• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران یوه افغانه مېرمن او د هغې خاوند اعدام کړي دي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمانونو راپور ورکړی چې په قزوین مرکزي زندان کې یوه افغانه ښځه او د هغې خاوند اعدام شوي دي. د راپورونو له مخې، دا جوړه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوې وه او له دریو ماشومانو سره په زندان کې وه، خو وروسته یې ماشومان خوشې او افغانستان ته واستول شول.

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې حدیقه ابادي او یونس مزارشمس د پنجشنبې په ورځ په قزوین زندان کې اعدام شوي دي. دغه افغانه جوړه څلور کاله وړاندې د اعدام په سزا محکومه شوې وه.

راپور وایي چې دې افغانې کورنۍ شاوخوا ۲۰ کاله په ایران کې ژوند کاوه.

د دې جوړې د ماشومانو هویت او عمر نه دی څرګند شوی، خو یوازې د «ماشومانو» په توګه یاد شوي دي.

تر دې دمه د ایران حکومت او داخلي رسنیو د دې جوړې د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په وینا، یوازې په تېرو دریو کلونو کې په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۵۰۳ کسان اعدام شوي دي.

هه‌نګاو سازمان هم ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په ایران کې هره اونۍ شاوخوا ۲۵ زندانیان اعدام شوي، چې په ټوله کې ۹۰۶ زندانیان کیږي او له دې ډلې ۵۹ تنه افغانان وو.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

انس حقاني: واک ته رسېدل اسان خو د حکومت چلول سخت کار دی

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱

انس حقاني چې د حقاني شبکې له جګپوړو غړو شمېرل کیږي، وايي، واک ته رسېدل اسان وو، خو د حکومت چلول سخت کار دی. نوموړي له یوه هندي یوټیوبر سره مرکه کې له هند سره د ښو اړیکو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ټول مسایل باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي په دې مرکه کې ویلي، چې حکومتي واک ته رسېدل اسان ول خو د حکومت چلول سخت کار دی او یوه سخته مرحله ده.

هغه وویل:«زما ورور د کورنیو چارو وزارت وزیر دی، خو هغه وویل چې د جګړې پرمهال هغه فکر کاوه، چې که وطن ازاد شي نو زه به ارام وکړم خو اوس وینم چې زیاتې ستونزي دي او ارام مې ونه کړ.»

هغه په دوحه کې له یوه بهرني پلاوي سره د خپل یوه مجلس په اړه وویل، چې دوی د فوټبال او ددې لوبې د یوه مشهور لوبغاړي رونالډو یادونه وکړه او وروسته یاد پلاوي په بل مجلس کې ده ته د رونالډو ټي شرټ راوړ.

نوموړي د افغانستان کرېکټ په اړه وویل چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا خپل فنډ بند کړ خو طالبانو له هند او متحده عربي اماراتو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه مرسته وکړي څو اي سي سي ته وايي چې کرېکټ دې له سیاست څخه جدا کړي او پر کرېکټ دې بندیزونه نه لګوي.

انس حقاني وايي چې په تېرو څلورو کالونو کې د افغانستان کرېکټ ډېر پرمختګ کړی دی.

هغه د طالبانو د مشر ټولبښنې ته هم اشاره وکړه، چې په سمه توګه عملي شوې او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون زیات شمېر د پخواني حکومت چارواکي د طالبانو تر حاکمیت لاندې سوله یز ژوند تیروي.

ویل کېږي د جګړې پرمهال د طالبانو په ډله کې حقاني شبکې ډېر خونړي بریدونه ترسره کول خو اوس دغه ډله واک ته له رسېدو وروسته غواړي د نورو طالبانو د مشرانو پرتله ځانونه منځلاري وښيي.

نبي عمري د پنځو ولایتونو له والیانو سره ناسته کړې

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د غزني ولایت والي ویاند وايي چې په غزني کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري او د سویل ختیځ پنځو ولایتونو والیانو په ګردیز کې ناسته کړې ده. په ناسته کې د غزني او پکتیکا ولایتونو تر منځ د سرحدي اختلاف په اړه بحث شوی او ځینې پرېکړې شوې دي.

د طالبانو د غزني والي ویاند عزت الله سعیدي نن یکشنبه د (وږي ۲۳مه) په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې نن د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي «عمري» په مشرۍ او د غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو والیانو په ګډون، د پکتیا ولایت ګردېز ښار کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

دوی لیکلي، چې په دې غونډه کې د اړوندو ولایتونو پر مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

طالبانو نور جزئیات نه دي ورکړي، چې دې غونډه کې نور څه مسایل مطرح شوي دی.

شهباز شریف په دوحه کې د اسلامي هېوادونو په بېړنۍ غونډه کې ګډون کوي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د پاکستان لومړی شهباز شریف د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د عربي-اسلامي هېوادونو بیړنۍ سرمشریزه کې د ګډون لپاره قطر ته ځي. طالبانو تر دې دمه په دې سرمشریزه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم استازو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، د عربي او اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون جوړیږي، چې پر دوحه د اسراييل د هوايي بريد او د غزې د نيولو لپاره د اسراييل د هڅو په غبرګون کې رابلل شوې ده.

تمه کیږي چې د یو شمیر اسلامي هیوداونو او د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي به په دې سرمشریزه کې برخه واخلي.

له سرمشریزې مخکې نن یکشنبه د بهرنیو چارو وزیرانو د چمتووالي غونډه ترسره شوه.

