روزا اوتنبایېوا ویلي د کونړ زلزله ځپلو ته په مرستو رسولو کې د ښځو رول اړین دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایېوا د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو کورنیو ته د مرستو برابرولو کې د سیمې د خلکو زړورتیا ستایلې ده او د مرستو په رسولو کې یې د ښځو رول مهم بللی دی.
