طالبانو په بلخ ولایت کې دوه کوډګران نیولي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې دوه کوډګران نيولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې دوه کوډګران نيولي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دې وزارت محتسبینو په مزار شریف کې دوه کودګران د شریعت خلاف کړنو له امله د کوډو د کتابونو او نورو اسنادو سره نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې دا کوډګران تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
د روان کال د وږي په میاشت کې په ټول هېواد کې تر ۳۰ ډېر کوډګران نیول شوي دي.


رویټرز خبري اژانس شنبه (د تلې ۵مه) د حماس له خولې لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوی ته د سولې پلان نه دی وړاندې کړی، خواسرايیلي ځواکونه په غزه کې ورځ په ورځ د خپلو عملیاتو لمن پراخوي.
هارټز ورځپاڼې لیکلي، چې ټرمپ حماس ته د سولې پلان وړاندې کړی دی.
په دې پلان کې د زندانیانو تبادله، له غزې څخه د اسرايیلي ځواکونو وتل او حماس واک پای ته رسول دي، خو حماس وايي، چې داسې کوم وړاندیز نه دی ورته شوی.
ټرمپ به په دې اړه د دوشنبې په ورځ د اسراييل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ویني،تر دې دمه د دې ملاقات په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د ملګرو ملتونو روزنیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونېسکو) په ۲۰۱۵ کال کې د سپټمبر ۲۸مه مالوماتو د لاسرسي نړۍواله ورځ ونوموله.
یاده اداره وايي چې مالوماتو ته لاسرسی د بشري حقونو یو مهم اصل دی او باید د بنسټیزه کولو لپاره یې کارنده ګامونه پورته شي.
افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو په کراتو په معلوماتو د لاس رسي په برخو کې د بېلابېلو بنسټونو له لورې اندیښنې ښودل شوي دي.
وړاندې د خپلواکو خبریالانو ټولنې (نی) ویلي و چې مالوماتو ته لاسرسی د پخوا پرتله ډېر محدود شوی دی.
د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د ورته اندیښنې په شریکولو سره له طالبانو غوښتي و چې باید د افغان خبریالانو د کار پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.
په ورته وخت کې معلوماتو د لاس رسي له نړیوالې ورځې سره همهاله یو شمېر افغان خبریالان وايي چې اوسمهال په افغانستان کې معلوماتو ته لاس رسی په نشت حساب دی.
په کابل کې مېشت افغان خبریال چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له کبله نوم په راپور کې یاد شي وايي د خپل کار پرمهال له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دی.
دی وايي په یوې ټولنه کې چې حاکمان یې معلوماتو ته پر لاس رسي باور ونه لري خبریالي او اطلاع رسونه پکې بخي سختیږي.
که څه هم پر طالبانو په کراتو معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې جدي نیوکې شوي او د ملامتۍ ګوته ورته نیول کیږي خو طالب ویاندویان بیا دا نه مني چې ګواګې د دوی په حاکمیت کې دې په افغانستان معلوماتو لاس رسی سخت شوی وي.

طالبان وايي د افغان کډوالو د ستنېدو د لړۍ په دوام په تېرو ۱۰۰ ورځو کې ۱۱ کسان یوازې له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور رییس احمد الله متقي تازه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې په دغه موده کې ۲۲۳ جنازې هم له ایران څخه راوړل شوي دي.
متقي چې د مرکې یوه برخه یې په خپلې اېکس پاڼه کې خپره کړې دا هم ویلي چې په راوړل شویو جنازیو کې هغه افغانان هم شامل چې د راتګ پرمهال په ګڼه ګوڼه کې مړه شوي دي.
دغه طالب چارواکو همدا راز په ایران کې د افغان کډوالو او د دوی د راستنېدو پرمهال د ناوړه چلند له کبله ژوره خواشینې ښودلې ده.
نوموړي ویلي چې ځینې کډوال ان دې ته هم نه دي پریښودل شوي د راتګ پرمهال څپلۍ یا بوټان په پښو کړي.
د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي توګه ایران او پآکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په ورستیو کې په کمساري ډول چټکه شوې ده او هره ورځ د زرګونو کسانو د راتګ په اړه خبرونه ورکول کیږي.

