• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فی ډي هال: د برېټانوي جوړې«باربي او پیټر» روغتیايي وضعیت د مرګ پر لور روان دی

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۱

امریکایي وګړې«في ډی هال»چې د روان کال د حمل په میاشت کې د طالبانو له بنده خوشې شوې وه، ویلي دي چې له هغې سره په بند کې یو ځای، باربي رینولډز (۷۶کلنه) او مېړه یې پیټر رینولډز (۸۰کلن)، اوس مهال د طالبانو په زندان کې د سختو او بدو شرایطو له امله د «مرګ سره لاس او ګرېوان» دي.

هال، د بی‌بی‌سي انګلیسي څانګې سره په تازه مرکه کې له امریکا او برېټانیا غوښتنه کړې، چې د دې جوړې د خلاصون لپاره بیړني ګامونه واخلي. نوموړې خبرداری ورکړی چې «د دوی د ژغورنې وخت په تېرېدو دی».

طالبانو د تېر کال د سلواغې په میاشت کې فی هال، باربي او پیتر په بامیان ولایت کې د «نامعلومو دلایلو» له مخې ونیول. فی هال وروسته له هغې خوشې شوه چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، اډم بولر، کابل ته سفر وکړ، خو برېټانوي جوړه لا هم د طالبانو په زندان کې پاتې ده.

فی هال،په زندان کې د تېرو کړو ورځو په اړه ویلي چې هغوی په تنګو خونو، د شدیدو امنیتي تدابیرو او د سیم خاردار په احاطه کې ساتل کېدل، دا هغه ځای دی چې د قاتلانو لپاره ځانګړی شوی و.

هغې زیاته کړه،چې باربي په څرګند ډول ډېر وزن له لاسه ورکړی او د پیټر روغتیایي وضعیت هم د قطر له لوري د درملو ورکولو باوجود ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړې وویل: «زندان یوازې له فزیکي اړخه ستونزمن نه و، بلکې له ذهني او روحي اړخه یې هم ډېر زیان اړاوه. موږ یوازیني بهرنیان وو چې هلته ساتل کېدو.»

100%

فی هال،یو ځل بیا له واشنګټن او لندن وغوښتل چې په ګډه د دې جوړې د خلاصون لپاره عملي او جدي اقدامات وکړي.

د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي،چې د رینولډز له کورنۍ سره په کتنه کې یې د هغوی د خلاصون ژمنه تازه کړې ده، خو دا وزارت په عین حال کې یادونه کوي چې د طالبانو له بیا راتګ (۲۰۲۱) وروسته یې سفارت په کابل کې تړلی او د برېټانوي وګړو ملاتړ «ډېر محدود» شوی دی. وزارت ټینګار کړی چې افغانستان ته سفر لا هم په کلکه منع دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې طالبان باید د «دیپلوماتیکو یرغملو ساتلو» ته د پای ټکی کېږدي او ټول بهرني وګړي چې «په ناحقه نیول شوي»، بې له ځنډه خوشې کړي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په ځواب کې ویلي چې باربي او پیټر «له خپلو کورنیو سره په دوامداره تماس کې دي»، هغوی ته د درملنې، اړیکو او استوګنې اسانتیاوې برابرې دي، او د هغوی د خوشې کېدو لپاره هڅې روانې دي، «خو دغه پروسه لا بشپړه شوې نه ده».

په ورته وخت کې، د دې جوړې اولادونو څو ځله د خپل مور او پلار د خراب روغتیايي وضعیت او د قانوني او طبي خدماتو نه‌شتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړي او له طالبانو یې د هغوی د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه د طالبانو له لوري کوم عملي اقدام نه دی شوی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

اسماعیل خان ته نږدې کس په ایران کې ترور شو

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د طالبانو مخالف سیاستوال «اسماعیل خان» ته نږدې سیاسي او نظامي کس چې «معروف غلامي» نومېده د شنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې په خپل کاري دفتر کې په ډزو سره وژل شوی. اسماعیل خان ته نږدې سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د معروف غلامي د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.

د ایران پولیسو لا تر اوسه د دغه کس د ترور کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو اسماعیل خان ته نږدې سرچینې د دغه ترور عاملین طالبان ګڼي.

معروف غلامي «د افغانستان د لویدیځې حوزې د جهادي قومندانانو د شورا» مسوول وو او په مشهد ښار کې یې کاري دفتر درلود.

