سویلي کوريا د شمالي کوريا پر کښتۍ له سمندري پولې نه تر اوښتو وروسته د اخطاریه ډزې کړې دي

د سویلي کوريا پوځ ويلي، د جمعې په ورځ يې د شمالي کوريا پر يوې سوداګريزې کښتۍ وروسته له هغې ډزې وکړې چې د دوی له پولې ور واوښته. پوځ زياتوي، دغه پېښه د جمعې په سهار شوې او د ډزو تر څنګ د سویلي کوريا پوځ ته د مخابرې له لارې خبرداری هم ورکړل شوی دی.