ندا محمد ندیم: علم د انسانانو په ژوند کې اساسي رول لري او د بقا ضامن دی
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې دغه وزارت ته په رسېدو سره یې له لوړو زده کړو نجونې منع کړې، وايي چې پوهه د انسانو په ژوند کې اساسي رول لري او د بقا ضامن دی او په وینا یې، «هر کله چې علم له منځه لاړ شي، دنیا هم ورسره لمنځه ځي.»
ندا محمد ندیم د بادغیس په پوهنتون کې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د یو شمېر پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زده کړیالان درسونو او مطالعې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل: «د دوښمنانو د دسیسو ښکار نه شئ او له فراغت وروسته د خپل مسلک له لارې خپل ولس او هېواد ته خدمت وکړئ.»
له دې سره سم، د بادغیس د استخباراتو رييس عبدالهادي امین د اسلام دین د پرمختګ او ابادۍ دین وباله او زیاته یې کړه: «دیني او عصري علوم د یو بل تکمیلوونکي دي.»
د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د مشرتابه له لوري په یاد پوهنتون کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ پروژو کار پيل شو.
د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د بګرام اډې د تصرف په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د افغانستان د اوسني حالت په دوام کې ټول تاوان کوي، نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولی شي سیاسي تعادل وساتي.
شاه محمود میاخېل په خپلې فېسبوک پاڼې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د یوې لیکنې په خپرولو سره له ټولو افغانانو، سیمه ییزو او نړۍوالو غوښتي، چې په افغانستان کې د نیابتي لاسوهنو او سیالیو پر ځای د یوه مشروع او قانونمند حکومت د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي، چې په کې د ولس رول جوت وي نو بیا به افغانستان نه افغانانو، نه د سیمې هېوادونو او نه به هم نړۍوالو ته ګواښ وي.
د نوموړي په باور: «د افغانستان د موجوده حالت په دوام کې ټول تاوان کوي. نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولی شي چې د سیمې او نړۍ تر منځ سیاسي تعادل وساتي.»
شاه محمود میاخېل دغه راز زیاته کړې ده، چې د افغانستان ستونزه د هرې ورځې په تېرېدو سره جنجالي کېږي او په وینا یې د مسایلو حل په احساساتو نه، بلکې په تدبیر او فکر حل کېدلی شي.
میاخېل وایي، طالبان د حکومتولۍ لپاره مناسبه تګلاره نه لري او «یوازې خپل ولس ځپي او زبېښي او د خیالي او کاذب غرور شعارونه ورکوي، دوی نه شي کولی چې دوام وکړي او یا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو تعادل وساتي.»
د شاه محمود میاخېل په باور، اوسنی وضعیت چې د هېواد حاکمه ډله نه ملي او نه نړۍوال مشروعیت لري، په خپله راروانو سیمه ییزو او نړۍوالو سیالیو ته زمینه برابروي او افغانان به د دغو سیالیو قرباني وي.
د نوموړي په اند، طالبان په خپله «د بهرنیانو اشغال، مداخلو او نیابتي رقابتونو ته زمینه مساعدوي. تېر ځل هم افغانستان ته د امریکا او ناټو د تګ مهم علت د طالبانو د تېرې دورې ناکامو پالیسیو له امله و او اوس هم د دوی ناکامه ملي او نړۍواله پالیسي د نورو مداخلو او نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.»
میاخېل زیاتوي، د افغانستان د کشالې حل «د سیمې او نړۍ او هم د افغانانو په خپل منځیو رقابتونو او نیابتي جګړو کې نه دی، بلکې د افغانانو، سیمې او نړۍ تر منځ د رقابتونو پر ځای په همکارۍ کې دی.»
نوموړی د طالبانو پر مشر ملا هبتالله اخوندزاده په نیوکه سره زیاتوي: «دا هم نشي کېدای چې څلور کاله وشول، یو پټ مخی مشر چې د قانون له مخې د مسوولیت او دندې موده یې معلومه نه ده، هره ورځ د هېواد د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو د ورانولو لپاره فرمانونه صادر کړي او په خلکو کې د ځپلو او توهینولو لپاره په ډېرو شخصي مسایلو کې مداخله وکړي، چې نه دین اجازه ورکوي او نه انساني او افغاني ارزښتونه.»
شاه محمود میاخېل زیاتوي، که په یوه هېواد کې مشروع حکومت او نظام نه وي، نو د طالبانو او نورو ډلو او افرادو اړیکې او پټې معاملې، استخباراتي معاملې دي او سره له دې چې د افغانانو په ګټه نه دي را روانو نیابتي جګړو او سیالیو ته هم زمینه برابروي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د امریکا د ولسمشر له لوري د بګرام هوايي اډې د غوښتنې په غبرګون ویلي، امریکا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله طالبان ترهګر بلل، خو د بګرام او تجهیزاتو په ګډون یې ټول افغانستان وروسپاره.امریکا د افغانستان د بیا «اشغال» لپاره بګرام غواړي، نه د چین د مقابلې لپاره.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) په خپله اېکس پاڼه په یوې اوږدې لیکنه کې ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام د بیا نیولو شوق کړی، خو په دې اسانه او جنوني کار سره غواړي د «اتل» لقب خپل کړي، په داسې حال کې چې د غزې د تصرف او پکې د ساحل جوړولو له امله د اوسني پېر د «هټلر» لقب ورکړل شوی دی.