هغه د افغانستان په لویدیځ کې ځانګړی نفوذ درلوده او د ۱۴۰۰ کال په چنګاښ او زمري میاشتو کې یې د طالبانو پر ضد جګړو کې مهم نقش درلود. معروف غلامي د هرات ښار له سقوط سره سم له طالبانو سره تر ۴۵ ورځنۍ جګړې وروسته له یو شمېر نورو نظامیانو سره ایران ته پناه وړې وه.

انتونیو ګوترېش: ملا هبت الله په ټولو دولتي ادارو کې د خپل مستقیم نفوذ هڅه کوي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوټرېش»، په خپل درې‌میاشتني راپور کې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، ټولنیز او بشري وضعیت په اړه نوې موندنې خپرې کړي دي. راپور ښیي،چې د طالبانو رهبر په پرله‌پسې دولتي ادارو کې د بدلونونو او ټاکنو پروسه مخته وړي او د خپل شخصي وفادارۍ پر اصل ټینګار کوي.

راپور څرګندوي چې ټاکل شوي چارواکي ټول نارینه دي او زیاتره یې پښتانه دي چې له ملا هبت‌الله سره نږدې اړیکې لري.

د دغو ټاکنو تمرکز نه یوازې په مرکزي کچه، بلکې په ولایتي او دولسوالیو په کچه هم ترسره شوي، چې له مخې یې ګڼ نوي چارواکي پر مهمو پوسټونو ګومارل شوي دي.

په وروستیو درې میاشتو کې د ښار او کور جوړونې او د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیران بدل شوي دي. همدارنګه، د ښار او کور جوړونې وزارت، او د حج او اوقافو وزارت مرستیالان له دندو لېرې او نوي کسان د هغوی پر ځای مقرر شوي دي.

په ولایتي کچه، یو والي، شپږ مرستیال واليان، ۴۰ولسوالان، ۳۹امنیه قوماندانان، څلور د استخباراتو ولایتي رییسان او لږ تر لږه ۱۳د دولتي ادارو مشران نوي ټاکل شوي دي.

په قضایي برخه کې هم د پام وړ بدلون راغلی او ۲۵نوي قاضیان په بېلابېلو محکمو کې پر دندو ګومارل شوي دي. دا ډول پراخ بدلونونه ښيي چې د طالبانو رهبر غواړي د دولت ټولې برخې د خپل مستقیم نفوذ لاندې وساتي.

د یاد راپور پر بنسټ، طالبان یوازې په ټاکنو بسنه نه کوي، بلکې د نوو ادارو په جوړولو کې هم بوخت دي. په فاریاب او لغمان کې تازه دوه نوې ولسوالۍ رامنځته شوې چې د سیمې پر سیاسي نقشې یې اغېز کړی دی.

ګوټرېش زیاتوي چې ملا هبت‌الله اخندزاده په تېرو درې میاشتو کې په کندهار کې له ګڼو طالب چارواکو سره مخامخ غونډې کړې دي. په دغو غونډو کې د کابل له مرکزي ادارو ځینې لوړپوړي مسوولین، د طالبانو د استخباراتو مشر، او یو شمېر قاضیان برخه وال وو.

د دغو ناستو اساسي پیغام د رهبر پر اطاعت ټینګار او د اسلامي شریعت د سخت تطبیق غوښتنه وه.

په امنیتي برخه کې راپور څرګندوي،چې د داعش خراسان د بریدونو شمېر او کچه لږه شوې ده. د طالبانو ځواکونو په کنړ او ننګرهار کې پرله‌پسې عملیات کړي دي، خو بیا هم د داعش د فعالیت ځینې بېلګې ثبت شوې دي.

د مې پر ۲۶مه د بدخشان په شهدای ولسوالۍ کې یو سلفي عالم او د هغه ساتونکی د طالبانو په برید کې ووژل شول.

د جون پر ۱۴مه په همدې ولایت کې یو شیعه ملا امام د نامعلومو کسانو لخوا وژل شو، سر یې پرې کړل شو او د داعش بیرغ په ځای پرېښودل شو.

څو ورځې وروسته، د جون پر ۱۵مه، داعش د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو پر ځواکونو برید وکړ، او د جولای پر ۸مه په لغمان کې د دواړو ډلو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

راپور څرګندوي چې یوازې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو په درې میاشتو کې ۵۷امنیتي پېښې او مستقیم ګواښونه ثبت شوي دي.

