• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: په اوو میاشتو کې مې ۷ جګړې پای ته ورسولې

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې وویل، چې په ۷ میاشتو کې یې په نړۍ کې اووه جګړې پای ته ورسولې او په امریکا کې یې ۷ تریلیون ډالره پانګونې ته لاره پرانېستې ده. ټرمپ په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پر رول نیوکې وکړې، چې د جګړو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ټرمپ وویل، « د امریکا طلايي عصر دی ، تورم مو مات کړی او بیې کمې شوې، تولید او وده ډېره شوې».

هغه وویل، « زما دوره کې ۷ تریلیون ډالره پانګونه شوې ده په داسې حال کې چې د بایډن دوره کې یو تریلیون شوې وه. امریکا مو د کسب کار کې پرمختک شوی، کولای شئ امریکا کې پانګونه وکړئ».

هغه د کډوالو په اړه وویل، چې د بایډن دوره کې رواني ناروغان او د نړۍ له هرځایه قاچاق وړونکي راتلل، خو اوس چې څوک غیر قانوني راځي، بېرته یې لیږي او پوهیږي چې څه ورسره کیږي.

هغه وویل، « نور هېوادونه هم باید دا ډول چلند وکړي. ناټو غړو زما په غوښتنه خپله بودجه لوړه کړه، منځنۍ اسیا ته لاړم، سعودي او نور هېوادونه اوس تر هر بل وخت ډېر له امریکا سره نږدې دي».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

انتونیو ګوترش: نن پر حاکمیت لرونکو هېوادونو او ښارونو بریدونه او بمبارۍ کیږي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي ددغه سازمان عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د ملګرو ملتونو اصول تر برید لاندې دي او په حاکمیت لرونکو هېوادونو او ښارونو بریدونه او بمباري کیږي او لوږه پراخیږي. ګوترش وايي، «دا ټول دا پوښتنه را پورته کوي، چې د زورواکۍ نړۍ ولرو، یا د همکارۍ او برابرۍ».

هغه وویل، چې « دا سازمان تر مجلس ډېر څه دي، نړیوال قانون، پرمختګ او ستونزو د حل لپاره دی، بشري حقونو د خوندیتابه لپاره دی. خپل شاوخوا ته وګورئ چې د ملګرو ملتونو اصول تر برید لاندې دي».

نوموړي وویل، چې دا ټول دا پوښتنه را پورته کوي، چې د زورواکۍ نړۍ ولرو، یا د همکارۍ او برابرۍ.

هغه زیاته کړه، « زموږ نړۍ څو قطبي کیږي او دا مثبت دی، خو څو قطبي کېدل چې څو اړخیزې لارې خپلې کړي، خطرناک دي. لومړنۍ جګړه په څو قطبي نړۍ کې رامنځته شوه».

هغه د غزې بریدونه او د حماس بریدونه هم وغندل او ویې ویل، چې د غزې کلابندي د توجیه وړ نه ده او اسراییل باید شاته شي.

هغه د اسراییل او فلسطین د ستونزې د حل لپاره د دوه هېواد حل پر رامنځته کېدو ټنیګار وکړ.

د سعودي عربستان مفتي او د علماوو شورا رییس ومړ

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د سعودي عربستان شاهي دفتر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد لوی مفتي او د مشرانو علماوو شورا رییس شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد الشیخ د سې شنبې په ورځ ومړ.

دې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هغه جنازه به نن د ماسپښین له لمانځه وروسته په ریاض کې د امام ترکي بن عبدالله جومات کې ترسره شي.

دولتي الاخباریه او العربیه خبري چینلونو هم د شاهي محکمې او رسمي سعودي پریس اژانس (اېس پې اې) په حواله دا خبر تایید کړ.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود امر کړی، چې د هغه لپاره په غیاب کې د جنازې لمونځ وشي.

شیخ عبدالعزیز په ۱۹۹۹ کال کې د پاچا فهد له خوا لوی مفتي ټاکل شوی و او په دې ټولو کلونو کې په سعودي عربستان کې د علماوو شورا رییس هم و.

