• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

لوړپوړي طالب چارواکي د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره له انټرنېټ کار اخلي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۱

بریټانوۍ رجسټر ورځپاڼې په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدو په اړه لیکلي، چې په افغانستان کې د انټرنېټي او مخابراتي شبکو بندول شمالي کوریا ته ورته کار دی؛ خو لوړپوړي طالب چارواکي خپله د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره له انټرنېټ کار اخلي.

دغه ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو ویلي، چې په نړۍ کې د انټرنېټ بندول نوې خبره نه ده؛ خو موارد یې توپير لري؛ لکه هند چې کله ناکله د پاکستان ټولې وېب‌پاڼې بندې کړي.

په راپور کې راغلي، چین، روسیه او ایران هم د نړۍوال انټرنېټ د سترې برخې مخه نیولې؛ خو دغه درې هېوادونه د خپلو هېوادونو لپاره کورنۍ انټرنېټي شبکې لري.

د راپور له مخې؛ کله کله بیا حکومتونه انټرنېټ د بیان ازادۍ د مخنيوي له امله بندوي او کله بیا له دې لارې د لاریونونو د مدیریت مخه نیسي.

راپور کاږي، په نړۍ کې داسې حکومت نه‌شته چې انټرنېټ او ټیلیفون دې بې‌ګټې وبولي؛ ان دا چې دا کار په شمالي کوریا کې هم نه‌دی شوی.

راپور زیاتوي، چې لوړپوړي طالب چارواکي خپله د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره له انټرنېټ استفاده کوي. راپورونه ښيي، چې طالبانو هم د مقاومت او هم د حکومت پر مهال په تور اقتصاد او نشه‌يي توکو په قاچاقو کې ښکېل وو او اوس هم ښکېل دي.

داسې راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو د تېر جمهوريت پر مهال په خپلو سیمو کې له انټرنېټ څخه د نشه‌يي توکو د قاچاقو لپاره کار اخیست. راپورونه ښيي، چې طالبانو د جمهوري نظام پر مهال د فراه ولایت د نشه‌يي توکو د کاروبار په مشهور ځای (ودود بازار) کې د انټرنېټ لوی ډیشونه لګولي وو او د واټس اپ له لارې یې د نشه‌يي توکو له نړۍوالو بازارونو سره اړیکې نیولې.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د دوبۍ په هوايي ډګر کې لالهانده افغان مساپر: نه‌پوهېږو چې انتظار به مو کله پای ته ورسېږي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۲ GMT+۱
د دوبۍ په هوايي ډګر کې لالهانده افغان مساپر: نه‌پوهېږو چې انتظار به مو کله پای ته ورسېږي
100%

په دوبۍ نړۍوال هوايي ډګر کې افغان مساپرو ويلي، چې د الوتنو لغوه کېدو له کبله په دغه هوایي ډګر کې بندپاتې دي او د الوتنو د بیا پیل په تمه دي. افغانستان انټرنشنل له دوو مساپرو سره چې له امریکا او جرمني نه یې افغانستان ته سفر لاره او اوس په دغه هوايي ډګر کې بندپاتې دي؛ خبرې کړې دي.

دوی وايي، که څه هم اوازې دي چې ډېر ژر به الوتنې پیل شي؛ خو دغه نامعلوم وضعیت سخت ستړي کړي دي.

یو مساپر وایي:« مور مې ناروغه ده، له بلخ نه یې کابل ته د درمنلې لپاره وړې ده. ما مې مېرمنې ته ویلي و، چې زه هم درځم او په ګډه به کور ته ولاړ شو؛ خو اوس دلته بند پاتې یم، نه‌پوهېږم چې څه به کېږي او انتظار به مو کله پای ته رسېږي؟»

هغه وایي، داسې اوازې دي چې نن به هوايي ډګر خلاص او په سبا به الوتنې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د اریانا افغان هوايي شرکت ویلي هڅه کوي چې ژر تر ژره خپلې الوتنې پیل کړي. په افغانستان کې د انټرنېټ له بندېدو وروسته هوايي شرکتونو د خپلو الوتنو د لغوه کېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو حکومت ځینو ادارو نن هم پر خواله رسنیو پوسټونه کړي دي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۱
د طالبانو حکومت ځینو ادارو نن هم پر خواله رسنیو پوسټونه کړي دي
100%

په افغانستان کې د انټرنېټ له بندیز سره هم‌مهاله نن چهارشنبه (د تلې ۹مه) د طالبانو د امرباالمعروف وزارت او د اریانا افغان هوايي شرکت لپاره د یادې ډلې مشر بخت الرحمان شرافت په خواله رسنیو پوسټونه کړي دي.

که څه هم د یادې ډلې د امرباالمعروف وزارت پر اېکس پاڼه یوازې د نن ورځې نېټه خپره کړې؛ خو د اریانا افغان هوايي شرکت مشر بیا ویلي، هڅه کوي ډېر ژر خپلې الوتنې پیل کړي.

