• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کارولین لیویټ: ولسمشر ټرمپ حق لري چې ووایي «ملګري ملتونه ناکامه دي»

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۱

د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویټ د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د دغه ادارې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا ته په اشارې سره ویلي، چې په رښتیا هم دا اداره په عملي او هم په تشبیهي معنا «ناکامه» ده.

لیویټ پر اېکس خواله رسنۍ د ولسمشر ټرمپ دریځ تایید کړی او زیاته کړې یې ده: «ولسمشر ټرمپ حق لري چې ووایي، ملګري ملتونه ماتې دي او په دې کې ولس هم ورسره همنظره دی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهارشنبه د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې وویل، چې له ملګرو ملتونو څخه یې یوازې یوه ماته شوې برېښنایي پوړۍ او خراب ټیلي پرومپټر ترلاسه کړي.

ټرمپ په ټولیز ډول د ملګرو ملتونو د ادارې په اړه وویل: «که داسې وي، نو د ملګرو ملتونو موخه څه ده؟ ملګري ملتونه ډېر ستر ظرفیت لري... خو تر اوسه د دې ظرفیت کارولو ته هم نه دي نږدې شوي.»

لیویټ په خپلو څرګندونو کې د ګالوپ وروستۍ نظر پوښتنې ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، د دې سروې له مخې، یوازې ۳۲سلنه د امریکا مشران باور لري چې ملګري ملتونه د نړۍوالو ستونزو د حل په هڅو کې ښه کار کوي. خو په مقابل کې نږدې ۶۳سلنه خلکو د دې ادارې فعالیتونه «کمزوري او ناکام» بللي دي.

د ملګرو ملتونو پر وړاندې د امریکا د خلکو او سیاسي مشرانو انتقادونه نوې خبره نه ده. د ډونالډ ټرمپ د تېرې واکمنۍ پر مهال هم نوموړي دا اداره «بې اغېزې، بې ځایه مصرفوونکې او د امریکا پر ګټو نه برابره» بللې وه. اوس د ګالوپ نوې سروې ښيي چې د ولس یوه لويه برخه د همدې نظر ملاتړ کوي.

کارپوهان زیاتوي، د ملګرو ملتونو پر وړاندې دغه نیوکې له هغو نړۍوالو کړکېچونو سرچینه اخلي چې د دې ادارې په شتون کې هم هوار شوي نه دي، لکه د منځني ختیځ شخړې، د اوکراین جګړه او د افریقا په بېلابېلو سیمو کې روان بشري بحرانونه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

چین د «فوجیان» له بېړۍ د مقناطیسي میدان په مرسته د جنګي الوتکو بریالۍ الوتنه ترسره کړه

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۶ GMT+۱

چين د سمندري ځواک په برخه کې یو بل مهم پړاو ترسره کړ، چې په دې سره دغه هېواد د الوتکو وړونکې بېړۍ «فوجیان» د خپل عصري مقناطیسي میدان په وسیله د تېزو تلونکو الوتکو بریالۍ الوتنه ترسره کړه.

د چین دولتي ټلوېزیون «سي سي ټي وي» د سمندري ځواکونو په حواله راپور ورکړی، چې درې ډوله الوتکو (جې – ۱۵ ټي) جنګي جېټ، د پنځم نسل(جې- ۳۵) الوتکه او د (کې جې- ۶۰۰) راداري الوتکه د «فوجیان» له ځغاست لیکې څخه د مقناطیسي میدان په مرسته پورته کېدو او د ناستې بریالۍ ازموینې ترسره کړې.

د (جې -۳۵) الوتکه اوس په نړۍ کې دویمه جنګي الوتکه ده، چې د الوتکې وړونکې بېړۍ څخه د پورته کېدو وړتیا لري.

دا لومړی ځل دی، چې دغه ماډل الوتکه له یوه مقناطیسي میدان څخه پورته کېږي. د پوځي چارو کارپوهان وایي، چې دا پرمختګ د چین د سمندري ځواکونو د هوايي عملیاتو په ځواک کې ستر بدلون راولي.