په دې پېښو کې لسګونه ښځینه کارکوونکې د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، سره له دې چې طالبان د دغو پېښو مسوولیتنه مني، خو تر اوسه یې عاملین نه دي معلوم شوي. له همدې امله، دغه اداره اړ شوې چې لنډمهاله امنیتي تدابیر غوره کړي.

د راپور امنیتي څپرکی ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت همد پراختیا په حال کې دی. یوازې په درې میاشتو کې پنځو بېلابېلو ډلو د طالبانو پر ضد د ۴۷بریدونو مسوولیت منلی دی. دغو ډلو کې د مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه، د افغانستان د ازادۍ غورځنګ، د ولسواکۍ جبهه او د ملي بسیج جبهه شامل دي.

ملګرو ملتونو په دغو بریدونو کې ۱۹پېښې په خپله تایید کړي دي، چې دا د طالبانو د مخالفینو د فعالیت پر دوام دلالت کوي.

انتونیو ګوټرېش د عمومي وضعیت په اړه لیکلي چې یوازې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په ټول افغانستان کې ۲۶۵۸امنیتي پېښې ثبت شوې دي. د راپور پر بنسټ، د روان کال د ورته مودې په پرتله د ناامنۍ کچه ۹سلنه زیاته شوې ده.

دغه درې‌میاشتنی راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۳۱۷/۷۹پرېکړه لیک او د امنیت شورا د ۲۷۷۷پرېکړه لیک پر بنسټ چمتو شوی دی.

په دې پرېکړو کې له سرمنشي غوښتل شوي چې هر درې میاشتې وروسته د افغانستان د وضعیت، د امنیتي پرمختګونو، د بشري حقونو د وضعیت او د یوناما د ماموریت د پلي کېدو څرنګوالي په اړه مفصل راپور وړاندې کړي.

ایران:ګاونډيان په افغانستان کې د طالبانو حضور ته اصلاً ښه لید نلري

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د ایران اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون غړی فدا حسین مالکي وايي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې د طالبانو حضور ته اصلاً ښه لید نه لري او په سیمه ییزو چارو کې د طالبانو له کړنو خوښ نه دي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون غړی فدا حسین مالکي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، ایران لا هم په افغانستان کې امنیتي مسایلو ته اندېښمن دی او دغه اندېښنه یې له خپلو سیاسي شریکانو سره شریکه کړې او په وینا یې، «د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه هم ورته جدي اندېښنې لري.»

فدا حسین مالکي چې په کابل کې د ایران د سفارت تجربه هم لري په ډاګه کړې، «د افغانستان ګاونډي لوی هېوادونه په دغه هېواد کې د طالبانو حضور ته اصلاً ښه لید نه لري او په سیمه ییزو چارو کې د طالبانو له کړنو خوښ نه دي. ایران، پاکستان او تاجکستان تر نورو ډېر د افغانستان له اوسنیو حاکمانو ناراحته دي.»

مالکي همداراز ویلي، «زما په نظر په افغانستان کې د طالبانو، لویدیځوالو او اسراییل د توطیو پر وړاندې باید ودرېږو، په اصل کې لویدیځوال او اسراییل غواړي په افغانستان کې ترهګرې ډلې وده وکړي څو ورسره د نا امنیو لمن ټولو ګاونډیو هېوادونو ته وغځېږي.»

خو طالبانو په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او داعش هم په ګونډو شوی دی.

نوموړي د ایران د حقابې په تړاو وویل، طالبان د ایران د حقابې د ستونزو د حلولو پر ځای نورې ستونزې جوړوي او په دې برخه کې یې ټول دوه اړخیزې هوکړې او نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي او زیاتوي، «له طالبانو سره د ایران ستونزه یوازې د حقابې پر تامینېدو محدوده نه ده بلکې سرحدي ستونزې یې هم جوړې کړې دي.»

طالبانو تر دې مخکې ویلي، د ایران حقابې ته ژمن دي، خو اوس په افغانستان کې د پرلپسې وچکالیو له امله اوبه کمې شوي دي.

مالکي په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د جوړېدونکې غونډې په تړاو وویل، په دغې غونډه کې طالبان ځکه ګډون نه شي کولی چې د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي او په وینا یې په تېرو دورو کې د طالبانو پر ځای د افغانستان د جمهوري نظام استازي ګډون درلود.

