• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: له اسراييل سره په جګړه کې تر هر چا ډېر افغانانو د ایران ملاتړ وکړ

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱

د ایران د ملي امنیت شورا منشي وايي، ډېری هغه خبرونه چې له اسراییل سره د افغانانو د همکاریو په اړه خپرېدل؛ ناسم او د رواني جګړې برخه وو. علي‌اکبر پورجمشیدیان وویل، په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې تر هر چا ډېر افغان ولس او طالبانو د ایران ملاتړ وکړ.

دغه ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۶مه) نېټه د ایران له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، هغه افغانان چې له اسراییل سره یې اړیکې درلودې؛ شمېر یې خورا لږ و چې بیخي د یادولو وړ نه‌دی.

ښاغلي جمشیدیان په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ډېری هغه خبرونه چې له موساد سره د افغانانو د اړیکو په اړه خپرېدل؛ د اسراییل تبلیغاتي او رواني جګړه وه.

د هغه په وینا؛ اسراییل غوښتل په دې کار سره د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ اختلاف پيدا کړي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، ان له ایران نه په جبري توګه ستنو شویو یوشمېر افغانانو هم ویلي و چې د اسراييل پر ضد د ایران تر څنګ ولاړ دي.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي د افغان کډوالو د اېستلو په اړه وویل: «د ناقانونه افغان کډوالو اېستل د دولت له مخکېنیو پروګرامونو و؛ خو له ۱۲ ورځنۍ جګړې او رواني تبلیغاتو سره دغه بهیر نور هم چټک شو.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د یوه امریکایي د خوشې کېدو په تړاو د پلاوي د هرکلي لپاره پراخ چمتووالی نیولی و

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د یوه امریکایي وګړي د خوشې کېدو په موخه، کابل ته د امریکایي پلاوي د هرکلي لپاره پراخ چمتووالی نیولی و. سرچینو ویلي، چې تمه کېده په دې لیدنو کې مهم معلومات شریک شي.

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازی ادم بولر د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) کابل ته ورسېد او په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د امیر امیري په نوم یو امریکایي وګړی یې له زندان څخه خوشې کړی دی.

له دې پېښې سره هم مهاله ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان غواړي یو شمېر مهم معلومات خپاره کړي؛ خو تر اوسه د دې معلوماتو جزییات معلوم نه دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر اعلان کړی و، چې امریکايي چارواکي له طالبانو سره د بګرام هوايي ډګر ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې کوي، خو د طالبانو ویاند دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د بګرام په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوې.

طالبانو ویلي، چې غواړي له واشنګټن سره د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي؛ خو دا یې روښانه کړې چې د بهرنیو ځواکونو بېرته راګرځېدل نه مني. په دې اړه ډونالډ ټرمپ ویلي: «په راتلونکې کې به د بګرام په اړه نورې خبرې وکړم.»

د امریکايي پلاوي په ترکیب کې د ادم بولر ترڅنګ سبستین ګورکا او یو قطري چارواکی هم شامل وو.

د امیر امیري خوشې کېدل د قطر د حکومت د منځګړیتوب له لارې ممکن شوي دي.

طالبانو د دغه امریکايي بندي خوشې کول له واشنګټن سره د اړیکو د ښه کېدو په لور یو ډیپلوماټیک ګام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د طالبانو دا اقدام مهم بللی؛ خو ټینګار یې کړی چې باید ټول امریکايي بنديان له افغان زندانونو خوشې شي.

سی‌اېن‌اېن د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې لږ تر لږه درې نور امریکایان د طالبانو په بند کې دي.

همداراز طالبانو د افغان-امریکايي محمود شاه حبیبي د برخلیک په اړه بې‌خبري څرګنده کړې ده.

