د قطر لومړی وزير د اسراييل د بريد په تړاو امريکا ته ځي

ټاکل شوې چې نن شنبه به د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني امريکا ته ولاړ شي او هلته د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اسراييل د وروستي بريد په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې نن شنبه به د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني امريکا ته ولاړ شي او هلته د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اسراييل د وروستي بريد په اړه خبرې وکړي.
د قطر چارواکو ويلي چې د اسراييل وروستی بريد به بې ځوابه پاتې نه شي او دوی به د خپلو وژل شويو وګړو د حق پوښتنه کوي.
محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له «سي اېن اېن» سره په يوه مرکه کې څرګنده کړه چې دا بريد د اسراییلي برمته شويو د خلاصون لپاره ټولې هيلې له منځه يووړې: «ما د بريد په هماغه سهار د يوه برمته شوي د کورنۍ سره وليدل او هغوی په دې منځګړتوب ډېر حساب کاوه».
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سيمې کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي او د قطر د لومړي وزير سفر د واشنګټن او دوحې ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا لپاره مهم ګڼل کېږي.


په نیپال کې د اعتراضونو له دوام سره هم مهاله چې تر اوسه یې له امله ۵۱ کسان وژل شوي، رسنیو او مدني ټولنې په دغه هېواد کې د پاچاهۍ د بېرته راګرځېدو په تړاو بحثونه پیل کړي دي.
د دغه هېواد پخواني پاچا چې په ۲۰۰۸ کال کې د سلطنتي نظام له لغوه کېدو وروسته له سیاسته ګوښه شوی، هم په یوې اعلامیې کې د معترضینو وژل کېدل او روان تاوتریخوالی غندلي دي.
په نیپال کې سختې سیاسي ناندرۍ روانې دي. په دغه هېواد کې د ځوانانو اعتراضونه چې په لومړي سر کې د ټولنیزو شبکو له استفادې د منعه کېدو او فساد پر وړاندې پیل شوي و، بالاخره له امنیتي ځواکونو سره پر خونړیو نښتو واوښتل.
په دغه هېواد کې د ناورین په پراخېدو سره، لومړي وزیر استعفا وکړه او د لنډ مهال لپاره د دغه هېواد پخوانۍ قاضي القضاته «سوشیلا کارکي» د هغه ځای ناستې شوه. په کټمانډو کې نا محدوده نظامي حکومت هم اعلان شوی دی.
په دې منځ کې د نیپال پخواني پاچا« ګیانندرا شاه» چې په ۲۰۰۸ کال کې د سلطنتي نظام له لغوه کېدو وروسته له سیاسته ګوښه شوی و، د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر وژل شویو معترضینو یې خواشیني څرګنده کړې، تاوتریخوالي یې غندلی او د ارامښت غوښتنه یې کړې ده. د نوموړي په وینا، د ښې حکومتولۍ او اقتصادي انضباط لپاره د ځوان نسل غوښتنې مشروع دي او دغه دریځ هغه یو ځل بیا د نیپال په ټولنه کې مطرح کړ.
ځينو رسنیو دغه اعتراضونه په مارچ میاشت کې د سلطنت غوښتونکو له اعتراضونو سره ورته بولي او همداراز یو شمېر مدني ټولنې د دغه هېواد پوځ پر دې تورن دی چې واک ته د پخواني پاچا د رسېدو لپاره زمینه برابروي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د «نیویارک له اعلامیې» د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک له تصویبېدو او د دوو خپلواکو هېوادونو (فلسطین او اسراییل) په تړاو له ضمیمو هرکلی وکړ.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د فلسطین د مسالې د سوله ییز حل او د حل لارې په توګه د دوو هېوادونو (فلسطین او اسراییل) په تړاو پرېکړه لیک د هغې اعلامیې پایله ده چې د سعودي او فرانسې په ګډې مشرۍ سره په نیویارک کې په یوه نړۍوال کنفرانس کې صادره شوې وه.
سعودي عربستان په ټينګار سره ویلي، دغه پرېکړه لیک او په ۱۴۲ غوڅ اکثریت سره یې تصویبېدل د ختیځ قُدس په پلازمینې سره د ۱۹۶۷ کال د جغرافیې له مخې د فلسطین هېواد د تاسیسېدو او د فلسطین ولس د مشروع حقونو د تحقق په تړاو د نړۍوالې اجماع ښکارندويي کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې یاد پرېکړه لیک له ۱۴۲ موافقو او ۱۰ مخالفو رایو سره تصویب کړ.
په یاد پرېکړه لیک کې په غزه کې پر ولسي وګړو او تاسیساتو د اسراییل پر بریدونو او همداراز د غزې پر کلابندۍ او پر اوسېدونکو یې د لوږې پر تحمیلولو اعتراض کړی او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییل د حماس بریدونه غندل شوي او په ډاګه یې ټينګار کړی چې د غزې جګړه نوره باید ودرول شي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د فلسطین هېواد د رسمیت پېژندنې مساله یوه له اصلي موضوعګانو ده او د هغو هېوادونو نوملړ به چې فلسطین په رسمیت پېژني د ملګرو ملتونو د عمومي مجمې په څنډه کې د سعودي او فرانسې په کنفرانس کې چې د لس ورځې وروسته جوړېږي وروستی شي.

