکړه یوازې عملي وه، نه د مجازاتو لپاره او نه هم د سیاسي دریځ د څرګندولو لپاره، بلکې ښيي چې په ځینو حالاتو کې له ښځینه کارکوونکو پرته موږ نه شو کولای کار وکړو».

هغه زیاته کړه: «د طالبانو دې ستر ګام خلکو ته پراخې ستونزې راولاړې کړې». د ده په خبره، دغه مرکزونو معمولاً هره ورځ شاوخوا ۷ زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کول. جمال روښانه کړه چې د دغو مرکزونو د کار پروسه شخصي مرکې او بایومتریک ثبت چارې لري چې نارینه یې د مېرمنو لپاره نه شي ترسره کولای.‌

د ښځو پر ضد محدودیتونه او د ملګرو ملتونو خبرداری

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) هم له طالبانو غوښتي چې دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ اړوند لګول شوي محدودیتونه دې پای ته ورسوي. یوناما خبرداری ورکړی چې «دغه اقدامات د هغو سلګونه زره کسانو حیاتي مرستې او اساسي خدمتونه له خطر سره مخامخ کړي چې د وروستۍ وژونکي زلزلې له امله زیانمن دي».

ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې دا چاره په «په یو ناورین کې بل ناورین رامنځته کول دي». زیاته شوې دا اقدام داسې مهال کې چې له زلزلې سربېره له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم چټک شوی دی.

له روان کال راهیسې، شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي چې ډېری یې د خپلې خوښې خلاف بېرته تللي دي. ځینو له څو لسیزو راهیسې افغانستان ته پښه نه وه ایښې او یو شمېر نور بیا لومړی ځل هېواد ته تللي دي.

عرفات جمال په ټینګار سره وویل: «موږ لا هم د هغو دولتونو، شرکتونو او اشخاصو منندوی یو چې تر دې دمه یې زموږ د کار ملاتړ کړی، خو زموږ سرچینې په چټکۍ سره د پای ته رسېدو په حال کې دي». طالبانو د خپلو سخت‌دریځه بندیزونو له کبله نه یوازې په کور دننه د افغانانو لپاره د ژوند کړۍ تنګه کړې بلکې بریښي چې اوس ښايي کرار کرار د مرستندویه ادارو په مرستو کې نور کموالی هم راشي.

دې ډلې د ښځو، بیان ازادۍ او استبدادي چلند له امله ځان او افغانستان په نړۍ کې سخت منزوي کړی چې کړاو یې عام افغانان ګالي.

په جرمني کې دوه افغان کډوال د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنو کې نوماند شول

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۴ GMT+۱

په جرمني کې دوو افغان کډوالو، عباس بصیر (د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پخوانی وزیر) او حکیم رضايي په «پولهایم» او «بورکن» ښارونو کې سیمه ییزو شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي دي. عباس بصیر له درېیو کلو او حکیم رضايي له لسو کلونو راهیسې په جرمني کې ژوند کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو پخوانی وزیر عباس بصیر چې له درېیو کلونو راهیسې په جرمني کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي اوس اوس یې د «پولهایم» ښار «د کډوالو د ادغام شورا» لپاره ځان نوماند کړی دی. دی چې دمګړۍ پر خپلو ټاکنیزو منډو ترړو بوخت دی وايي، موخه یې له کډوالو سره همکاري کول دي.

نوموړی غواړي چې په دې چارو سره د جرمني په سیاسي ډګر کې هم خپل بخت وازمويي.

له دې سره سم، ۲۸ کلن حکیم رضايي چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په جرمني کې اوسېږي د جرمني د سوسیال ډيموکرات ګوند له لوري د «نورد راین ویستفالن» ایالت د «بورکن» ښار د شورا لپاره نوماند شوی دی.

دی وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د سوسیال ډيموکرات ګوند غړیتوب لري او په وینا یې ښاري شوراګانې په سیمه ییزه کچه د سیاسي پرېکړو مرکز وي او پکې ښاري پالیسۍ جوړېږي.

د یادونې وړ ده، چې حکیم رضايي په جرمني کې په صنعتي څانګه کې زده کړې کړي او په دې برخه کې کار هم کوي.