پر غزې د اسراییل د بریدونو دوام؛ په پرونیو بریدونو کې ۴۰ نور فلسطینیان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د اوربند له غوښتنو سره، سره د چهارشنبې په ورځ پر غزې د اسراییلي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې شپږ ښځې او نهه ماشومان شامل دي.