د نوموړي په باور طالبانو تر اوسه د نړۍوالو مشروع او قانوني غوښتنو ته غاړه نه ده ايښې او ان پر دې هم نه دي بریالي شوي چې له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اجماع ولري او په وینا یې د افغانستان اوسني حاکمان له ایران، پاکستان او تاجکستان سره ډېرې ستونزې لري، خو د دغو ستونزو د جزییاتو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د محمود شاه حبیبي ورور: ادم بولر کابل ته د حبیبي د خوشې کولو لپاره تللی

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د محمود شاه حبیبي ورور وایي چې د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر د سفر موخه د محمود شاه حبیبي خوشې کول دي. هغه زیاتوي، د ټرمپ ادارې ورته ډاډ ورکړی تر هغې چې محمود شاه حبیبي ازاد نه شي، د طالبانو له ادارې سره هېڅ ډول تعامل نه کوي.

د محمود شاه حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې کابل ته د ادم بولر په تګ له مخکې خبر و او له هغه سره یې ملاقاتونه کړي دي.

هغه وویل: «د دغه سفر مهمه موخه همدا ده چې له طالبانو سره زما د ورور محمود شاه حبیبي په اړه خبرې وشي او د هغه د ازادۍ په اړه پرمختګ وشي.»

نوموړی وایي د دغه سفر دویمه موخه د ټرمپ یوه اونۍ مخکینی فرمان دی، چې د دغه فرمان له مخې ټرمپ له هغو هېوادونو چې امریکایي وګړي بندیانوي او مقابل کې یې غوښتنې لري غوښتي چې دا کار باید ودروي. په دې کې افغانستان د لېست په سر کې دی.

احمدشاه وایي د طالبانو په بند کې د محمود شاه حبیبي ترڅنګ نور امریکایي بندیان هم شته او که چیرې دوی خوشې نه شي نو امریکا به پر طالبانو نور اقتصادي بندیزونه ولګوي. هغه زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د استخباراتو رییس او د کورنیو چارو وزیر په سفرونو بندیز لامل هم د محمود شاه حبیبي په بند کې ساتل او نه تاییدول یې و.

هغه زیاته کړه: «امریکا طالبانو ته ویلي و تر هغه چې دا قضیه حل نه شي له تاسو سره هېڅ ډول تعامل نه کوو، نور هم اقتصادي او سفري بندیزونه درباندې لګوو.»

متحده ایالاتو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې امریکايي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په ځانګړې توګه محمود شاه حبیبي خو طالبانو خپلو زندانونو کې د هغه شتون رد کړی دی.

احمد شاه د خپل ورور د خوشې کیدو هیلې په څرګندولو سره ویلي چې امریکا پوهیږي چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په بند کې دی. په دې اړه شواهد شته او طالبان ترې انکار نه شي کولی.

محمد شاه حبیبي، چې یو افغان الاصله امریکایی تبعه دی، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو لخوا په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د استوګنې ځای په پیژندلو کې د مرستې په تور ونیول شو.

احمدشاه حبیبي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازی ادم بولر نن (شنبه د وږي ۲۲مه) په ناڅاپي سفر کابل تللی او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د ریاست اولوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر سره لیدلي.

د طالبانو د کندهار والي: علما دې خپلو منځونو کې اختلافات له منځه یوسي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د طالبانو کندهار والي دفتر وايي، د دغه ولایت والي ملا شرین له علماوو غوښتي خپلمنځي اختلافات دې له منځه یوسي او د دین، مذهب او شرعي نظام د پیاوړتیا لپاره دې په ګډه کار وکړي. ملا شرین زیاتوي، که اختلافي موضوعات وي، باید د علماوو له مرکزي دارالافتاء او فقهي مجلسونو سره شریکې کړي.

د کندهار والي ملا شیرین دغه څرګندونې د ولایت مقام کې د کندهار ښار د بېلابېلو سیمو له ګڼ شمېر شیوخو او علماوو سره په ناسته کې کړي دي.

ملا شرین ټینکار کړی:«طالبان د هري موضوع لپاره مرجع لري، که اختلافي موضوعات وه، باید د علماوو مرکزي دارالافتاء، فقهي مجلسونو او یا هم له نورو اړوند ادارو سره یې شریک کړي، ترڅو یو جامع حل‌لاره ورته پیداکړل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کېږی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې علماوو په نامستقیمه توګه د ملاهبت الله پر ځینو کړنو نیوکه کړې.

له دې نیوکو یوه دا ده، چې ځیني ملایان د جهاد په موضوع کې له هبت‌الله سره اختلاف لري او وايي چې په دې برخه کې له امیر څخه د اجازې اړتیا نشته.