کابل کې د ایران سفیر او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ګډو همکاریو په تړاو خبرې وکړې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د (تلې ۳مه) نېټه کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي د دوی له وزیر شیخ شېر احمد حقاني سره لیدلي دي. دغه وزارت وایي، په یاده ناسته کې پر ګډو فرهنګي همکاریو خبرې اترې شوې دي.