ګلبدین حکمتیار د امریکا ولسمشر ته په خطاب کې ویلي: «هو، پوهېږو چې بګرام غواړې، په خپلې دغې پرېکړه کې قاطع او جدي یې، د بدو پایلو پروا یې هم نه لرې، خو پوه شه چې دغه پالیسي د امریکا د زوال لامل کېږي او تاریخ به تا د ستاینې وړ یو فاتح نه، بلکې د امریکا «بریژنف» وبولي.»
حکمتیار زیاته کړې، د امریکا ولسمشر ویلي چې بګرام د چین پر وړاندې د مقابلې لپاره غواړي، خو څو ورځې مخکې یو امریکايي پلاوی د اسیرانو د خوشې کولو تر پوښښ لاندې کابل ته واستول شو او هغوی د خپل ولسمشر د څرګندونو پر خلاف وویل، په بګرام کې محدود حضور هغه هم د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو لپاره غواړي.
د حکمتیار په وینا، هغوی نه دي ویلي چې کومه ترهګري؟ نوموړي امریکا ته په خطاب کې ویلي: «تاسو چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله د طالبانو پر ټنده د ترهګر ټاپه وهله، خو نه یوازې کابل، بلکې د بګرام او ټولو تجهیزاتو په ګډون مو ټول افغانستان هغو ته وسپاره.»
د نوموړي په باور، امریکايي رسنیو ادعا کړې چې امریکايي چارواکي په بګرام هوايي اډه کې د بیاځلي حضور په موخه له طالبانو سره پر خبرو بوخت دي او په وینا یې، د دغو رسنیو هدف ښايي د اسیرانو د خوشې کولو تر پوښښ لاندې کابل ته د امریکايي پلاوي سفر او دوحې ته د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست سفر وي.
د حکمتیار په اند، پر بګرام معامله د کمونستانو له لوري شوروي ته د افغانستان د خرڅلاو او د سیکولرانو له لوري له امریکا سره د ستراتیژيکې امنیتي هوکړې له لاسلیکولو سره هېڅ تفاوت نه لري او همداراز پوښتي: «ایا له دغو دوو «پست او ذلیل» ډلو پرته به څوک دغه تاریخي ننګ ته غاړه کېږدي؟ هېڅوک نشي کولی بګرام تاسو (امریکا) ته وسپاري.»
ګلبدین حکمتیار په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ټرمپ بګرام په دې موخه غواړي چې د چین اټومي تاسیساتو ته په نږدې موقعیت کې پروت دی چې دا په یقین سره د چین پر وړاندې د جګړې اعلان ته ورته دی: «خو امریکا د افغانستان بیاځلي اشغال لپاره بګرام ته اړتیا لري، نه د چین پر وړاندې مقابلې لپاره. که امریکا واقعاً له چین سره د جګړې هوډ لري نو چین ته نږدې ټایوان او سوېلي کوریا د دوو اډو په توګه کافي نه دي؟»
د نوموړي په وینا، امریکا له چین او روسیې سره د جګړې جرأت نه لري او ان له شمالي کوریا هم مخ اړوي. «موږ امریکا ته وايو، که همت لرې له روسیې او چین سره خپل زور وازمویه. خپل زور له جګړه ځپلي افغانستان او مظلومې غزې سره مه ازمویه.»
ګلبدین حکمتیار پر ایران د امریکا برید ته په اشارې سره وايي، پر یاد هېواد مو په توره شپه برید وکړ، خو « د مظلوم افغانستان چې نه یوازې فضا یې لا هم د تاسو په کنټرول کې ده او څوک مو مخه نه شي نیولی، کولی شئ په شپه نه، بلکې په رڼا ورځ راشئ.»
ګلبدین حکمتیار زیاته کړې: «نن ورځ مو هېواد منزوي دی او د امریکا پر وړاندې هېڅ ملاتړی او مدافع نه لري. د نوري فایبر په قطع کېدو سره د افغانانو تر منځ او له نړۍ سره یې اړیکې پرې شوې دي.»
نوموړي د امریکا ولسمشر ته سپارښتنه کړې، چې له دغه ډول بد معاشۍ لاس واخلي او «افغانستان او افغانان د بګرام پر تصرف کولو مه ګواښه، باور لرو هر هغه څوک چې د شوروي او ناټو پر وړاندې جنګېدلي بیا به هم د هر مغرور یرغلګر پر وړاندې وجنګېږي.» او همداراز خبرداری ورکوي: «افغانان به هېڅکله هم له هغو کسانو ملاتړ ونه کړي چې د دوښمن پر وړاندې سر ټيټ کړي او تسلیم شي.»