د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام؛ تېره ورځ تر ۱۱۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۱۹۰ کورنۍ له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کورنۍ، د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، ورېښمو پله او د اسلا‌م‌کلا له لارې ستنې شوې دي.