راپور زیاتوي، چې د دې ازموینو بریا په دې معنا ده چې «فوجیان» اوس د الکترو مقناطیسي میدان په وسیله الوتنه او هم د الوتکې بېرته د ناستي بشپړه وړتیا لري، چې د چین د الوتکې وړونکو بېړیو د پروګرام لپاره ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.

100%

که څه هم په راپور کې د ازموینو دقیق وخت نه دی څرګند شوی، خو ویل شوي چې (جې – ۳۵) الوتکې دا ازموینې د سپټمبر په ۳مه نېټه د بېجینګ له پوځي پریډ څخه مخکې ترسره کړې.

خپره شوې ویډیو ښيي، چې دغه جنګي جېټ د «فوجیان» له ځغاست لیکې څخه د مقاطیسي میدان په مرسته پورته کېږي.

«فوجیان» د چین لومړۍ داسې الوتکې وړونکې بېړۍ ده، چې په بشپړه توګه د دغه هېواد په دننه کې ډیزاین او جوړه شوې ده. دا د نړۍ تر ټولو لویه د دودیزو سون توکو پر مټ چلېدونکې جګړه‌ ییزه بېړۍ ده، چې د درېیو عصري برېښنایي مقناطیسي میدانو څخه برخمنه ده.

د پوځي شنونکو په باور، د الکترو مقناطیسي الوتنې سیستم د زړو (سکي جمپ) طریقو په پرتله ګڼې ګټې لري.

امریکا ښايي روانه اونۍ د جرمونو پر نړۍوالې محکمې بندیزونه ولګوي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

رویټرز د شپږو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې روانه اونۍ به متحده ایالات د جرمونو پر نړۍوالې محکمې د بندیز لګولو په تړاو غور کوي چې ډېر ژر به یې اعلان وشي. واشنګټن دا اقدام د اسراییل د احتمالي جنګي جرمونو د پلټنو په غبرګون ارزوي.

تر دې مخکې امریکا د دې محکمې پر یو شمېر څارنوالانو او قاضیانو بندیزونه لګولي وو، خو خپله محکمه په دې بندیزونو کې شامله نه وه.

له موضوع خبرو شپږو سرچینو، چې د ډېپلوماټیکو حساسو بحثونو له کبله یې نه غوښتل نومونه یې وښودل شي، وویل چې د دغو «تشبثي بندیزونو» پرېکړه ښايي ژر علني شي.

یوې سرچینه وویل، د محکمې چارواکو د احتمالي عمومي بندیزونو د اغېزو د ارزونې لپاره بېړنۍ داخلي ناستې کړې دي.

دوو نورو سرچینو وویل، د محکمې د غړو هېوادونو ډېپلوماټانو هم غونډې کړې دي.

یو امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تایید کړه چې د ټول بنسټ په کچه بندیزونه تر غور لاندې دي، خو د احتمالې وخت په اړه یې جزییات ور نه کړل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «نړۍواله جنايي محکمه دا فرصت لري چې مسیر بدل کړي او مهم او مناسب جوړښتي بدلونونه راولي. تر هغه چې دغه محکمه زموږ ملي ګټو ته ګواښ وي، امریکا به زموږ د زړورو پوځیانو او نورو د خونديتوب لپاره اضافي اقدامات کوي.»

که بندیزونه د محکمې پر ټول بنسټ ولګېږي، ښايي پر ورځنیو چارو لکه د کارکوونکو د معاشونو ورکړه، بانکي حسابونو ته لاسرسی او د دفتر عادي سافټویرونو پر کارونه اغېز وکړي.

ټرمپ: که زه هغه وخت په واک کې وای د غزې جګړه هیڅکله نه پېښیده

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې وویل، چې که دی هغه مهال په واک کې وای، د غزې جګړه هېڅکله نه پېښیده. هغه ټینګار وکړ چې غزه کې باید جنګ بند شي او مذاکرات عاجل پیل شي. هغه زیاته کړه چې ټول یرغمل باید ازاد شي.

ټرمپ وویل چې اروپایې هېوادونه باید د اوکراین-روسیې جګړې په اړه ځان ډېر مسوول وګڼي او له روسیې څخه دې د نفتو پېرل بند کړي.