د اسیا جام روانو سیالیو پایلوبه ته دا ځل هند او پاکستان سره وتي چې ټآکل شوې لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماښام اته بجې د دوبۍ کرېکټ په نړۍوال لوبغالي کې پیل شي. د دغه سیالۍ ګټونکې لوبډله به د اسیا اتله اعلان شي.
دواړه ټیمونه د ۱۹۸۴ کال له لومړي اسیا کپ وروسته لومړی ځل دی چې په مستقیم ډول په پایلوبه کې له یو بل سره مخامخ کیږي. د هند او پاکستان دکرېکټ د ملي ټیمونو ترمنځ لوبې تل د مینه والو لپاره د پام وړ او مهمې وي.
دواړه لوبډلې په افغانستان کې هم ګڼ مینوال لري. ځینو یې له افغانستان انټرنېشل سره په خبرو کې تمه ښودلې چې د اسیا جام په پایلوبه کې ښه لوبه وګوري.
د کابل اوسېدونکي سمیع الله وايي چې په اسیا جام کې د پاکستان خرابو لوبو ته په کتو ښايي د هندۍ لوبډله د دغه سیالیو اتله شي.
د بلخ ولایت اوسېدونکی حفیظ الله وايي، که څه هم د پاکستان د کرېکټ لوبډله یې نه خوښیږي خو تمه یې دا ده چې په پایلوبه کې د کرکېټ ښه لوبه وشي. هغه وویل: «زه د پاکستان د کرکېټ د لوبډلې مینوال نه یم خو تمه مې دا ده چې په فاینل کې ښه لوبه وکړي چې موږ ترې خوندې واخلو، که لوبه یو طرفه وي بیا هېڅ په لیدو نه ارزي».
خالد د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې اوسېږي او د پاکستانۍ لوبډلې مینه وال دی.
هغه وایي: «ډېر وخت مې هلته تیر کړی، د ژوند ښه وختونه مې پاکستان تیر شوي کرکېټ باندې هم هلته پوی شوی یم او کړی مې دی په نورو مسایلو یې کار نه لرم خو د کرکېټ لوبډلې مینوال یې یم او غواړم چې ویې ګټي»
د اسیا جام په روانو سیالو کې هندۍ لوبډلې دوه ځلې پاکستانۍ هغې ته ماته ورکړې ده خو د نننۍ لوبې اهمیت په ترسره شویو لوبو کې د رامنځته شویو شخړو او کیسو له کبله خورا مهمه ګڼل کیږي.
هندۍ لوبډلې د معمول خلاف له لوبو وړاندې او وروسته پاکستاني لوبغاړو ته د لاسونو له ورکولو ډډه کړې چې دې مسلې په پاکستان کې د خلکو غصه راپارولي دې.
د هند د کرکېټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر په یوه خبرې ناسته کې ان دا خبره هم کړې چې پاکستانۍ لوبډله نوره د دوی سیاله لوبډله نه شي کیدای او خلک باید دغه فکر له سره وباسي.
د کرېکټ څارونکی سمیع الله هلال وايي، که څه هم هندۍ لوبډلې په دغه سیالیو کې هیڅ ماته نه ده خوړلې خو که نن پایلوبه وبایلي ښايي پاکستانۍ لوبډله چې اوس د خپلو خلکو له جدي نیوکو سره مخامخ ده د خلکو غصه به راکمه کړي.
د نوموړي په خبره: «هند په دې وروستیو کې خورا مسلکي کرکېټ کوي او پاکستان یې بیا په مقابل له هر پلوه کمزوری دی چې دې مسلې د خلکو او د کرکېټ څارونکو غصه راپارولې ده، نن د پاکستان لپاره بیخي لوی تاریخي فرصت په لاس ورغلی دی».
وړاندې په پاکستان کې د کرېکټ ځینو مشهورو پخوانیو لوبغاړو ویلي چې لوبډله یې باید په قوي مورال پایلوبه کې ولوبیږي او د دوی راژوندۍ شوې هیلې مړاوې نه کړي.
په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون اتو ټیمونو په دوو ګرپونو کې برخه اخیستې وه چې افغانستان په لومړي پړاو کې له دغه سیالیو ووت او د څارونکو په خبره د تمې خلاف یې ښې لوبې ونکړې.

رویټرز خبري اژانس (د تلې ۶مه) لیکلي، چې د ایران واکمنان تر۱۹۷۹ کال وروسته له لوی ګواښ سره مخ دي، ځکه د خلکو زیاتېدونکی قهر او اټومي تړون په اړه خبرو په ټپه درېدو دا هېواد د انزوا خوا ته بېولی دی.
ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ له بریټانیا، فرانسې او جرمني سره د خبرو تر ناکامېدو وروسته بیا پر ایران بندیزونه ولګول.
دا بندیزونه د تېلو، بانکولۍ، وسلو او یورانیمو غني کولو پر ضد لګول شوي دي. ایراني چارواکي وايي، چې دا بندیزونه به پر ایران اقتصادي فشار نور هم ډېر کړي، خو د لوېدیځ غوښتنې منل د ایران د مذهبي مشرتابه د وېش خطر پېښولای شي.
په ورته وخت کې د اسرايیل له خوا د راتلونکو بریدونو په اړه هم اندېښنې ډېرې شوي، د دې ترڅنګ په هېواد کې تر۴۰ سلنې ډېر انفلاسیون او بیو لوړېدو د خلکو غوسه راپارولې ده.
ایران اوس هم د تېلو پلورلو په برخه کې پر چین تکیه لري، خو نوي بندیزونه دې سوداګرۍ ته هم لوی ګواښ دی.