زلمی خلیلزاد: دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان بیا د برمته کولو عمل نه تکراروي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له لوري د امیر امیري په نوم د یوه بل امریکايي ازادول یو ښه خبر بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان په راتلونکې کې دغه ډول یو کار نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ د استازي تر منځ د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) له کتنې وروسته د امیر امیري په نوم یو امریکایی وګړی ازاد شو، خو د افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي برخلیک لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

زلمي خلیلزاد د امیر امیري له ازادېدو وروسته په خپلې اېکس پاڼې ولیکل، امیر امیري د طالبانو له لوري په ناحقه نیول شوی و او زیاتوية «دا یو مثبت او د پام وړ ګام دی د هغو مهمو خنډونو په لرې کولو کې چې د متحده ایالاتو او افغانستان د اړیکو د ښه کېدو په لاره کې موجود دي.»

هغه همداراز هیله څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د برمته شویو امریکایانو مساله په بشپړه توګه حل شي او ویلي یې دي: «دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان به په راتلونکي کې د برمته کولو دغه عمل بیا نه تکراروي.»

د ویلو ده، چې د محمود شاه حبیبي په ګډون ۳ نور امریکایان له طالبانو سره بندیان دي او امریکا هڅې کوي، چې پاتې کسان هم د طالبانو له منګلو وژغوري.

د محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، ورور یې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې له طالبانو سره بندي دی، خو لا تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.

سي‌اېن‌اېن: شاوخوا درې نور امریکایان د طالبانو په بند کې دي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، د پاول اوربي ترڅنګ چې ګومان کېږي په افغانستان کې ورک شوی، لږ تر لږه درې نور امریکایان د طالبانو په بند کې دي. امریکایي چارواکي هیله لري، چې د امیر امیري خوشې کېدل د نورو بندي امریکایانو د خلاصون لپاره لومړنی ګام وي.

پل اډوین اووربي جونیور یو امریکایی لیکوال دی، چې د پاکستان وزیرستان ته د سفر پرمهال ورک شو.

هغه وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال په نیمایي کې د افغانستان په خوست ښار کې لیدل شوی و. ویل کېږي، چې نوموړي په ​​سیمه کې د خپل نوي کتاب لپاره څېړنه کوله.

سي‌اېن‌اېن هم مهاله د امیر امیري د خوشې کېدو خبر د خپرېدو پر مهال د باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې طالبان د هغه د خوشې کولو په بدل کې هېڅ ډول امتیاز نه دی ترلاسه کړی.

د یو بل امریکايي وګړي محمود شاه حبيبي ورور احمدشاه حبيبي بیا ویلي، چې کورنۍ یې «په دې اورېدولو خوښه ده، چې یو بل امریکايي د طالبانو له بند څخه خوشې شوی دی.»

محمودشاه حبيبي د ۲۰۲۲ کال له اګسټ راهيسي د طالبانو په زندان کې دی.

هغه زیاته کړې: «ټول امریکایان باید له دې خبر څخه خوښ وي، خو زما ورور هم یو امریکایی دی او تر اوسه له خپلې مېرمنې سره د اړیکې هېڅ لاره نه لري.»

محمود شاه حبیبي د القاعده د مشر اېمن‌الظواهري د وژل کېدو له پېښې سره په تړاو نیول شوی، خو طالبان د هغه د بندي کېدو خبره ردوي او وايي، چې د هغه له شتون نه په افغانستان کې بې‌ خبره دي.

تر دې دمه طالبانو پنځه امریکايي وګړي خوشې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ټینګار کړی، چې ولسمشر ټرمپ به هڅه وکړي، څو نور امریکایان چې په افغانستان یا نورو هېوادونو کې بندیان دي ازاد شي.

لطف الله خیرخواه پر شهباز شریف د قرانکریم د یوه توري د ناسم لوستلو له امله نیوکې کړې دي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو عمومي امر لطف الله خیرخواه د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د پاکستان پر لومړي وزیر د قرانکریم د یوه ټکي د ناسم لوستلو له امله نیوکې کړې دي. شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې د یوه ایت وروستۍ برخه ناسمه لوستې وه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېرې جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د خپلې وینا له پیل مخکې د قرانکریم د البقرة سورت ۱۷۷ ایت ولوسته، خو وروستۍ برخه یې ناسمه ولوستله.