هغه زیاته کړه چې بیولوژیکي او هستوي وسلې باید له منځه ولاړې شي او په دې برخه کې اروپایي هېوادونه باید له موږ سره یوځای شي.

هغه خبرداری ورکړ که له دې وسلو کار واخلي نړۍ پای مومي. هغه وویل د دغو وسلو کارول د کرونا په څېر ناروغۍ ناورین رامنځته کوي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو پر کړنو څو ځله نیوکې وکړې.

هغه امریکا ته د کډوالو د مخنیوي په اړه وویل، چې د ملګرو ملتونو سازمان د دې پرځای چې ستونزې حل کړی دوی ته ستونزې جوړوي. هغه وویل: «ملګرو ملتونو ۳۷۲ میلیارده نغد ډالر ۲۴۰۰ کډوالو ته ورکړل چې امریکا ته سفر وکړي، خو موږ یې مخه ونیوله او اوس د سفر هېڅ لاره نشته».

هغه وویل چې ملګري ملتونه باید ناورینونه حل کړي، نه چې زیات یې کړي.

ډونالډ ټرمپ: په اوو میاشتو کې مې ۷ جګړې پای ته ورسولې

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې وویل، چې په ۷ میاشتو کې یې په نړۍ کې اووه جګړې پای ته ورسولې او په امریکا کې یې ۷ تریلیون ډالره پانګونې ته لاره پرانېستې ده. ټرمپ په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پر رول نیوکې وکړې، چې د جګړو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ټرمپ وویل، « د امریکا طلايي عصر دی ، تورم مو مات کړی او بیې کمې شوې، تولید او وده ډېره شوې».

هغه وویل، « زما دوره کې ۷ تریلیون ډالره پانګونه شوې ده په داسې حال کې چې د بایډن دوره کې یو تریلیون شوې وه. امریکا مو د کسب کار کې پرمختک شوی، کولای شئ امریکا کې پانګونه وکړئ».

هغه د کډوالو په اړه وویل، چې د بایډن دوره کې رواني ناروغان او د نړۍ له هرځایه قاچاق وړونکي راتلل، خو اوس چې څوک غیر قانوني راځي، بېرته یې لیږي او پوهیږي چې څه ورسره کیږي.

هغه وویل، « نور هېوادونه هم باید دا ډول چلند وکړي. ناټو غړو زما په غوښتنه خپله بودجه لوړه کړه، منځنۍ اسیا ته لاړم، سعودي او نور هېوادونه اوس تر هر بل وخت ډېر له امریکا سره نږدې دي».

انتونیو ګوترش: نن پر حاکمیت لرونکو هېوادونو او ښارونو بریدونه او بمبارۍ کیږي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي ددغه سازمان عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د ملګرو ملتونو اصول تر برید لاندې دي او په حاکمیت لرونکو هېوادونو او ښارونو بریدونه او بمباري کیږي او لوږه پراخیږي. ګوترش وايي، «دا ټول دا پوښتنه را پورته کوي، چې د زورواکۍ نړۍ ولرو، یا د همکارۍ او برابرۍ».

هغه وویل، چې « دا سازمان تر مجلس ډېر څه دي، نړیوال قانون، پرمختګ او ستونزو د حل لپاره دی، بشري حقونو د خوندیتابه لپاره دی. خپل شاوخوا ته وګورئ چې د ملګرو ملتونو اصول تر برید لاندې دي».

نوموړي وویل، چې دا ټول دا پوښتنه را پورته کوي، چې د زورواکۍ نړۍ ولرو، یا د همکارۍ او برابرۍ.

هغه زیاته کړه، « زموږ نړۍ څو قطبي کیږي او دا مثبت دی، خو څو قطبي کېدل چې څو اړخیزې لارې خپلې کړي، خطرناک دي. لومړنۍ جګړه په څو قطبي نړۍ کې رامنځته شوه».

هغه د غزې بریدونه او د حماس بریدونه هم وغندل او ویې ویل، چې د غزې کلابندي د توجیه وړ نه ده او اسراییل باید شاته شي.

هغه د اسراییل او فلسطین د ستونزې د حل لپاره د دوه هېواد حل پر رامنځته کېدو ټنیګار وکړ.