• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کندهار والي: علما دې خپلو منځونو کې اختلافات له منځه یوسي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د طالبانو کندهار والي دفتر وايي، د دغه ولایت والي ملا شرین له علماوو غوښتي خپلمنځي اختلافات دې له منځه یوسي او د دین، مذهب او شرعي نظام د پیاوړتیا لپاره دې په ګډه کار وکړي. ملا شرین زیاتوي، که اختلافي موضوعات وي، باید د علماوو له مرکزي دارالافتاء او فقهي مجلسونو سره شریکې کړي.

د کندهار والي ملا شیرین دغه څرګندونې د ولایت مقام کې د کندهار ښار د بېلابېلو سیمو له ګڼ شمېر شیوخو او علماوو سره په ناسته کې کړي دي.

ملا شرین ټینکار کړی:«طالبان د هري موضوع لپاره مرجع لري، که اختلافي موضوعات وه، باید د علماوو مرکزي دارالافتاء، فقهي مجلسونو او یا هم له نورو اړوند ادارو سره یې شریک کړي، ترڅو یو جامع حل‌لاره ورته پیداکړل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کېږی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې علماوو په نامستقیمه توګه د ملاهبت الله پر ځینو کړنو نیوکه کړې.

له دې نیوکو یوه دا ده، چې ځیني ملایان د جهاد په موضوع کې له هبت‌الله سره اختلاف لري او وايي چې په دې برخه کې له امیر څخه د اجازې اړتیا نشته.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی: له امریکا سره د اړیکو په وړاندې جدي خنډونه نشته

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی ذاکر جلالي وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ په اړیکو کې کوم جدي خنډ نشته. هغه زیاتوي، کابل ته د امریکایي پلاوي راتګ د خبرو اترو د دوام لپاره یو نوی او جدي پړاو دی.

دغه طالب چارواکي د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «هغه څه چې مذاکرات اسانه کوي هغه د امریکا په ټیم کې د زلمي خلیلزاد شتون دی.»

دا چې څه ډول د خلیلزاد شتون مذاکرات اسانه کوي، ذاکر جلالي یې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

هغه دا هم ویلي، چې د طالبانو استازي لږترلږه د دوه کاله سختو، له ننګونو ډکو خو بریالیو مذاکراتو ریکارډ لري.

هغه زیاته کړه چې له همدې امله، که چیرې د "مسایلو حل کولو" لپاره لېوالتیا شتون ولري، په دې مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره لوی احتمال شتون لري.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی ادم بولر د شنبې په ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته تللی.

بولر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د ریاست اولوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر سره لیدلي.

ذاکر جلالي مخکې ویلي وو چې د سیمې له هېوادونو سره د دې ډلې اړیکې ښې شوې دي.

هغه ویلي چې د ځینو نښو نښانو په پام کې نیولو سره، داسې ښکاري چې لویدیځ نه غواړي له طالبانو سره په معامله کې له نورو لوبغاړو څخه وروسته پاتې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د امریکایي پلاوي د دویم سفر او له امیر خان متقي سره د لیدنې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د بندیانو، د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو پر لارو چارو، د اتباعو اړوند مسلو، پانګونې او په افغانستان کې د نورو فرصتونو په اړه بحث وشو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امیر خان متقي په حواله ویلي چې په دوحه کې د دواړو خواوو ترمنځ پخوانۍ خبرې اترې اوس د عادي اړیکو د بیا رغولو لپاره ښه فرصت برابروي او په دوه اړخیزو اړیکو کې داسې پیچلې ستونزې نشته چې حل یې خورا ستونزمن وي.

طالبان په داسې حال کې له متحده ایالاتو سره د همکارۍ فرصت یادونه کوي، چې متحده ایالات له څلورو کلونو څخه زیات وخت راهیسې له دې ډلې سره مستقیمه همکاري نه غواړي او په رسمي ډول یې د طالبانو د پیژندلو څخه انکار کړی دی.

ملا هبت‌الله ډېری طالب چارواکي کندهار ته غوښتي او له هغوی یې د اطاعت غوښتنه کړې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل وروستي راپور کې لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو له ګڼ شمېر چارواکو سره پراخې غونډې کړي او له هغوی یې غوښتي چې اطاعت یې وکړي. د طالبانو مشر د شریعت په پلي کولو او د اسلامي نظام په تعقیب هم ټینګار کړی.

دا غونډې په کندهار کې ترسره شوي دي او په کابل کې د ګڼو حکومتي ادارو چارواکو، د طالبانو د استخباراتو مشر او د دغې ډلې قاضیانو پکې ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوترش د نوي راپور یوه کاپي ورکړه، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه دی.

د ملګرو ملتونو د کارمندانو پر وړاندې بریدونه او ګواښونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د کارمندانو پر وړاندې ۵۷ امنیتي پیښې او ګواښونه ثبت شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل لخوا ترلاسه شوي راپور له مخې، یوازې په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو لسګونو ښځینه کارمندانو د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښونه ترلاسه کړي دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې ګواښونو دوی اړ کړي چې لنډمهاله امنیتي تدابیر ونیسي. طالبانو د ګواښونو مسوولیت نه دی منلی، خو اصلي عاملین یې نه دي پیژندل شوي.

په درېیو میاشتو کې له ۲۶۰۰ څخه زیاتې امنیتي پیښې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش وویل: "یوازې د ۲۰۲۵ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱ پورې، په افغانستان کې ۲۶۵۸ امنیتي پیښې ثبت شوې دي."