شهباز شریف د ایت وروستۍ برخه چې «الْمُتَّقُوْنَ» دی، «المنفکون» لولي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د څارنې او مالي خدمتونو عمومي امر چې تر دې مخکې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال هم و، د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په خپلې اېکس‌پاڼې پرته له دې چې د شهباز شریف نوم واخلي، لیکلي: «د مسلمان په نوم د نړۍ پر وړاندې د قرآن کريم دا ډول لوستل، د وقاحت او د الله تعالی سره د بې ادبۍ وروستی حد دی.»

خیرخواه له شهباز شریف څخه د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې «[اُولٰٓىٕكَ هُمُ المنفکون] د چا له خوا؟ د چا په واسطه؟ پر چا؟ چېرته او کله نازل شوي توري دي؟»

دغه طالب چارواکی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په خطاب کې وايي: «چا درنه د ایت نه لوستلو ګیله کړې وه؟» او همداراز په مسخرې ډول زیاتوي، «بجليګر مولوي صاحب دې الله تعالى وبښي، نه شته نو»

د یادونې وړ ده، چې پاکستان هر کله د افغانستان او په ځانګړې توګه د طالبانو پر وړاندې ډېر په صراحت او نوم اخیستنې سره غږېږي، خو طالب چارواکي بیا دومره صریح او ښکاره خبرې نه کوي چې دغې مسالې هم ګڼې پوښتنې رامنځته کړې دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په پیل کې د پاکستان او طالبانو اړیکې ښې وې، ان تر دې چې کابل ته په ننوتلو سره د پاکستان د څارګرې ادارې مشر فیض حمید هم په پلازمېنه کابل کې ګرځېده، خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او لامل یې هم دا دی چې پاکستان وايي، له افغان خاورې متضرر دی، خو طالبان یې نه مني او په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ چاره ګڼي.

ایټالیا په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو سره د دوه میلیونه یورو مرسته وکړه

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۱

ایټالیا په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو او د بېړنیو خدمتونو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت چې دا مهال په قطر کې فعال دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې روم په افغانستان کې د روغتیايي سکټور ملاتړ ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا څلور میلیونه افغانان د نشه‌ يي توکو د استعمال له امله له رواني او فزیکي اختلالاتو ځورېږي او افغانې ښځې او نجونې د فقر او د پوهاوي د نشتوالي له امله تر نورو ډېرې د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې خدماتو ته اړتیا لري.

ایتالیا د دغو مرکزونو د ملاتړ لپاره مالي مرسته ځانګړې کړې ده. د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) پر اېکس پاڼې په یوه یاداښت کې لیکلي: «دا مرسته به د روږدو د درملنې مرکزونه او د بیارغونې خدمات فعال وساتي، څو هغو کسانو ته رسېدګي وشي، چې له اعتیاد سره مبارزه کوي.»

د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې زیاته کړې، چې د ایټالیا مالي مرسته به افغان ښځو او نارینه‌وو ته د ژوند د ښه والي او بیا جوړونې لپاره د عایداتي فرصتونو زمینه هم برابره کړي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د نشه‌ يي توکو د کاروونکو شمېر ۴ میلیونه تنه اټکل شوی، چې ۳۵ سلنه یې ښځې جوړوي.

طالبانو ویلي، واک ته د دوی له رسېدو را وروسته د هېواد لس سلنه وګړي په نشه‌يي توکو روږدي وو.

د دغو کسانو د درملنې څرنګوالي او د بیارغونې مرکزونو د کمښت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې دفتر راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د نشه‌ يي توکو د «تزریقي استعمال» کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

د دې څېړنې له مخې، که څه هم د دودیزو نشه‌يي توکو لکه چرس او تریاکو کارول لږ شوي، خو د هېرویینو او شیشې استعمال ورځ تر بلې زیاتېږي.