د سعودي عربستان مفتي او د علماوو شورا رییس ومړ

د سعودي عربستان شاهي دفتر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد لوی مفتي او د مشرانو علماوو شورا رییس شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد الشیخ د سې شنبې په ورځ ومړ.

د سعودي عربستان شاهي دفتر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد لوی مفتي او د مشرانو علماوو شورا رییس شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد الشیخ د سې شنبې په ورځ ومړ.
دې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هغه جنازه به نن د ماسپښین له لمانځه وروسته په ریاض کې د امام ترکي بن عبدالله جومات کې ترسره شي.
دولتي الاخباریه او العربیه خبري چینلونو هم د شاهي محکمې او رسمي سعودي پریس اژانس (اېس پې اې) په حواله دا خبر تایید کړ.
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود امر کړی، چې د هغه لپاره په غیاب کې د جنازې لمونځ وشي.
شیخ عبدالعزیز په ۱۹۹۹ کال کې د پاچا فهد له خوا لوی مفتي ټاکل شوی و او په دې ټولو کلونو کې په سعودي عربستان کې د علماوو شورا رییس هم و.
هغه د لوړ رسمي مذهبي مقام په توګه پیژندل کیده، چې د شرعي قانون تفسیر او په سعودي عربستان کې د قانوني او ټولنیزو مسایلو په اړه د فتواوو صادرولو مسوولیت یې درلود.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن دوشنبه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د غزې د خلکو پر وړاندې د ټولیزې سزا هر ډول اقدام غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
هغه وویل: «د حماس د ترهګریزو بریدونو یا د انسانانو د یرغمل کولو د عمل توجیه هېڅ څه نشي کولی او زه یې یو ځل بیا غندم، خو د فلسطیني خلکو پر وړاندې ټولیزه سزا یا د توکمیز چلند هم هېڅ د توجیه وړ نه دی.»
ګوترېش بیا هم د اوربند، د یرغمل شويو کسانو د خوشې کولو او د بشري مرستو د بې خنډه لاسرسي غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍوالې ټولنې پر یو واحد غږ پورته کولو ټینګار وکړ، ترڅو د تاوتریخوالي د مخنیوي او د خلکو د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو سربېره د فرانسې او برېتانیا له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندنې د نړۍ د ګڼو هېوادونو مثبت او منفي غبرګونونه راپارولي دي.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ توس وايي، په خپل هوايي حریم کې روسي ډرونونه او نور الوت توکي، چې د پولنډ هوايي حریم نقض کوي، ولي. نوموړي دغه رار ویلي، په هغو پېښو کې به احتیاط کوي، چې وضعیت یې مبهم وي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې استونیا وايي، د سپټېمبر پر۱۹مه درې روسي جګړه ییزې الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتلې او دې د ناټو مشران اندېښمن کړي چې مسکو د اتحادیې چمتووالی ازمویي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پر دې پېښې د بحث لپاره نن غونډه کوي.
روسیې ویلي چې دغه ادعاوې ناسمې دي او د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره جوړې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د سپتمبر په ۹-۱۰ شپه کې شاوخوا شل روسي بېپیلوټه الوتکې د پولنډ هوايي حریم ته ننوتې او په بل اړخ کې دوه روسي جګړه ییزې الوتکې د بالتیک په سمندر کې د پیټروبالټیک د سکرو ساحې د امنیت زون ته نږدې شوې.
توس وویل: «موږ به د هغه الوتونکو پر وړاندې چې زموږ پر خاوره الوت کوي او زموږ پر پولنډ تیری کوي، بې له ځنډه ډزې وکړو، په دې کې هیڅ بحث ته ځای نشته».
خو نوموړي ټینګار وکړ چې په مبهمو حالاتو کې به احتیاط کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له پرانیستې مخکې سعودي عربستان او فرانسه لسګونه نړیوال مشران راټولوي څو د فلسطین او اسراییل کشالې د دوه هېواده حل لپاره ملاتړ ترلاسه کړي. په دې غونډه کې تمه ده فرانسه، بلجیم، لوګزامبورګ، مالټا، سان مارینو او اندورا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
د دې تر څنګ، بریتانیا، کاناډا، پرتګال او استرالیا د یکشنبې په ورځ د فلسطین رسمي پېژندنه اعلان کړې وه.
