• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمنی له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته پلاوی استوي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، په اکتوبر میاشت کې به د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي کابل ته ولاړ شي چې د طالبانو له چارواکو سره له جرمني نه د اېستل کېدونکو افغانانو په تړاو خبرې اترې وکړي.

دوبرینت له بیلډ ام زونټاګ سره په مرکه کې وویل: « افغانستان ته اخراج باید په منظم ډول ترسره شي. له همدې امله موږ اوس په کابل کې مستقیمې خبرې کوو، چې مجرمان او امنیتي ګواښ رامنځته کوونکي کسان په پرله‌پسې ډول اخراج شي».

د ده په وینا، تر اوسه پورې خبرې یوازې په «تخنیکي کچه» شوې وې، خو اوس د طالبانو له چارواکو سره مستقیمې کېږي.

د۲۰۲۱کال له اګست وروسته، چې طالبان پر کابل واکمن شوي، جرمني د قطر په همکارۍ دوه ځله افغانان اخراج کړي دي.

سره له دې چې جرمني له طالبانو سره رسمي ډيپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو د سیاسي فشار له امله نوی ایتلافي حکومت هڅه کوي د کډوالۍ په برخه کې خپل سخت دریځ عملي کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې ټاکل شوې ددغه وزارت یو پلاوی په اکتوبر میاشت کې کابل ته سفر وکړي او د طالبانو له چارواکو سره وغږیږي.

د مسیحي دیموکارت اتحاد د کورني سیاست ویاند الکساندر تروم ویلي، چې د دوی لپاره د جرمني د خلکو امنیت مطلق لومړیتوب لري او له همدې امله باید خطرناک بهرني مجرمان د خپلې سزا تر بشپړېدو وروسته په جرمني کې ازاد ونه ګرځي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته د عبدالسلام ضعیف کنایه؛ خلک په زور نه بلکې په حقیقي عدالت سمیږي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز او د خراسان د امیر لیک ته په اشاره ویلي، چې خلک په زور نه، بلکې په حقیقي عدالت سمیږي.

عبدالسلام ضعیف چې وړاندې تردې یې هم په خپلو پیغامونو کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو پر حکومتدارۍ نیوکې کړې دي، یو ځل بیا پر خپله اېکسپاڼه د عمر بن عبدالعزیز او د خراسان د امیر ترمنځ هغه لیک ته اشاره کړې چې د تورې په زور یې د خراسان د خلکو د اصلاح غوښتنه کړې وه.

عمر بن عبدالعزیز د خراسان امیر ته د لیک په ځواب کې لیکلي و:« درواغ دې وویل، خلک په زور نه بلکې په حقیقي عدالت سمیږي، عدالت ته سم متوجې سه او عملي یې کړه.»

یاد پخواني طالب چارواکي د اموي خلافت د خلیفه دغه لیک ته په داسې مهال اشاره کړې، چې طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د زور او سخت دریځۍ سیاستونه پر خلکو عملي کوي او پر ښځو د زده کړو بندیز ترڅنګ نږدې هره اونۍ پر خلکو په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګوي.

طالبان د پامیر اوسیدونکو لپاره یو ښارګوټی جوړوي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې ددې ډلې دفاع وزارت د پامیر اوسیدونکو لپاره یو ښارګوټی جوړوي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري وايي، د ښارګوټي په جوړېدو سره به د پامیر ټول اوسیدونکي یو ځای راټول شي او د ژوند ستونزې به یې حل شي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند حریت راډيو ته د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د لوی پامیر سړک له بشپړیدو وروسته، د دې سیمې د قرغیزي کورنیو لپاره به یو ښارګوټی جوړ شي.

دوی همدراز زیاتوي د بدخشان د پامیر اوسیدونکي له کلونو راهیسې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او له اساسي خدماتو څخه بې برخې دي

د طالبانو چاوراکو ویلی، چې په دې ښارګوتي کې به کورونه، کلینیکونه، مدرسې او جوماتونه جوړ کړي.

یاده رسنۍ وايي، چې د لوی پامیر اوسیدونکي هم د ښارګوټي جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي په دغه ښارګوټي سره به د دوی ژوند بدل شي او له خدماتو څخه برخمن شي.

د طالبانو د دفاع وزارت تر اوسه د ښارګوټي د جوړېدو پیل نېټه او موقعیت نه دی ډاکه کړی.

د ښارګوټو د جوړولو مسوولیت عموما د ښارجوړونې وزارت دنده ده، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دفاع وزارت په یوه لرې پرته سیمه کې د ښارګوټي د جوړولو اقدام کوي.

د طالبانو عدلیې وزارت په کابل کې د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه تړلي دي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي چې د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست په وږي میاشت کې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۱۶ دفترونو څخه د نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه تړلي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د معاملاتو د لارښوونې یاد دفترونه یې د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست په تېره میاشت کې ۱۷۳ کسانو ته د معاملاتو لارښوونې دفترونو د فعالیت جوازونه هم ویشلي دي.

طالبانو تردې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې لسګونه دفترونه د سرغړونو، لوړو کرایو اخېستلو او قانوني جواز نه لرلو په تور تړلي وو.

سبا په اسلام اباد کې د افغانستان د سیاسي جریانونو غونډه کیږي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو وویل، چې د افغانستان د مختلفو سیاسي جریانونو غړي سبا په اسلام اباد کې غونډه کوي. دغه غونډه د یوه افغان او پاکستاني څیړنیز بنسټ په کوربه توب ترسره کیږي. دې دوه ورځنۍ ناستې ته له ۳۰ ډېر افغان مشران او سیاسي څېرې بلل شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا غونډه د دوو ورځو لپاره ترسره کیږي.

دغه غونډه د «ښځې د افغانستان لپاره (WFA) بنسټ او د «د جنوبي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټوټ (SASSI) په کوربه توب د «د یووالي او باور پر لور» یا «د اسلام‌اباد خبرې اترې» تر سرلیک لاندې جوړیږي.

له دې وړاندې د پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان ویلي و، چې ددې غونډې هدف د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزې سولې او ثبات بحث دی او دا به د اسلام اباد پروسې پیل هم وي.

ددې ناستې لپاره لومړی د اګست میاشتې ۲۵مه او ۲۶مه نېټه ټاکل شوې وه، خو وروسته وځنډېده.

دغه غونډه په داسې حال کې کیږي، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او پاکستان په دې وروستیو کې پر کابل تورونه ډېر کړي، چې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

طالبان د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې «د غړي په توګه» ګډون کوي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې په اکتوبر کې د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې به د امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ګډون وکړي. متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په نوملړ کې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د (تلې ۶مه) د یوې اعلامې په خپرولو سره لیکلي، چې روسیه به طالبان په لومړي ځل د دې فارمټ د غړي په حیث استقبال کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې ددې ډلې غړیتوب یو مهم او اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه سیمه ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باورجوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د مسکو فارمټ شپږمه ناسته کې چې د اکتوبر پر څلورمه نېټه ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «اصلي مېلمه» په توګه بلنه ور کړل شوې وه.

یادې ناستې ته د ګډون لپاره هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اوسنۍ اداره یې په رسمیت پېژندلې ده او د پخوا په پرتله یې اړیکې ښې شوې دي.

د امیرخان متقي نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې په نوملړ کې دی او تر اوسه لا روښانه نه ده، چې هغه به د مسکو د سفر لپاره معافیت ترلاسه کړي او که نه ، خو له دې وړاندې یې پاکستان او هند ته سفرونه له دې امله ونه کړای شول، چې له یادې کمېټې یې معافیت نه و ترلاسه شوی.