یو پخواني پاکستاني چارواکي خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په اکټوبر میاشت کې بیا برید وکړي

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخواني لوړ پوړي سلاکار اعزاز چودري خبرداری ورکړی، چې ښايي هند یو ځل بیا په راتلونکې اکټوبر میاشت کې پر دغه هېواد برید وکړي. هغه د جیو نیوز یو پروګرام کې زیاته کړه، چې پاکستان باید په ترهګرۍ کې د هند د ښکېلتیا ثبوتونه نړۍوالو ادارو ته وړاندې کړي.