سره له دې، چې طالبان له قطر سره خورا نږدې اړیکې پالي، د عرب او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي حضور نه لري.

د یادونې وړ، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دوه ځله له بهرني سفر څخه راګرځول شوی دی او سرچینې وايي چې دا مخنیوی د امریکا له خوا شوی، چې نوموړي ته یې د بندیزونو له امله د سفر معافیت ورنه کړ.

طالبان وايي دفراه ولایت په شنو خونو کې د ښځو په ګډون ۱۸زره کسان په کار بوخت دي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۱

په فراه ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۸زره کسان په شنو خونو کې په کار بوخت دي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه او اړتیاوې پوره کوي.

یادې ادارې ویلي، چې روان کال په فراه کې شاوخوا ۴ میلیونه او ۴۹۲ زره متره ځمکه شنو خونو ته ځانګړې شوې ده او د روان کال په لومړي فصل کې له دغو شنو خونو څخه له ۸۹زره او ۸۴۸ ټنو ډېر سابه راټول شوي.

د فراه ولایت د کرنې ریاست ویلي، چې د تېرکال په پرتله له شنو خونو څخه د سبو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د فراه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په شنو خونو کې تر ډېره بادرنګ، رومیان، دلمه مرچ او تور بانجان کرل کېږي او د یادو حاصلاتو ۵۰ سلنه یې بادرنګ، ۴۰ سلنه رومیان او ۱۰ سلنه یې نورې سبزۍ دي.

د کرنې ریاست زیاته کړې، چې د فراه ولایت د شنونو خونو حاصلات په کور دننه د یو شمېر ولایتونو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د فراه ولایت د کرنې ریاست ویلي:«د مناسب اقلیمي شرایطو او د ایران له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د خلکو لېوالتیا د شنو خونو د جوړولو او پانګونې په برخه کې مخ پر زیاتېدو ده.»

د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، چې فراه د پراخو ځمکو او تودې هوا لرلو له امله په وروستیو کلونو کې د شنو خونو په صنعت کې بې ساری وده کړې او د هېواد په کچه مخکښ ولایت دی.

ملابرادر ته د امریکايي پلاوي پیغام: ټرمپ د امریکايي یرغمل شويو وګړو په خلاصون کې جدي دی

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي ادم بولر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې هغه ته د امریکايي زندانیانو د خلاصون په تړاو د ټرمپ پېغام رسولی څو ملاهبت الله ته یې ورسوي.

په کابل کې د طالبانو سرچینو نن یکشنبه د (وږي ۲۲مه) وویل چې تېره ورځ د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي ادم بولر او ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره له لیدنې وروسته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

د طالبانو ځینې باخبره سرچینو وویل چې امریکايي پلاوي ملا عبدالغني برادر ته روښانه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکايي زندانیانو په ځانکړي توګه محمود شاه حبیبي، په خلاصون کې جدي دی.

سرچینو وویل:« تېره ورځ د امریکايي راغلي پلاوي ټینګار دا و، چې باید ملابرادر د طالبانو مشر ملاهبت الله ته ووايي چې د امریکايي بندیانو د خلاصون په تړاو خپل نظر کې تغیر راولي او څومره ژر چې کېدلی شي د حبیبي په ګډون نور امریکايي زندانیان چې له طالبانو سره دي، ازاد کړي.»

دوی همدراز زیاتوي، چې ملابرادر د وخت غوښتنه کړې څو په دې برخه کې په کندهار کې له ملاهبت الله سره خبرې وکړي او د امریکايي زندانیانو د خلاصون د جدیت په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ پېغام ورته ورسوي.

که څه هم طالبانو په رسمي اعلامیو کې له یاد پلاوي سره د خبرو اترو محور له امریکا سره د طالبانو د اړیکو عادي کېدل او د اقتصادي همکاریو ترڅنګ د بندیزونو لرې کول ګڼلي، خو د سرچینو په وینا، په دواړو ناستو کې امریکايي پلاوي د امریکايي زندانیانو د خوشې کولو موضوعات مطرح کړي دي.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په تل ابیب کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې امریکايي استازي له مودې راهیسې د طالبانو له استازو په خبرو بوخت دي خو نور جزییات یې ورنه کړل.

روبیو وویل: «[بولر] هلته د دې لپاره لاړ چې معلومه کړي څه امکان لري.»

روبیو زیاته کړه:« د هر ډول سوداګرۍ یا تبادلې په اړه به د ولسمشر پریکړه وي مګر موږ یقینا غواړو چې هر امریکايي یا هر هغه څوک چې په غیرقانوني ډول توقیف شوي وي، خوشې شي.»

تر اوسه دا روښانه، نه ده، چې دقیق څومره شمیر امریکايي زندانیان د طالبانو په زندانونو کې دي.

د امریکايي پلاوي له لومړي سفر وروسته افغانستان انټرنشنل ته سرچینو وویل چې ادم بولر د طالبانو د بهرینو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي و، چې د امریکايي زندانیانو د نه ازادېدو په صورت کې به د طالبانو وزارتونه په نښه کړي.

دا څرګدونې په داسې حال کېږي، چې طالبان له امریکا سره د ښو اړیکو په لټه کې دي خو امریکايي چارواکي تر دې دمه د خپلو زندانيانو د خوشې کېدو لپاره د طالبانو له چارواکو سره ویني.