هغه د لوړ رسمي مذهبي مقام په توګه پیژندل کیده، چې د شرعي قانون تفسیر او په سعودي عربستان کې د قانوني او ټولنیزو مسایلو په اړه د فتواوو صادرولو مسوولیت یې درلود.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې د خلکو د ټولیزې سزا د مخنیوي غوښتنه وکړه

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن دوشنبه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د غزې د خلکو پر وړاندې د ټولیزې سزا هر ډول اقدام غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

هغه وویل: «د حماس د ترهګریزو بریدونو یا د انسانانو د یرغمل کولو د عمل توجیه هېڅ څه نشي کولی او زه یې یو ځل بیا غندم، خو د فلسطیني خلکو پر وړاندې ټولیزه سزا یا د توکمیز چلند هم هېڅ د توجیه وړ نه دی.»

ګوترېش بیا هم د اوربند، د یرغمل شويو کسانو د خوشې کولو او د بشري مرستو د بې خنډه لاسرسي غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍوالې ټولنې پر یو واحد غږ پورته کولو ټینګار وکړ، ترڅو د تاوتریخوالي د مخنیوي او د خلکو د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو سربېره د فرانسې او برېتانیا له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندنې د نړۍ د ګڼو هېوادونو مثبت او منفي غبرګونونه راپارولي دي.

پولنډ خبرداری ور کړ چې د روسیې هوايي سرغړونو ته په ډزو ځواب ور کوي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د پولنډ صدراعظم ډونالډ توس وايي، په خپل هوايي حریم کې روسي ډرونونه او نور الوت توکي، چې د پولنډ هوايي حریم نقض کوي، ولي. نوموړي دغه رار ویلي، په هغو پېښو کې به احتیاط کوي، چې وضعیت یې مبهم وي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې استونیا وايي، د سپټېمبر پر۱۹مه درې روسي جګړه ییزې الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتلې او دې د ناټو مشران اندېښمن کړي چې مسکو د اتحادیې چمتووالی ازمویي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پر دې پېښې د بحث لپاره نن غونډه کوي.

روسیې ویلي چې دغه ادعاوې ناسمې دي او د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره جوړې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د سپتمبر په ۹-۱۰ شپه کې شاوخوا شل روسي بې‌پیلوټه الوتکې د پولنډ هوايي حریم ته ننوتې او په بل اړخ کې دوه روسي جګړه ییزې الوتکې د بالتیک په سمندر کې د پیټروبالټیک د سکرو ساحې د امنیت زون ته نږدې شوې.

توس وویل: «موږ به د هغه الوتونکو پر وړاندې چې زموږ پر خاوره الوت کوي او زموږ پر پولنډ تیری کوي، بې له ځنډه ډزې وکړو، په دې کې هیڅ بحث ته ځای نشته».

خو نوموړي ټینګار وکړ چې په مبهمو حالاتو کې به احتیاط کوي.

تمه کیږي چې نن شپږ نور هېوادونه هم فلسطین په رسمیت وپېژني

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له پرانیستې مخکې سعودي عربستان او فرانسه لسګونه نړیوال مشران راټولوي څو د فلسطین او اسراییل کشالې د دوه هېواده حل لپاره ملاتړ ترلاسه کړي. په دې غونډه کې تمه ده فرانسه، بلجیم، لوګزامبورګ، مالټا، سان مارینو او اندورا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

د دې تر څنګ، بریتانیا، کاناډا، پرتګال او استرالیا د یکشنبې په ورځ د فلسطین رسمي پېژندنه اعلان کړې وه.

اسراییل او امریکا غونډه تحریم کړې. په ملګرو ملتونوکې د اسراییل استازي ډاني دنون ویلي چې دا ډول اقدام «تروریزم ته جایزه ورکول» دي. د اسراییلي چارواکو په وینا، صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو له غونډې وروسته به د دغو رسمیت پېژندنو پر وړاندې غبرګون وښيي او ځینې وزیران یې د لوېدیزې غاړې د برخې د الحاق غوښتنه کوي.

سعودي عربستان خبرداری ورکړی چې د لوېدیزې غاړې الحاق به «سترې پایلې» ولري او متحده عربي اماراتو دا « سره کرښه» بللې ده.

واشنګټن د فلسطین رسمیت پېژندل «نمایشي» بللي او ویلي یې دي چې د امریکا لومړیتوب د بندیانو خلاصون، د اسراییل امنیت او د سیمې سولې ته رسېدل دي، چې د دوی په باور د حماس له شتون پرته ممکن دي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په غزه ښار کې د اسراییل ځمکني عملیات روان دي او د جګړې له نږدې دوه کاله غځېدو وروسته لا هم د اوربند امکانات کم لیدل کېږي.