اسراییل او امریکا غونډه تحریم کړې. په ملګرو ملتونوکې د اسراییل استازي ډاني دنون ویلي چې دا ډول اقدام «تروریزم ته جایزه ورکول» دي. د اسراییلي چارواکو په وینا، صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو له غونډې وروسته به د دغو رسمیت پېژندنو پر وړاندې غبرګون وښيي او ځینې وزیران یې د لوېدیزې غاړې د برخې د الحاق غوښتنه کوي.
سعودي عربستان خبرداری ورکړی چې د لوېدیزې غاړې الحاق به «سترې پایلې» ولري او متحده عربي اماراتو دا « سره کرښه» بللې ده.
واشنګټن د فلسطین رسمیت پېژندل «نمایشي» بللي او ویلي یې دي چې د امریکا لومړیتوب د بندیانو خلاصون، د اسراییل امنیت او د سیمې سولې ته رسېدل دي، چې د دوی په باور د حماس له شتون پرته ممکن دي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په غزه ښار کې د اسراییل ځمکني عملیات روان دي او د جګړې له نږدې دوه کاله غځېدو وروسته لا هم د اوربند امکانات کم لیدل کېږي.

د یکشنبې په ورځ د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر اعلان وکړ، چې فلسطین یې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژاند. دا کار د برېټانیا د اوسني واکمن کارګر ګوند په بهرنۍ تګلاره کې تر ټولو مهم ګام و. ورسره نیوکې او هرکلی هم د دغه اقدام پر وړاندې د غبرګونونو برخه دي.
۶۳کلن سټارمر د ۲۰۲۴کال د جولای په میاشت کې د خپل ګوند په عمومي ټاکنو کې د اکثریت په ګټلو سره د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړه. نوموړی پخوا وکیل او بیا د برېټانیا لوی څارنوال هم پاتې شوی، چې په حقوقي دقت، عمل ګرایۍ او تدریجي اصلاحاتو کې ځانګړی شهرت لري.
له وکالته تر سیاسته
کېیر راډني سټارمر په ۱۹۶۲کال په لندن کې وزېږېده او په یوې کارګرې کورنۍ کې لوی شو. هغه د لیډز پوهنتون او وروسته د اکسفورډ په پوهنتون کې حقوق ولوستل او په ۱۹۸۷ کال کې د وکیل په توګه دغه مسلک ته داخل شو. بیا یې د دوه لسیزې د بشري حقونو او جزایي قوانینو په برخه کې تخصص وکړ او په کور دننه او بهر یې پېچلې دوسیې مخته یوړې.
په ۲۰۰۸کال کې هغه د برېټانیا لوی څارنوال (Director of Public Prosecutions) وټاکل شو او تر ۲۰۱۳کاله پورې یې دغه دنده پر غاړه لرله. په دې موده کې هغه د استیون لارنس د توکمپالنې وژنې په مشهوره قضیه کې د مجرمانو د محکومېدو بهیر نه هم څارنه وکړه. ده ته د خدمتونو د ستاینې په موخه په ۲۰۱۶کال کې د «سر یا مشر» لقب هم ورکړل شو.
سټارمر په ۲۰۱۵کال کې د هالبورن او سنټ پنکراس کړۍ د استازي په توګه پارلمان ته لاره پیدا کړه. هغه د کارګر ګوند کابینه کې د برېګزټ د چارو ویاند و او د ۲۰۱۹کال ټاکنو کې د کارګر ګوند تر ماتې وروسته یې د ګوند مشري ترلاسه کړه. سټارمر ځان د منځلارې څېرې په توګه مطرح کړ، چې کولای شي د ګوند له لاسه ورکړی اعتبار بېرته را ژوندی کړي. بالاخره هغه وتوانېده، چې د ۲۰۲۴کال په ټاکنو کې کارګر ګوند ته بریا ور په برخه کړي او د محافظه کارانو ۱۴ کلن واک ختم کړ.