د دغه درې میاشتني راپور له مخې سږکل په افغانستان کې ناامني ۹ سلنه زیاته شوې ده.

شهباز شریف وایي افغانستان دې د ترهګرو او پاکستان ترمنځ یو انتخاب کړي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پښتونخوا د ۱۲ پاکستاني سرتیرو په جنازه کې تر ګډون وروسته په بنو ولسوالۍ کې د یوې امنیتي ناستې پر مهال ویلي، افغانستان دې خپل انتخاب وکړي چې د پاکستان ترڅنګ ودرېږي یا د ترهګرو. هغه زیاتوي په دې اړه ابهام ورته د منلو وړ نه دی.

شریف دا هم ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به روانه ساتي او د هند ملاتړې ډلې به سختې وځپي.

پر همدغه مهال نوموړي یوځل بیا ادعا کړې، چې د پاکستان په نامنیو کې افغان وګړي ښکیل دي.

شهباز شریف زیاته کړې:«له افغانستان څخه ترهکر پاکستان ته راځي او د ټي ټي پي سره یو ځای کېږي او زموږ سرتېري وژني. افغانستان دې د ترهګرو تر څنګ درېدو او پاکستان ترڅنګ درېدو ترمنځ یو وټاکي په دې اړه ابهام د زغم وړ نه دی.»

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په پاکستان کې مېشت ناقانونه افغان کډوال به ډېر ژر له دغه هېواده وشړي.

شهباز شریف د هند په ملاتړ ډلو ته هم سخته ګوت څنډنه کړې او وايي، د هغوی په ژبه به ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي:«هر څوک چې د بهرنیو عناصرو په ګټه خبرې کوي یا د هغوی مرسته کوي، د هغوی د وسیلې په توګه ګڼل کېږي او د هغوی په ژبه به ځواب ورکړل شي.»

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ ویلي و، چې د تېرو درېیو ورځو پرمهال یې په پښتونخوا کې ۳۵ وسله‌وال وژلي او پر همدغه مهال په دغو عملیاتو کې ۱۲ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

پاکستان ویلي، چې په ورستیو برېدونو کې افغان وګړو هم لاس درلود.

په دې اړه افغان طالبانو تر اوسه څه نه دي‌ ویلي.

بولر ویلي امریکا او طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره تر لېدنې وروسته د دې ډلې د ریاست اولوزرا د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل. په لیدنه کې ادم بولر ویلي چې امریکا او طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د بندیانو په چارو کې د ټرمپ د ځانګړي استازي ادم بولر، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او پلاوي سره په لېدنه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

ملا برادر امریکايي پلاوي ته د افغانستان د اقتصاد، د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي، د بیکارۍ او نورو مسایلو په اړه معلومات ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «ملا برادر پر افغاستان د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره ویلي چې په ځینو برخو کې یې اوس هم لکه څنګه چې اړتیا وه هماغسې پر مختګ نه دی کړی او لامل یې د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري پر افغانستان اقتصادي بندیزونه دي.»

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې ملا برادر د ټرمپ له ځانګړي استازي څخه غوښتنه کړې، چې امریکا دې په افغانستان کې د “تقابل” پر ځای تعامل ته مخه کړي او د افغانستان په بیارغونه کې دي خپل رول ولوبوي.

طالبانو د ادم بولر له قوله ویلي، چې امریکا او طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.

پر همدغه مهال طالبانو د ادم بولر له قوله ویلي، چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي.

د هرات–خواف د رېل پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم پړاو د جوړېدو کار پیل شو

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د هرات ولایت د والي دفتر وايي، د هرات-خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویم پړاو د جوړولو د کار د پرانیستې مراسم د ځینو طالب چارواکو په ګډون ترسره شو. د پرانیستې په مراسمو کې د هرات والي وویل د دې پړاو بشپړیدو سره به هېواد د ریل پټلۍ له لارې له ایران او اروپا سره ونښلوي.

د طالبانو د هرات والي دفتر نن شنبه د (وږی ۲۲مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې مراسمو کې ددې ډلې د هرات والي مولانا اسلام جار ټینګار وکړ، چې له دې سره به د صادراتو او وارداتو په سکتورونو کې ډېرې اسانتیاوې رامینځته شي او د ټرانزیټ لګښتونه به د پام وړ کم شي.

هغه وویل:«چې د دې کرښې بشپړ فعالیت به د دواړو ګاونډیو هېوادونو، افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې همکارۍ پیل وي، ترڅو دا له چین او اروپا سره وصل شي او د هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړي.»

په دې مراسمو کې د طالبانو د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ویلي، چې دغه پروژه د کورنۍ بودیجې له لارې تمویل کېږي او د سوداګرو او صنعتکارانو د ترانسپورتي ستونزو د حل سربېره، په اقتصادي ځان بسیاینې او د سوداګرۍ په اسانتیا کې مهم رول لري.

د دې پروژې کار د طالبانو فواید عامې وزارت لخوا د افغان ګاما شرکت او روسیې شرکت ته د ۵۴ ملیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت ورکړل شوی، چې په ۳۵ میاشتو کې به بشپړ او عملي شي.

د دې پروژې د مسوول د معلوماتو له مخې، د څلورمې برخې دویم پړاو ۴۷ کیلومتره اوږد دی، چې د ده سرخ په سیمه کې د لومړي پړاو له پای څخه پیل کیږي او صنعتي ښارګوټي ته موازي غځیږي.