د افغانستان له زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه د تاجکستان ۹ لارۍ مرستې ننګرهار ته ورسېدې

د تاجکستان د بشري مرستو لومړۍ کڅوړه د زلزلهځپلو لپاره ننګرهار ته ورسېده. دغه درې زره ټُنه مرستې چې خوراکي او غېرخوراکي توکي پکې شامل دي، په ۹ لاریو کې جلالاباد ته لېږدول شوې دي. طالبان وايي، د تاجکستان د مرستو څه باندې ۱۰۰ نورې لارۍ به هم افغانستان ته داخل شي.