د فلسطین په رسیمت پېژندنه
د برېټانیا لومړي وزیر د سپټمبر په ۲۱مه د ۱۹۶۷ سرحدي سیاستونو پر بنسټ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده. هغه د ډاونینګ سټریټ په یو خبري کنفرانس کې وویل: « موږ اجازه نه ورکوو، چې د دوو دولتونو ترمنځ د مسایلو د حل څراغ مړ شي». لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د دغه اقدام موخه په منځني ختیځ کې د سولې او عدالت د هیلو ژوندي ساتل دي.
پر دې پرېکړه د کارګر ګوند او پارلمان دننه بحثونه او نظریات تبادله شول. دغه پرېکړه داسې مهال وشوه، چې په غزې او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیات شوی او ورسره د بشري مرستو وضعیت هم ټکنی دی.
د برېټانیا رسمي پېژندنه د کاناډا، اسټرالیا او پرتګال له ورته پرېکړو سره هممهاله اعلان شوه. ډېپلوماتانو دا د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره همغږی اقدام وباله.
سټارمر څرګنده کړې، چې دغه پرېکړه «حماس ته جایزه» ورکول نهدي. هغه د دغه ډلې بریدونه وغندل او ویې ویل، چې حماس «باید په راتلونکي فلسطیني حکومت کې هېڅ رول و نه لري.» د هغه په وینا، دغه پېژندنه د مشروع فلسطیني بنسټونو د پیاوړتیا او د اعتدال هڅونې لپاره شوې ده.
غبرګونونه
اسراییل د برېټانیا پرېکړې ته سخت غبرګون وښود. بنیامین نتنیاهو دا ګام «د ترهګرۍ لپاره پوچ انعام» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې دا کولای شي دوه اړخیزو اړیکو ته زیان ورسوي. شنونکي وايي، چې د فلسطین پېژندنه به ښایي د لندن او تلابیب د استخباراتي او دفاعي همکاریو فشار زیات کړي؛ که څه هم بشپړ پرېکون لا شونی نهدی.
په مقابل کې، د فلسطین اوسني حکومت د دغه پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د فلسطین دولت د نړۍوال مشروعیت پیاوړي کېدو لپاره «تاریخي ګام» وباله. د فلسطین ولسمشر محمود عباس وویل: «د برېټانیا له لوري دغه رسمیت پېژندنه ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه دغه هېواد د سیمې په تاریخ کې مهم رول لاره».
متحدو ایالتونو محتاطه دریځ غوره کړ او ټینګار یې وکړ، چې د دوو دولتونو حل یوازې د خبرو له لارې شونی دی؛ خو خپله یې ورته اقدام ونه کړ. د اروپا غبرګونونه بېلابېل وو؛ فرانسې او هسپانیا دغه اقدام مثبت وباله خو جرمني اندېښنه څرګنده کړه، چې دغه پرېکړه ښایي خبرې اترې پېچلې کړي.
د برېټانیا مسوولیتونه
سیاسي کارپوهان وايي، چې د فلسطین په رسمیت پېژندنه لندن ته نوي مسوولیتونه متوجې کوي. دوی وایي، اوس باید د دغه پرېکړې له مخې رام الله کې خپل دفتر د سفارت کچې ته لوړ کړي او سفیر هم ورته وټاکي. همدا راز د مرستو، سوداګرۍ او امنیتي همکاریو اړوند تړونونه باید په مستقیمه توګه له فلسطیني چارواکو سره لاسلیک کړي.
دغه اقدام برېټانیا اړ باسي، چې په نړۍوالو سازمانونو او تړونونو کې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه یاد کړي او خپله تګلاره د نړۍوالو قوانینو سره سمه کړي.
د برېټانیا دننه غبرګونونه
په برېټانیا کې هم دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راوپارول. د کارګر ګوند ګڼو استازو او د ګوند پلویانو دغه اقدام یو اړین او له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلی ګام وباله. د ګوند پخواني مشر جرمي کوربین وویل، چې حکومت «د تاریخ په سمه خوا ودرېد».