په غزه کې روغتیایي سرچینو ویلي، چې د اسرایلي ځواکونو په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵کسان وژل شوي دي. د وژل شویو په ډله کې ۱۴ تنه د یوې کورنۍ غړي دي.
سرچینې زیاتوي چې د وژل شویو ډېری کسان ملکي وګړي دي او د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته.
د غزې د بیړنیو خدماتو مسوولینو ویلي، چې روغتونونه لا له وړاندې ډک دی او د درملو او وینې د کموالي ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي.
د سیمه ییزو راپورونو له مخې، د اسراییلي الوتکو او توپچي بریدونو په نتیجه کې ګڼ شمېر کورونه نړول شوي او ګڼې کورنۍ د خاورو لاندې پاتې دي. ژغورونکي ټیمونه هڅه کوي چې له کنډوالو لاندې کسان راوباسي، خو د سختو شرایطو او دوامداره بریدونو له کبله د ژغورنې بهیر له ستونزو سره مخ دی.
ملکي وګړي وايي، د بریدونو شدت په داسې حال کې زیات شوی چې د خلکو د خوندي ځایونو امکانات ډېر محدود دي او د تېښتې لارې تړل شوي دي.
تر اوسه د اسراییلي چارواکو له لوري د دغې مرګژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې فلسطین د یوه خپلواک دولت د جوړېدو پرېکړه تایید شوه. د پرېکړې له مخې د فلسطین خپلواک دولت به د حمـاس له شتون پرته جوړېږي او دا ډله به پکې هېڅ ونډه نه لري. اسراییل د دغه پرېکړې تر ټولو ستر مخالف هېواد و.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، هېواد یې د سیاسي مرستو یا پورونو پر تکیې باور نه لري او د اقتصادي ستونزو حل لاره په دې کې ویني چې د سوریې دروازې د پانګونې لپاره پرانیزي.
الشرع د یوې خبري ناستې پر مهال څرګنده کړه چې امریکا په سوریې کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې او دمشق هم د دې فرصتونو د کارولو لپاره چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړه: «موږ غواړو د بهرنیو مرستو پر ځای، د خپلو ظرفیتونو او د نورو هېوادونو له تجربو په ګټه اخیستنې سره د اقتصادي پرمختګ لارې ومومو.»
د سوریې د دولت مشر ټینګار وکړ چې دمشق په چټک ډول د سیمې او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اړیکې بېرته رغوي او غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو سره د کورنیو ظرفیتونو یو ځای کول د اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره وکاروي.
شنونکي وایي، که څه هم د سوریې پر وړاندې د امریکا او لوېدیځ بندیزونه لا هم پر ځای دي، خو د دمشق له لوري د پانګونې لپاره د فرصتونو پرانیستل ښيي چې سوریه هڅه کوي له انزوا څخه ووځي او په نړیوال اقتصادي ډګر کې خپل حضور بېرته پیاوړی کړي.

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ، هدیاخېلو کلي کې نن ماښام (جمعه د وږي ۲۱مه) د یوه دیوال د رانړېدو له امله ۲ ماشومان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د رحمانالله په نوم د یوه کس د کورنۍ غړي د نوي جوړ شوي دیوال تر څنګ ناست و.
ویل کېږي دغه نوی دېوال په یوه ورځ کې څو متره لوړ کړای شوی و او د کمزورتیا له امله رالوېدلی دی.
له پېښې وروسته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دی.