د بشارالاسد حکومت تر پرځېدو وروسته یو مېلیون سوري کډوال بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي

ملګرو ملتونو ویلي، چې د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشارالاسد حکومت له پرځېدو راهیسې یو مېلیون سوریایي کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د سوریې د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې په لړ کې ۱.۸ مېلیونه خلک بېځایه شوي وو.