خو محافظهکار ګوند په اوسني وخت کې پر دغه ډول اقدام نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه رسمیت پېژندنه باید له اسراییل سره د خبرو اترو یوه برخه وي. اسراییلي پلوې ډلې خبرداری ورکوي، چې دغه پرېکړه کولای شي د برېټانیا د وګړو او سوداګریزو ګټو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د سټارمر د حکومت لپاره ازموینه
د فلسطین په رسمیت پېژندنه د سټارمر په لومړي وزارت کې د یو مهم پړاو پیل دی. ملاتړي وايي، چې هغه اخلاقي مشري وښوده او د سولې لپاره یې د برېټانیا اعتبار بېرته ژوندی کړ؛ خو نیوکه کوونکي خبرداری ورکوي، چې دغه ګام کولای شي د اسراییل او متحده ایالتونو سره اړیکې خرابې کړي.
د لوېدیځ یو ډېپلوماټ ویلي: «بریټانیا د دوو دولتونو د حل لپاره یوه ډېوه بله کړه. اصلي ازموینه دا ده، چې ایا دغه ډېوه د توپان پر وړاندې روښانه پاتې کېدای شي که نه؟»

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د حماس پر ضد عملیات اوس د غزې ښار ژورو سیمو ته غځېدلي او د دې ډلې اصلي مرکزونه په نښه شوي دي. نوموړي زياته کړې، چې تر اوسه پورې له ۵۵۰ زرو څخه ډېر فلسطینیان د غزې سوېل ته لېږدول شوي دي.
د اسراییل د پوځ ویاند د یکشنبې په ورځ په یوې انګلیسي ویډیو کې وویل:«زموږ عملیات د حماس پر وړاندې اوس لا ډېر ژور د غزې ښار ته رسېدلي او د هغوی اصلي مرکزونه په نښه شوي دي. موږ په جګړه کې یو او له ترهګرو سره نه یوازې په ځمکه، بلکې د ځمکې لاندې هم مخامخ یو.»
نوموړي دا هم وویل: «اسراییل ډاډ ترلاسه کوي چې د ملکیانو لپاره د وتلو لارې سوېل ته او خوندي سیمو ته پرانیستې پاتې دي. تر اوسه ۵۵۰ زره کسان سوېلي سیمو ته لېږدول شوي دي.»
د اسراییل د پوځ ویاند ټینګار وکړ: «موږ له ترهګرو سره هم د ځمکې پر سر او هم د ځمکې لاندې جګړه کوو.»
د اسراییلي پوځ د اعلان له مخې، د غزې د ټرانګې په سوېلي برخه کې یوه بشردوستانه سیمه جوړه شوې، چې د بې ځایه شویو خلکو د استوګنې لپاره چمتو شوې. د دوی د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې د سیمه ییزو روغتونونو پراخول، د اوبو پایپونه او د اوبو پاکولو دستګاوې ترمیم او وصل او همداراز د خوراکي توکو، خیمو، درملو او طبي وسایلو دوامداره امکانات برابر شوي دي.
د پوځ ویاند افي دفرین وویل: «د اسراییل پوځ د دې بشردوستانه سیمې پیاوړي کولو ته دوام ورکوي او له خلکو غواړي چې د جګړې له سیمو ووځي. د کرم شالوم په سرحدي لاره کې زرګونه خیمې او د مرستې وسایل لا هم د ملګرو ملتونو او نړۍوالو موسسو له خوا د راټولېدو لپاره چمتو دي.»
هغه زیاته کړه: «موږ له نړۍوالو سازمانونو غواړو چې دا مرستې ترلاسه او مستقیما یې د غزې خلکو ته وسپارو. یوازې په وروستیو اوونیو کې اسراییل د ۲۴ زرو څخه زیاتو خیمو د غزې سیمې ته د ننوتو زمینه برابره کړې ده. اسراییل ډاډ ورکوي چې ملکي کسان به خوندي وي او هغوی ته به خوراک، سرپناه او درمل برابر وي.»