پرون هم د طالبانو د حکومت د ګوتو په شمېر ادارو په خواله رسنیو پوسټونه کړي وو؛ خو بهر مېشتو افغانانو ترې په کمېنټونو کې پوښتنه کړې وه، چې دوی بیا کوم انټرنېټ کاروي؟

په افغانستان کې په بشپړ ډول د انټرنېټ له بندېدو درې ورځې تېرېږي؛ خو تراوسه هیڅ طالب چارواکي د دغه بندیزونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

پر خواله رسنیو د طالبانو لومړی پوسټ؛ طالبان: د اریانا افغان شرکت به ډېر ژر الوتنې پيل کړي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۶ GMT+۱
پر خواله رسنیو د طالبانو لومړی پوسټ؛ طالبان: د اریانا افغان شرکت به ډېر ژر الوتنې پيل کړي
100%

پر انټرنېټي خدمتونو تر بندیز وروسته تازه د طالبانو تر واک لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت مشر ملا بخت الرحمان شرافت نن چهارشنبه (د تلې ۹مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه شرکت هڅه کوي ډېر ژر خپلې الوتنې له سره پيل کړي.

هغه وایي، د طالبانو عملیاتي ډله هڅه کوي چې له نړۍوالو هوايي ډګرونو سره اړیکې ټينګې کړي او د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې له سره پيل کړي. هغه زیاته کړې، چې په دې لړ کې به یې لومړۍ الوتنه د سعودي عربستان جدې ښار ته وي.

دا د طالبانو له‌خوا د انټرنېټ تر بندېدو دوه ورځې وروسته لومړی پوسټ دی، چې په خواله رسنۍ خپرېږي؛ خو دا لا روښانه نه‌ده، چې دغه پوسټ له افغانستان نه بهر شوی او که طالبانو په ځينو دولتي ادارو کې بېرته انټرنېټ فعال کړی دی.

د طالبانو له‌خوا د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندولو د افغانستان د اقتصاد، زده‌کړو، ټولنیزو اړیکو، معلوماتو شریکولو او انساني ژوند ډېره برخه زیانمنه کړه، چې خورا ډېر کورني او بهرني غبرګونونه یې راوپارول.

د انټرنېټ پرې کېدو له امله په اسلام‌کلا کې له کډوالو سره د مرستو بهیر ټکنی شوی

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱
د انټرنېټ پرې کېدو له امله په اسلام‌کلا کې له کډوالو سره د مرستو بهیر ټکنی شوی
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له ایران سره پر پوله اسلام‌کلا کې د انټرنېټ بندېدو له امله کمپیوټري سیسټمونه ګډوډ شوي او ماموران اړ شوي چې معلومات د کمپيوټر پر ځای په لاس ولیکي.

سرچینو ویلي، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ځینې مرستندویه دفترونه خپل فعالیتونه ودروي او کډوال د نغدي مرستو له ترلاسه کولو بې‌برخې شوي دي.

له ایران او پاکستان نه د راستنېدونکو کډوالو د ثبت، ارزونې او مرستو بهیر ټول د کمپیوټري سیسټمونو له لارې پر مخ وړل کېږي او مرستندویه ادارې تر ثبت وروسته له کډوالو سره نغدي او غیرنغدي مرستې کوي.

سرچینې زیاتوي، چې د انټرنېټ له بندېدو سره د مرستندویه ادارو ډېری کارکوونکي له خپلو دفترونو څخه وتلي دي.

د بشري حقونو څار بنسټ: د انټرنېټ پرې کېدل افغان مېرمنې لاځپي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۱
د بشري حقونو څار بنسټ: د انټرنېټ پرې کېدل افغان مېرمنې لاځپي
100%

د بشري حقونو څار بنسټ په افغانستان د انټرنېټ پرې کېدو په غبرګون کې ویلي، چې دغه اقدام د ښځو او نجونو غږ لا پسې غلی کوي. یاد بنسټ ویلي، چې دغه بندیز د ښځو او نجونو د کنټرول بله لاره ده او په ورته وخت کې د هغوی د زده‌کړو او عاید ترلاسه کولو لاسرسی محدودوي.

د بشري حقونو څار بنسټ یوې غړې سحر فطرت ويلي:« انټرنېټ د افغان ښځو او نجونو سره مرسته کړې، چې د زده‌کړو پر بندیز سربېره زده‌کړې وکړي او د طالبانو د جنسیتي تبعیض بنسټیزو تګلارو پر وړاندې مقاومت وکړي.»

نوموړې همدا راز ویلي، انټرنېټ د بشري حقونو له سازمانونو سره هم مرسته کړې چې د بشري حقونو د سرغړونو بېلابېل موارد ثبت او راپور کړي.

د بشري حقونو څار بنسټ په باور؛ طالبانو د انټرنېټ په پرې کولو سره هغو ښځو ته چې لا له وړاندې له خپلو ګڼو حقونو بې‌برخې شوې دي د زده‌کړو، عاید او مقاومت په برخو کې یې د دوی لپاره محدود فرصتونه هم له‌منځه یوړل.